د لوګر ولايتي شورا ٩ څوکۍ لري چې د ١٣٩٣ کال په ټاکنو کې درېيو پخوانيو غړو يو ځل بيا دې شورا ته لاره ومونده. ددې شورا په داخلي ټاکنو کې لاندې کسان د اداري پلاوي په توګه وټاکل شول.
رييس: حسیب الله ستانکزی
مرستيال: عدالت عبدالرحيمزى
منشي: محمد ناصر غيرت
 
١- هما احمدي:
هما احمدي د سيد احمد هاشمي لور ، چې په ١٣٥٤ کال کې د لوګر د مرکز پل علم په سيد حبيب الله کلي کې زېږېدلې ده. احمدي د لوګر د بي بي فاطمې په لېسه کې تر دوولسم ټولګي زده کړې کړې دي او په ١٣٩٠ هجري لمريز کال کې د لوګر د دارالمعلمين د ساينس له برخې فارغه ده. نوموړې تر ١٣٨٨ کال پورې د اوو کلونو لپاره په بېلابېلو ښوونځيو کې د ښوونکې په توګه دنده ترسره کړې او تر هغه وروسته د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې او د ټاکنو په کمېسيون کې په مختلفو برخو کې دندې ترسره کړې دي. هغه د ملي پيوستون پروګرام کې روزونکې هم پاتې شوې ده. مېرمن احمدي د لوګر د ولايتي شورا پخوانۍ غړې ده او  د ١٣٩٣ کال په ټاکنو کې يو ځل بيا وتوانېده چې دې شورا ته لاره ومومي. ددې ترڅنګ په لوګر کې د سولې شورا د ولايتي دفتر غړې هم ده.
د اړیکې شمېره: ۰۷۹۹۳۸۲۸۸۸
٢- نفيسه هجران:
نفیسه هجران د محمدعلی لور، چی په کال۱۳۵۸کی د پل علم په علي خان کلا کې زېږېدلې ده . نوموړې په لوګر کې د شهيد سعديې له لېسې په ١٣٨٧ کال کې فارغه شوې ده. هغې همداراز د لوګر په دارالمعلمين کې د ساينس په برخه کې تر څوارلسم ټولګي زده کړې کړې دي او په ١٣٩٠ کال کې فارغه شوې ده. هجران د ولايتي شورا پخوانۍ غړې ده او وړاندې له دې چې ولايتي شورا ته لاره ومومي د لوګر په ځينو ښوونځيو کې يې د ښوونکې په توګه دندې ترسره کړې دي ، په لوګر او پکتيا ولايتونو کې د ټاکنو کمېسيون د ولايتي دفترونو کارکوونکې هم پاتې شوې ده.
د اړیکو شمېرې: ۰۷۹۳۵۹۱۰۲۹/۰۷۷۴۸۲۰۳۲۶
٣- سيد قريب الله سادات:
سيد قريب الله سادات د سيد شا آغا سادات زوى ، چې په ١٣٤٩ کال کې د پُل علم د کلنګار سيمې په سيدا کلي کې زېږېدلى دى. نوموړى د کلنګار له جهادي لېسې څخه په ١٣٧١ کال کې فارغ شوى . سادات د کابل پوهنتون د اقتصاد په برخه کې لوړې زده کړې کړې دي او په ١٣٧٩ کال کې فارغ شوى . نوموړي د شهيدانو او معلولینو په وزارت کې د اوو کلونو لپاره د حقوقو د تثبیت د مدیر په توګه دنده ترسره کړې او په دې وروستيو کې د يوه شخصي ساختماني شرکت دنده يې  پرمخ وړله.
د اړیکو شمیرې: ۰۷۸۰۳۰۵۰۶۰/۰۷۷۹۰۳۰۶۰۹
٤- عدالت عبدالرحيمزى:
عدالت عبدالرحيمزى د نورمحمد عبدالرحيمزي زوى ، چې په ١٣٦٦ کال کې د محمد آغې ولسوالۍ په سفيد سنګ سمه کې زېږېدلى. نوموړي خپلې لومړنۍ زده کړې د خپل کلي په ښوونځي کې سرته رسولي او په کابل کې د عبدالعلي مستغني له لېسې فارغ شوى دى. عبدالرحيمزى په ١٣٨٨ کال کې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو په پوهنځي کې شامل شو او اوسمهال ددې پوهنتون د څلورم ټولګي محصل دى. عبدالرحيمزى وړاندې له دې چې د ١٣٩٣ کال د ولايتي شورا په ټاکنو کې بريالى شي، کومه رسمي دنده نه درلوده. نوموړى د اداري پلاوي په ټاکنو کې د شورا د مرستيال په توګه وټاکل شو.
