پل علم ( پژواک، ١٠چنګاښ، ۹۲): د لوګر چارواکي وايي، چې په دې ولايت کې په تېرو يوولسو کلونو کې پراخه بيارغونه شوې، چې د دې ولايت بڼه ورسره بدله شوې ده.
د لوګر د والي وياند دين محمد دروېش وايي،چې په ټول لوګر کې په تېرو لسو کلونو کې د کرنې، پوهنې، روغتيا او ګڼو نورو برخو کې سلګونه وړې او سترې پروژې پلې شوي، چې خلک عملاً ترېنه ګټه اخلي.
د نوموړي په وينا، د ولايت په کچه يې د لسګونو ميليونو ډالرو په لګښت د کابل ـ لوګر پر لويې لارې سربېره بره کي برک، څرخ او خوشي ولسواليو ته غځېدلې ټولې لارې يې په اساسي ډول پخې کړې دي.
هغه وايي، دغه راز يې کليو او بانډو ته د غځېدلو لارو په اوږدو کې کابو ۱۱۹ پلچکونه او تر۶۰۰ متر مربع ډېر استنادي ديوالونه هم رغولي دي.
نوموړی زياتوي، د پل علم ښار دننه هم ۱۵ کيلومتره سړکونه پاخه شوي، چې ورسره پل علم ښار نوې بڼه اخيستې او په دې ولايت کې نوي سلنه دولتي ادارې پخې او اساسي ودانۍ لري.
دروېش وايي، دغه راز د مرکز په ګډون په ولسواليو کې کابو ۱۲ کلينيکونو او د روغتيايي مرکزونو لپاره  هم نوې ودانۍ جوړې شوي او تر څنګ يې د روغتيايي مرکزونو پخوانۍ ودانۍ له سره رغول شوې دي.
د نوموړي په خبره، اوس مهال هم په ځينو ټولګټو پروژو کار روان دی، چی غوره بېلګه يې په پل علم ښار کې د نايب امين الله خان لوګري ۳۰۰ بستريز روغتون دی، چې د پاکستان هېواد په ۴۵ ميليونه امريکايي ډالرو لګښت جوړېږي.
د والي وياند زياتوي، د ټول ولايت په کچه په ۶۱۰ کليو کې د ملي پيوستون پروګرام پلی شوی او د خلکو په خوښه او له اړتياوو سره سم ورته بېلا بېلې پروژې عملي شوې دي.
ده وويل، په لوګر کې خلکو ته د څښاک د اوبو۸۰۰ څاګانې کيندل شوي، چې د اوبو د کمښت ستونزه ورسره حل شوې ده.
دين محمد دروېش وايي، د لوګر د بيارغونې په برخه کې د مسو د کان د پروژې له عملي پيل سربېره، به د سږ کال په اوږدو کې دوه نورې سترې پروژې لکه د کابل ـ پل علم  دويم سړک او برېښنا چارې هم پيل شي.
د نوموړي په اند، چې د دې پروژو په پيل سره به سلګونه تنو ته کار پيدا شي او د خلکو اقتصاد به ورسره ښه شي.
هغه زياته کړه، په ځينو ناامنه سيمو کې يې د قومي مشرانو په مرسته يوشمېرد بيارغونې چارې ترسره کړي؛ خو ډېرې سيمې پاتې او که امنيت ښه شي؛ نو د بيارغونې چارې به هغو سيمو ته هم وغځوي.
د لوګر د کرنې رييس انجينر همايون عمر وايي، د لوګر کرنې د پخوا په پرتله ډېر بدلون کړی او د خلکو کرنيز حاصلات زيات او ستونزې کمې شوې دي.
هغه وويل، د ولايت په کچه يې د ميليونونو امريکايي ډالرو په لګښت سره په تېرو څو کلونو کې پر بزګرو اصلاح شوي تخمونه او سرې وېشلې دي.
د ده په خبره، دغه راز يې په مرکز سربېره په پنځو ولسواليو کې هم کې تر اويا ډېرې سړې خونې جوړې کړې دي.
نوموړی زياتوي، په لوګر کې يې کابو ۷۰۰ تنو ته د شاتو د مچيو د روزنيز ورکشاپ د ورکړې تر څنګ هغوی ته يې د شاتو مچۍ هم د روزنې لپاره ورکړې دي.
