لوګر:
دا په لوګر کې چاپېدونکې فعاله پنځلس ورځنۍ جريده ده، چې د لوګر د اطلاعاتو او کولتور رياست له لوري خپرېږی.
 
ملي هيلې:
دا هم په لوګر کې په مياشتينۍ ډول خپرېدونکې جريده ده، چې د لوګر فرهنګيان يې خپروي.
 
ملي احساس:
دا په لوګر کې يوه فعاله مجله ده، چې هره مياشت د زرو ګڼو په شمېر کې له چاپه راوځي، چې په لوګر سربېره يوشمېر نورو ولايتونو ته هم استول کېږي.
 
اتفاق راډيو:
دا په لوګر کې يوه فعاله راډيو ده، چې په دغه ولايت کې د مېشتو بهرنيو ځواکونو په مالي لګښت د محمدخان په مسووليت په ۱۳۸۶ کال کې رامنځته شوه. دمګړۍ په کې شپږ تنه په کار بوخت دي.
د اړيکې شمېره: ۰۷۹۳۷۸۰۵۹۳
 
استقلال راډيو:
دا په لوګر کې يوه فعاله راډيو ده، چې په ۱۳۸۲ کال کې د نصر الله ستانکزي له لوري رامنځته شوه ، اته ساعته خپرونې لري او د انټرنيوز له لوري تمويلېږي. دمګړۍ په کې ۴ تنه په کار بوخت دي.
د اړيکو شمېرې: ۰۷۹۹۳۰۲۰۹۷ ـ ۰۷۹۹۵۴۷۴۲۷
 
ملي پيغام:
دا په لوګر کې يوه فعاله راډيو ده، چې په ۱۳۸۲ کال کې د عثمان طارق له لوري رامنځته شوه، چې د انټرنيوز له لوري تمويليږي او دمګړۍ په کې اته تنه په کار بوخت دي.
د اړيکو شمېرې: ۰۷۹۸۲۲۳۲۲۹ ـ ۰۷۹۹۴۱۲۹۹۴
برېښناليک: [email protected]
 
زينت راډيو:
دا راډيو هم په لوګر کې يوه فعاله راډيو ده، چې په ۱۳۸۶ کال کې د نور الله ستانکزي له لوري رامنځته شوه، چې په لوګر سربېره په پکتيا، ميدان وردګو او کابل ولايتونو کې هم اورېدل کېږي. دمګړۍ په کې لس تنه په کار بوخت دي.
د اړيکو شمېرې: ۰۷۸۸۸۳۸۸۳۸ ـ ۰۷۹۹۳۴۷۳۰۴
برېښناليک: [email protected]
 
ملي راډيو:
دا په لوګر کې يوه فعاله دولتي راډيو ده، چې د دولت له لوري تمويلېږي او دمګړۍ په کې له لسو ډېر کسان په کار بوخت دي.
 
ځوان غږ اونيزه:
دا په لوګر کې د ځوانانو له لوري چاپېدونکې اونيزه وه، چې مشري يې عبيد اورمړ کوله، په ۱۳۸۸ کال کې رامنځته شوه؛ خو له تېر يوه کال راهيسې د نامعلومو دلايلو له مخې تړل شوې ده.