د اړیکې شمېره : ۰۷۸۳۰۰۶۹۸۰
٥- محمد قسيم صديقي:
محمد قسيم صديقي خوشيوال د عبدالاحمد زوى ، چې په ١٣٥١ کال کې د خوشي ولسوالۍ په ميانه ده کلي کې زېږېدلى دى. نوموړى په ١٣٦٩ کال کې د پېښور د اتحاد له لېسې فارغ شوى او تر څو کاله ځنډ وروسته يې د لوګر په دارالمعلمين کې د ساينس په برخه کې نيمه لوړې زده کړې کړې دي. نوموړى په ١٣٩١ کال کې له دې دارالمعلمين څخه فارغ شو. خوشيوال تردې وړاندې په خپلې ولسوالۍ کې د سواد زده کړې د مدير په توګه هم کار کړى او په ورته وخت کې د ولسوالۍ د سيمه ييزې شورا رييس هم وو. خوشيوال د لوګر د سولې د شورا غړيتوب هم لري.
د اړیکو شمېرې: ۰۷۹۷۶۷۵۰۶۰/۰۷۷۹۹۳۶۹۹۹
٦- محمد ناصر غيرت:
محمد ناصر غیرت د محمد نظير زوى ، چې په ١٣٥٣ کال کې د لوګر د محمداغې ولسوالۍ په برګ کلي کې زېږېدلى. نوموړي خپلې لومړنۍ او ثانوي زده کړې په پېښور کې د عمر ثاني په لېسه کې ترسره کړي او په ١٣٧٢ کال کې له همدې لېسې فارغ شوى دى. غيرت تر فراغت وروسته د دوو کلونو لپاره د لوګر په دارالمعلمين کې په ديني برخه کې هم زده کړې کړي او په ١٣٩٠ کال کې فارغ شوى دى. نوموړى له تېرو شلو کلونو راهيسې د لوګر د پوهنې رياست په بېلابېلو برخو کې دندې ترسره کړي او په ځينو ښوونځيو کې ښوونکى هم پاتې شوى دى. نوموړى د ١٣٩٣ کال په ټاکنو کې وتوانېده چې ولايتي شورا ته لاره ومومي او د اداري پلاوي په ټاکنو کې د شورا د غړو له خوا د منشي په توګه وټاکل شو.
د اړیکې شمېره: ۰۷۹۸۹۹۱۲۸۸
٧- ډاکټر عبدالولي وکیل:
ډاکټر عبدالولي وکيل د عبدالوکيل زوی ، چې په ۱۳۵۶ کال کې د ازرې ولسوالۍ د اکبرخېلو په کلی کې زېږېدلی دى .
نوموړى په پېښور کې د اتحاد له لېسې په ۱۳۷۷ کال کې فارغ شوی او وروسته يې د ننکرهار په طب پوهنځي کې لوړې زده کړې کړې دي. نوموړي په ۱۳۸۳ کال کې له دې پوهنځي تر فراغت وروسته له مختلفو ادارو سره دندې ترسره کړي دي. د عامې روغتيا په وزارت، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو په مرستندويه دفتر (يوناما)، د امريکا د نړيوالې پراختيايي ادارې (يو اس اې اى ډي)، د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د وجهي صندوق او آى آر سي سره کار کړى دى. وکيل د لوګر د ولايتي شورا په تېره دوره کې هم غړيتوب درلوده چې د ١٣٩٣ کال په ټاکنو کې وتوانېده په دې شورا کې خپله څوکۍ وساتي.
د اړيکې شمېره: ۰۷۷۰۶۰۰۷۰۰
٨- محب الله صالح:
محب الله صالح د صالح محمد زوى ، چې په ١٣٥٦ کال کې د محمداغې ولسوالۍ د کندهاريو په کلي کې زېږېدلى دى. صالح خپلې لومړنۍ او ثانوي زده کړې د جوزجان په ابن امين لېسه کې ترسره کړي او په ١٣٨٠ کال کې فارغ شوى دى. نوموړي وړاندې له دې چې ولايتي شورا ته لاره پيدا کړي، له تېرو ديارلسو کلونو راهيسې په ځېنو غيردولتي موسسو کې کار کړى دى.
د اړیکې شمېره: ۰۷۰۲۳۲۲۴۶۶
٩- حسیب الله ستانکزی:
حسیب الله ستانکزی د عبدالعظیم زوی ، چې په ۱۳۶۷ کال کې د پُل علم اړوند پورک کلي کې زېږېدلى. ستانکزي خپلې لومړنۍ زده کړې د خپل کلي په کلنګار لېسه کې ترسره کړي او په کابل کې د عبدالهادي داوي له لېسې په ١٣٨٤ کال کې فارغ شوى. ستانکزى په ١٣٨٦ کال کې د کابل پوهنتون د ادبياتو په پوهنځي کې شامل شو او په ١٣٨٩ کال کې يې له دې پوهنځي د لسانس سند ترلاسه کړ. نوموړي تر فراغت وروسته د لوګر ولایت د مقام د عامه اړیکو د سلاکار په توګه دنده پیل او دوه کاله یې په دې برخه کې کار وکړ .ستانکزي د ١٣٩٣ کال د ولايتي شورا په ټاکنو کې بريالى شو او د لوګر د ولايتي شورا د غړو له خوا د رييس په توګه وګومارل شو.
د اړیکې شمېره: ۰۷۲۹۶۸۸۶۱۶