Add new comment

شاگردان مکتب

پل علم ( پژواک ۲۵ چنګاښ ۹۲ ) : د لوګر د پوهنې چارواکي وايي، چې په دې ولايت کې له تیر یو کال راپدیخوا  د پوهنې په برخه کې ګڼې لاسته راوړنې لري.
د ياد ولايت د پوهنې رياست وياند محمدشاهپور عرب وايي، چې په دې ولايت کې ټول ټال ۲۶۶ ښوونځي شته ، چې کابو ۸۵ يې د نجونو دي.
هغه وويل، په دې ښوونځيو کې ۶۸ لېسې او پاتې نور يې منځني او لومړني ښوونځي دي.
 عرب پژواک ته وويل، چې په لوګر کې ټول ټال ۱۴۶۹۴۰ زده کوونکي زده کړې کوي، چې ۴۸۱۲۶ تنه يې نجونې دي، چې د ۳۷۱ ښځينه ښوونکيو په کډون ورته د ۲۸۹۰ تنو ښوونکيو له لوري زده کړې ورکول کېږي.
نوموړی زياتوي، دغه راز په لوګر کې د کانونو د انسټيټيوټ په کډون ۵ تخنيکي او مسلکي ښوونځي هم فعاليت کوي، چې د کرنې، سوداګرۍ او مېخانيک برخو کې کابو ۵۵۵ تنو ته زده کړې ورکوي، چې څلوېښت تنه يې نجونې دي.
هغه وايي، دغه مسلکي ښوونځي په ۱۳۹۱ کال کې جوړ شوي، چې د یوې ښځینه ښوونکې په ګډون د  ۲۷ ښوونکيو له لوري ۳۷۱  تنه په کې روزل کېږي.
د لوګر د پوهنې رياست وياند وويل، چې د ښوونځيو ترڅنګ په لوګر کې د دارلعلومونو او دارالحفاظونو په ګډون ۲۱ ديني مدرسې هم فعالې دي، چې ۳۵۳۸ زده کوونکي په کې په زده کړو او ۱۱۵ تنه په کې په تدريس بوخت دي.
عرب زياتوي، چې په لوګر کې يو عالي دارالمعلمين او په پنځو ولسواليو کې څانګې لري، چې د پنځه سوه ښځينه محصلينو په ګډون په کې ۱۲۸۲ تنه محصلين زده کړې کوي.
د ده په خبره، د ليک لوست ۱۰۵ بابه کورني ټولکي هم په لوګر کې فعال دي، چې د ۶۰۳ تنو ښځينه وو په ګډون په کې ۲۵۵۱تنه زده کړې کوی.
عرب وويل،چې په دې ولايت کې د نيمه زده کړو ۲ انسټيټيوټونه او ۵ بابه شخصي ښوونځي هم فعال دي، چې کابو ۱۸۸۰  تنه په کې په زده کړو مشغول دي.
ستونزې او پرمختګونه:
عرب وايي ، چې پوهنې رياست يواځې سږ کال په دې ولايت کې ۲۰۴۱۸ تنه نوي زده کوونکي ښوونځيو او ۷۶۵تنه نور يې دينيمدرسو او دارالعلوم ته جذب کړي دي.
د ده په وينا، سږکال به ۱۴۳ تنه نوي ښوونکي هم جذب او ۳۴ لېسو او ۷ ديني مدرسو ته مديران هم د ازادې سيالۍ له لارې غوره کړي او هم د پوهنې وزارت په خپل لګښت اووه  ښوونځيو ته ودانۍ منظورې کړي.
د لوګر د پوهنې رياست وياند وويل، چې دوی د پوهنيز بهير د ستونزو د لرې کولو لپاره هر ښوونځي ته دوه شوراګانې جوړې کړي، چې يوه يې د ښوونځيو د ساتنې شورا او بله يې د زده کوونکيو د والدينو شورا ده، چې د ستونزو د حل لارې چارې لټوي.
نوموړي زياته کړه، چې لا هم اته اتیا ښوونځي ودانۍ نه لري او زده کوونکي یې اوس مهال په نیول شویو کرايي کورونو زده کړې کوي.
د هغه په وینا ، له کومې چې دغه ولایت ته ښاغلی انجینرمحمد اکبرستانکزی د پوهنې د رئیس په توګه ټاکل شوی نود ده په هلوځلوسره دغه پرمختګونه رامنځته شوي دي.
هغه وايي، دمګړۍ په ټول لوګر کې د ښوونځيو پر وړاندې هیڅ خنډ نشته.
دی زياتوي، چې سږ کال په لوګر کې پر زيات شمېر زده کوونکو نوي کتابونه وېشل شوي؛ خو لا هم په ډیرکم شمیر لومړنیوښوونځیو کې دکتابونو د کمښت ستونزه نه ده ختمه شوې خودوی هڅه کوي چې دغه ستونزه د نورو چاپ شویوکتابونو په راوړلو سره حل کړي.
