Illegal extraction of Logar chromites goes on

پل علم (پژواک، ۱۴ تله ۹۴): د لوګر د ولايتي شورا ځيني غړي وايي چې د کانونو وزارت په غير قانوني ډول يوه خصوصي شرکت ته د محمداغې ولسوالۍ د کرومايټ قيمتي ډبرو د استخراج اجازه ورکړې ده.
د کرومايټ ډبرې په عمومي ډول په فولادو او وسپنې کې کارېږي او د مرميو په جورښټ سربېره په زرهي موټرو او د مرمۍ ضد واسکټونو په جوړلو کې ترې هم کار اخيستل کېږي.
د لوګر د ولايتي شورا منشي محمد ناصرغيرت د وږي ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د کانونو وزارت چارواکو په غیر قانوني ډول د "میټایل ماینینګ یوکي" په نوم خصوصي شرکت ته د محمداغی ولسوالی د کرومایو قيمتي ډبرو د استخراج اجازه ورکړې ده.
غيرت وايي له تېرو ۱۴کلنور را په دېخوا د لوګر په بېلابېلو برخو کې د کرومایټ ډبرو د غیر قانوني استخراج اوقاچاق لړۍ روانه وه خو لس مياشتې مخکې ودرول شوه.
هغه زياته کړه: "د ولایت مقام، خلکو او ولایتی شورا د شکایتونو او د ولسمشر د حکم پر اساس له تیرو ۱۰ میاشتو راهیسې په دغه ولایت کې د کرومایټ د استخراج او قاچاق لړۍ درول شوې وه خو اوس يو ځل بيا شروع شوه. "
د ده په وينا، د ولايتي شورا غړي د کرومايټ کان ته ورغلي و او د ياد شرکت وسايل يې له ځانه سره راوړي او کار يې پرې بند کړى دى.
خو ده وويل : "اوس دغو شرکت د شپې له مخې په قاچاقي توګه له کان نه کرومايټ ډبرې وباسي."
دغه راز د ولایتي شورا بل غړي محمدقسیم خوشیوال هم پژواک ته وويل چې په دې وروستيو کې په دغه ولايت کې د کرومايټ ډبرو غير قانوني استخراج پيل شوى دى.
هغه وویل: ((ما تېره ورځ په خپلو سترګو دوه لارۍ موټر چې د کرومایټ ډبرو په کې بار وې او په رڼا ورځ له لوګر څخه د پکتیا لور ته روانې وې ولیدل خو د موټو درول او نیول د ما له وسه پورته وه او هغه ډبرې به اوس پاکستان ته رسیدلې وي.))
هغه د چا د نوم له اخيستو پرته وويل چې د يادو ډبرو په قاچاق کې لوړپوړې کسان لاس لري او بايد مخه يې ونيول شي.
خو د لوګر د ولايتي شورا مشر حسیب الله ستانګزي پژواک ته وويل چی د کرومایټ په غیر قانونی استخراج او قاچاق کې د دغه ولایت د پخوانیو چارواکو او امنیتي مسوولینو لاس و خو د نوي والي په راتګ سره د قاچاق مخه نیول شوی ده.
هغه زياته کړه په دې وروستیو کې د کانونو وزارت له ځینو خصوصي شرکتونو سره په لوګر کې د کرومایټ د کانونو د (اکتشاف) قرادادونه لاسليک کړي خو هر ډول کیندنه يې غیر قانوني ده.
ستانګزی وویل چې د ولایت مقام او ولایتی شورا له لوری یو ګډ پلاوی ټاکل شوی او ډېر ژر به په دې اړه څېړنې پیل کړي.
د محمداغې ولسوالۍ د مغل خېل کلي قومي مشر حاجي فاروق پژواک ته وويل چې دلته د کرومایټ قاچاق یوه عادي خبره ده او دا لړۍ کلونه وشول چې روانه ده او د مخ نیوې لپاره څوک نشته.
دی وایي: "د کرومایټ شته کانونه د ټول ملت حق دی خو اوس یوازې ترې یو څو قاچاقبر او ورسره تړلي چارواکي ګټه اخلي او خپل جېبونه پرې ډکوي."
د لوګر امنيه قوماندان مل پاسوال محمد داوود احمدي د يادو ډبرو د قاچاق په اړه نا خبري وښوده.
هغه پژواک ته وويل: "د کرومایټ د قاچاق اوازې راته رسېدلي خو زه په اوس وخت کې نه تاييدوم او نه يې هم ردوم. "
احمدي وايي چې د موضوع د روڼتيا لپاره يې پوليس سيمې ته لېږلي تر څو يې په اړه لازمې څېړنې وکړي.
په لوګر ولايت کې د کانونو رياست د يادې موضوع په اړه له څه ويلو ډډه وکړه.
خو د کانونو وزارت وياند محى الدين نوري پژواک ته وويل امنيتي ارګانونه مسووليت لري چې په هېواد کې د قيمتي ډبرو د قاچاق مخه ونيسي.
د هغه په وينا، د کانونو وزارت هېڅ شرکت ته اجازه نه ده ورکړې چې په خپل سر کانونه استخراج کړي.
ده د لوګر د کرومايټ ډبرو د غير قانوني استخراج په برخه کې د دغه وزارت د چارواکو لاس لرل رد کړل.
د هغه د معلوماتو له مخې، څه موده وړاندې د افغانستان کابينې د کارموندنې په موخه پرېکړه وکړه چې تر لومړني پروسس وړاندې هيڅوک نه شي کولاى له افغانستانه ډبرې نورو هېوادونو ته صادرې کړي.

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.