د ځوانانو د همغږۍ کولتوري ټولنه:
دا ټولنه په لوګر کې لومړنۍ ټولنه وه، چې په ۱۳۸۶ کال کې رامنځته شوه، چې د ځوانانو د همغږۍ او په هغوی پورې د اړوندو چارو په برخه کې فعاليت کوي.
 
د نويو ځوانانو ټولنه:
دا ټولنه په لوګر کې يوه فعاله ټولنه ده ، چې د ځوانانو او پوهنې په چارو کې فعاليت کوي او د غړو شمېر يې لسګونو ځوانانو ته رسېږي.
 
د محمداغې فعاله ځوانان:
دا په محمد اغې ولسوالۍ کې فعاله مدني ټولنه ده، چې د ځوانانو په برخه کې فرهنګي، سپورټي او ټولنيز فعاليتونه کوي.
 
انجمن اجتماعي وفرهنګي جوانان فعال افغان:
په لوګر کې دا فعاله مدني ټولنه د ښځو او ځوانانو د ظرفيتونو د لوړولو په برخه کې فعاليت کوي، چې ډېری غړي يې ښځينه دي.
 
د افغان ځوانانو او ښځو د ظرفيتونو د لوړولو ټولنه:
دا ټولنه هم د ښځو په برخه کې يوه فعاله ټولنه ده، چې تر ډېره يې کارونه د ظرفيتونو د لوړولو او ورکشاپونو په جوړولو متمرکز دي.
 
د ځوانانو او محصلينو ټولنه:
دا ټولنه کې چې ډېری غړي يې ځوانان او محصلين دي، د محصلينو او ځوانانو د ستونزو د لرې کولو او تر منځ يې د همغږۍ د را پيدا کولو لپاره کار کوي.
 
د ښځو د عدالت غوښتنی ټولنه:
دا ټولنه د ښځو لپاره د پوهنې په برخه کې فعاليت کوي.
 
د سوداګرو ښځو ټولنه:
دا ټولنه چې شمېر يې ايله شل  تنه وي، د ښځو د اقتصادي وړتيا او د لاسي صنايعو د ودې په برخه کې کار کوي، نندارتونه جوړوي او لاسي صنايعو ته يې د بازار موندنې هڅې کوي.
 
د لوګر د زده کوونکيو ټولنه:
دا ټولنه د لوګر د يوشمېر زده کوونکيو له لوري رامنځته شوې، چې تر ډېره په تعليمي برخو کې فعاليتونه کوي او د زده کوونکيو تر منځ همغږي رامنځته کوي.
 
د قادرشاه کلي فرهنګي ټولنه:
 دا فرهنګي ټولنه د سواد زده کړې، ادبي غونډو او نورو ټولنيزو فعاليتونو کې ښکېله ده، چې د غړو شمېر يې شلو تنو ته رسېږي.