د محمداغې ولسوالۍ د پوهنې مدير فقيرمحمد وايي، تر اوسه هم د سیمه ایزو ستونزو له امله د دې ولسوالۍ  د ښوونکيو ښارګوټی جوړ نه شو او نه هم ښوونکيو ته نومرې ورکړل شوې.
هغه وايي، درې کاله وړاندې يې د ښوونکيو په نامه د يوه ښارګوټي د بنسټ ډبره ايښې وه؛ خو تر دا مهاله  په کې د سیمه ایزو ستونزو له امله د جوړونې لپاره نومره نه ده ورکړل شوې.
ښوونکي او زده کوونکي:
د پل علم ښار اوسېدونکی او د دشت باري ښوونځي ښوونکی شاه محمود وايي، چې ستره ستونزه په سږنې کال کې د یوشمیرښوونکیو تنفیذ کول دي .
هغه وايي، سږکال د پوهنې وزارت  تنفيذ کړی او بیرته یې د بل ښوونځی په خالي بست کې په دندې ګمارلی .
دی غوښتنه کوي، چې د پوهنې وزارت  بايد د ښوونکيو د تنفيذ کولو پروسه ختمه کړي ترڅو ستونزې يې ختمې شي.
د پل علم د ښوونکيو د اتحاديې استازی نقيب الله اخندزاده پژواک ته وويل، له تېرو څو کلونو راهيسې ورسره د نومرې در ورکړې او د ښوونکيو د ښارګوټو د جوړولو ژمنې کېږي، خو لا هم عملي شوي نه دي.
د پورک لېسې زده کوونکی عبدلبصير وايي، ستره ستونزه يې د کتابونو د کمښت ده.
دی زياتوي، ډېر کله داسې هم کېږي چې ښوونيز کال پاى ته رسېږي خو بشپړ کتابونه نه تر لاسه کوي او اوس يې هم له نيمايي ډېر کتابونه په بازار کې اخيستي دي.
هغه وويل، د کتابونو د کمښت ستونزه ډېره جدي ده، ځکه هر څوک وس نه لري ، چې ټول کتابونه له بازاره واخلي.
عام خلک:
د پل علم د بابوس کلي قومي مشر حاجي زمرک وايي، د لوګر په یو شمیرولسوالیوکې د پوهنې پر وړاندې غټه ستونزه د مسلکي ښوونکيو نشتون دی.
هغه زياتوي، داسې ښوونکي په لرو پرتو ولسواليو او کليو کې د ښوونکيو په توګه په دنده ګومارل شوي، چې زده کړې يې نيمګړې او له تجربې بې برخې دي.
د پورک کلي اوسېدونکی عزيز احمد وايي، دا چې د دوی په سيمه کې شته ښوونځی ودانۍ نه لري او زده کوونکي يې په ګرمۍ کې تر خېمو لاندې درس وايي؛ نو له همدې امله يې لور زړه نه ښه کوي چې ښوونځي ته لاړه شي.
د لوکر د ولايتی شورا رييس ډاکټر عبدالولي وکيل وايي، کله ناکله ورته د خلکو له لوري د پوهنې په برخه کې شکايتونه کېږي.
هغه وايي، د پوهنې د بهير ستره ستونزه په ښوونځيو کې د درسي کتابونو او نورو تخنيکي توکيو کمښت دی، چې خلک د کمزوري اقتصاد له امله نشي کولی په بازار کې يې وپېري.
 روڼ اندي:
د پل علم ښار اوسېدونکی او د سيمه ييزې شورا مشر حاجي جان اغا وايي، په کار ده چې اړين تدريسي توکي ښوونځيو ته په وخت ورکړل شي.
دی وايي، د پوهنيز سيستم د اصلاح او بريا لپاره غوره ده، چې له نهم ټولګي نه رشته بندي وشي.
د هغه په وينا، دغه کار به دا مرسته وکړي، چې کانکور کې به د بې پايله کسانو شمېر راکم کړي: (( يو نفر د ښوونځي ټول مضامين زده کوي، هغه چې شرعياتو ته بريالی شی، نور سياينسي مضامين يې په درد نه خوري، خو که رشته بندي وشي هر څوک به په خپله برخه کې زده کړه کوي.))

 

 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.