هفت تن از اثر گرسنگى در ولسوالى ازرۀ لوگر تلف شده است

 
پل علم (پژواک ١٢ چنګاښ ٩٢): له څو مياشتو راهيسې د وسله والو له لوري د لوګر د ازرې ولسوالۍ د لارو بندېدو له امله د دې ولسوالۍ خلک د لومړنيو توکو له کموالي او روغتيايي ستونزو سره مخ شوي دي.
د ازرې ولسوال حميدالله حميد وايي، چې له تېرو پنځو مياشتو راهيسې د ازرې خلک له لوږې او قحطۍ سره مخ دي.
نوموړي د چنګاښ په ١٢مه پژواک اژانس ته وويل، چې د دې ولسوالۍ په ځينو سيمو کې د لوږې او روغتيايي مرکزونو ته د نه لاسرسي له امله پنځو ماشومانو او دوو مېرمنو خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.
د ولسوال په وينا، طالبانو اوس له ولس سره دښمني پيل کړې او هېچا ته له يوې سيمې بلې ته د تګ اجازه نه ورکوي.
دغه راز د ولايتي شورا وکيل او د ازرې اوسېدونکى حاجي دُرګل هم وايي، چې ازرې ته ټولې لارې تړل شوي او خلک يې د لوږې له امله د مرګ له خطر سره مخ دي.
نوموړي پژواک اژانس ته دا ومنله، چې په تېرو لسو ورځو کې د لوږې او ناروغيو له امله دوه مېرمنې او پنځه ماشومان مړه شوي دي.
د ده په وينا، د خوراکي توکو بيه لوړه شوې، د يوې ٥٠ کيلويي بورۍ اوړو بيه ٣٥٠٠ افغانۍ او د يو پيپ ١٦ کيلويي غوړو بيه ٢٥٠٠ افغانيو ته لوړه شوې ده.
د لوګر ولايتي شورا يو بل استازى او د سيمې اوسېدونکى عبدالخالق خير خواه هم وايي، چې له پنځو مياشتو راهيسې د ازرې ټولې لارې تړل شوي او وسله وال چا ته اجازه نه ورکوي، چې سيمې ته درمل او خوراکي توکي يوسي.
هغه زياتوي، په دې اړه يې له چارواکو سره څو ځلې ستونزه شريکه کړې، خو تر دې مهاله يې د حل په اړه اقدام نه دى شوى.
د ازرې اوسېدونکى جنت ګل وايي، چې تېره اونۍ يې له ننګرهاره پنځه بورۍ اوړه کورته وړل خو په لاره کې طالبانو ترې وګرځول.
هغه وايي، په دې نه پوهېږي، چې طالبانو ولې پر خلکو لارې تړلي او ورځني کار ته يې نه پرېږدي؟
طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، څو مياشتې مخکې د ازرې خلکو ژمنه ورسره وکړه، چې د سيمه ييزو پوليسو د جوړېدو مخالفت به کوي، خو د ځينو سيمو خلکو دا ژمنه ماته کړه.
هغه زياتوي، چې اوسمهال يې يواځې د دوو سيمو چوترې او اکبرخېلو لارې له دوى سره د شوې ژمنې د ماتېدو له امله تړلې دي.
ازره د لوګر په ختيځ کې ١٠٠ کيلومتره لرې پرته ده او له پکتيا، ننګرهار او يوه سيمه يې د ډيورنډ له کرښې سره پوله لري.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.