۴۱-  هدایت الله احمدزی
انتخابي سناتور
هدایت الله احمدزی  د وکیل شا توخان زوی، چې په ۱۳۴۹کال کې د ازرې ولسوالۍ په منګلو دره کې زېږېدلی او په قوم احمدزی دى. ده تر شپږم ټولګي زده کړې کړي، دملي يوالي ار آى سي په موسسه كې مامور پاتې شوی او د حزب اسلامي د مشهور قوماندان زرداد سرګروپ و .
داړيکې شمېره:۰۷۹۹۰۰۴۴۲۰
 
۴۲-  صفت الله حقمل 
انتخابي سناتور
صفت الله حقمل د منګل زوی، چې په ۱۳۴۶کال کې د ازرې ولسوالۍ د چوترې په کلي کې زېږېدلى، خپلې لومړنۍ زده کړې يې په ازره کې او پاتې نورې يې د پاکستان په پېښور کې ترسره کړې دي .
نوموړي د ښوونځي له فراغت وروسته د ښوونکي په توګه دنده تر سره کړې او د سيمې مطرح قومي مشر  پاتې شوى دى. حقمل له حزب اسلامي سره ګوندي تړاو لري او په تېره دوره کې هم د لوګر د ولايتي شورا غړی پاتي شوى دى.
داړيکې شمېره :  ۰۷۹۶۳۳۷۴۲۳