د لوګر د کرنې رييس وايي، اوس په دې ولايت کې د کرکېلې بڼه بدل شوې او تر ډېره خلک په نوې او اسانه بڼه خپل فصلونه کري.
همدارنګه د پوهنې رياست وياند شاهپور عرب وايي، چې د موقت حکومت له پيل راهيسې تر اوسه په لوګر کې ۲۲۰ ښوونځيو، يوه دارالعلوم  او يوه دارالمعلمين ته نوې پخې او عصري ودانۍ جوړې شوې دي.
د لوکر د اقتصاد رياست د مرستيا ل څارنوال حمزه په وينا، که څه هم چې په لوګر کې تر يوې اندازې بيارغونه شوې؛ خو لا هم د تمې وړ بيارغونه نه ده شوې او مرسته شوې پيسې تر ډېره شخصي جېبونو ته ولاړې.
هغه وايي، د لوګر د ټولو پروژو قراردادونه په کابل کې کېدل، چې په دويم او درېيم لاس له پلور وروسته به په خورا ټيټ کيفيت سره پلي کېدل.
دی زياتوي، چې که په تېرو لسو کلونو کې بهرنۍ مرستې پر ځای او سمه توګه لګول شوې وای؛ نو د ولس ډېرې غوښتنې به حل شوې وای.
د لوګر د ولايتي شورا مشر ډاکټر عبدالولي وکيل پژواک ته وويل، سره له دې چې په دې ولايت کې د پام وړ د بيارغونې چارې تر سره شوي؛ خو په وينا يې چې تر ډېره بنسټيز نه ، بلکې ننداره يي بڼه لري.
هغه وايي، چې که دولت له پيله په بنسټيزو پروژو تکيه کړې وای؛ له یيوې خوا به پيسې بې ځايه نه لګېدلې او له بلې خوا به سلګونه بې کاره ځوانان ورسره په کار شوي وای، چې دې وضعيت په مستقيم او غير مستقيم ډول په امنيتي وضعيت اغېز ښندلی دی.
د پل علم د حصار کلي قومي مشر او د پراختيايي شورا غړی عبدالرحمن وايي، چې په تېرو لسو کلونو کې د سيمې متوازن انکشاف او پرمختګ ته پاملرنه، نه ده شوې او يواځې محدودو سيمو ته کار شوى دى.
هغه زياتوي، د دولت د مور او ميري سلوک له امله دغه ولايت ته د دولت پام نه و، يواځې په تېرو څلورو کلونو کې لوګر ته پام شوی او يو لړ د بياغونې چارې په کې تر سره شوي، چې دا هم د نورو ولايتونو په پرتله خورا کمې دي.
نوموړی وايي، چې که د سيمې خلکو ته لازم کاري فرصوتونه برابر شوي واى، له يوه لوري به ناامنيو او جګړو دومره زور نه اخيسته او له بل لوري به ځوان نسل بې کاره نه پاتې کېده.
د محمداغې ولسوالۍ د سيمه ييزې شورا غړی حاجی حبيب الله وايي، دوی د مس عينک د پروژې په اړه له دولت څخه وضاحت غواړي، چې تر اوسه يې خلکو ته هېڅ هم نه دي کړي او هغه ژمنې نه دي عملي شوي، چې د دې پروژې د پيل په ورځو کې ورسره شوې وې، چې خلکو ته به کار پيدا کېږي او امتيازات به ورکوي.
په ولسي جرګه کې د لوګر د خلکو استازی او د خروار ولسوالۍ اوسېدونکی اسدالله حمتيار وايي، د ولسوالۍ لپاره يې هېڅ کار نه دی شوی، سړکونه يې ويجاړ، د څښاک اوبه يې نشته، ښوونځي ودانۍ نه لري او د کرنې په برخه کې هم د پام وړ کار نه دی شوی.
هغه وايي، له لسو کلونو وروسته او له ميلياردونو ډالرو مرستو سره سره د خروار ولسوالۍ اوسېدونکيو په ژوند کې هېڅ راز بدلون نه دی راغلی.