6 rebels eliminated, 3 wounded in Logar

پل علم (پژواک ٢٤ غبرګولى ٩٣): په لوګر کې هغه شپږ وسله وال په توپچي بريد کې وژل شوي، چې د رايو پر يوه مرکز يې د بريد پلان درلود.
په دغه بريد کې درې وسله وال ټپيان شوي هم دي.
د لوګر د بره کي برک ولسوال انجنير محمدرحيم امين پژواک خبري اژانس ته وويل، يو شمېر وسله والو د يادې ولسوالۍ د شاکي کلا سيمې  په يوه کور کې د بريد پلان جوړاوه چې امنيتي ادارو يې په تړاو راپور ترلاسه کړ.
ده وويل، چې افغان پوځيانو په دغو وسله والو توپچي بريد وکړ، چې په ترڅ کې يې شپږ وسله وال ووژل شول او درې نور ټپيان شول.
ولسوال وايي، دغو وسله والو په ياده سيمه کې د رايو پر يوه مرکز د ډله ييز بريد پلان درلود خو موخې ته له رسېدو مخکې په نښه شول.
ده وويل، چې له دغو طالبانو وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي او په بريد کې ځايي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
ولسوال وايي، په برکي برک ولسوالۍ کې د رايې ټول مرکزونه فعال دي او تر اوسه کومه ستونزه نه ده رامنځته شوې.
په ورته مهال د لوګر د محمداغې ولسوال عبدالحميد حميد پژواک ته وويل، چې په دې ولسوالۍ کې د رايې ورکولو بهير ښه روان دى او د خلکو ونډه په کې ډېره ده.
اخوا د څرخ ولسوال خليل الله کمال پژواک ته وويل، چې سهار مهال په ټاکنو کې د خلکو ونډه کمه وه خو اوس د رايې ورکوونکو شمېر مخ په ډېرېدو دى.
څرخ هغه ولسوالۍ ده چې د فعالو اعلان شوو رايې مرکزونو له ډلې يې درې مرکزونه د ټاکنو په ورځ وتړل شول او ټاکنيز توکي ور انتقال نه شول.
خو له دې سره سره د دغه ولايت چارواکي وايي، چې د تېرو ټاکنو په پرتله په دويم پړاو ټاکنو کې د لوګر د خلکو ونډه ښه ده او امنيتي تدابير هم غښتلي دي.
په تېرو ټاکنو کې د دغه ولايت شاوخوا ٤٠ زره اوسېدونکو رايه ورکړې وه.
په لوګر ولايت کې د رايې ورکولو ٧٧ مرکزونه شته دي، چې له دې ډلې شپږ يې د ناامنيو له امله تړلي اعلان شول.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.