ډاکټر مګنوس اوهمان
هند هم په نړۍ کې د نفوسو د زیاتوالي له کبله دويم ځای لري او د امریکا له نفوس څخه څو برابره زیات دی، خو په هند کې ولسمشر په غیر مستقیم ډول د پارلمان له لوري ټاکل کیږي، بیا ولسمشر دا صلاحیت لري، چې د هر ولایت لپاره والیان وټاکي. د هندوستان ډېری اوسیدونکي په پارلماني ټاکنو کې نېغ په نېغه په پارلماني ټاکنو کې د ولسي جرګې غړو ته رایه ورکوي.
دويم لامل یې د امریکا متحده ایالاتونو اقتصادي کچه ده، که څه هم د دې کار دقیق اټکل ستونزمن دی، خو که بیا هم وکتل شي، نو د امریکا ناخالصه تولید د نړۍ د هر بل هېواد په پرتله دوه چنده دي او چین په دې برخه کې بیا دويم ځای لري.
د دې کټه ګورۍ له مخې د جاپان کورني ناخالصه تولید، چې د نړۍ د دويمې لویې دیموکراسۍ په توګه ګڼل کیږي د امریکا له درېیو یوه برخه ناخالصه تولید دی. د موضوع روښانه کیدو لپاره، په دې هکله دوو بېلګو ته پام وکړئ: د امریکا د پوځي چارو لګښت، د سویس هېواد له کورني ناخالصه تولیداتو څخه ډېر دی او هغه لګښت چې امریکا یې د ځمکنیو بادامو لپاره ځانګړی کوي، د فیجي هېواد د کورني ناخالصه تولید په پرتله لوړ دی.
له دې مخې، چې په امریکا کې ډېرې پیسې او پانګه شته ده، باید په دې هېواد کې د ټاکنو د ډېر لګښت تمه ولرو. یوه مقایسه چې د امریکا فدرالي ټاکنو د کېمسيون کمېشنر، الن وینتراب له خوا شوې ده، ښيي چې امریکایان د هالووین جشن لپاره د ټاکنو په پرتله ډېرې پیسې مصرفوي. (په امریکا کې ټاکنې تل تر هالووین جشن وروسته تر سره کیږي.)
همدارنګه، کله چې د ټاکنو لګښت له یوه بل سره پرتله کوو، باید لاندیني عاملونه په پام کې ونیسو: (د ویلو وړ ده، ټول هغه ارقام چې دلته ترې یادونه شوې، باید جدي پاملرنه ورته وشي، ځکه د لګښت د ارقامو دقیقه ټاکنه ستونزمنه ده.) که چېرې لومړي ارقام په پام کې ونیسو، کولای شو ووایو، چې د امریکا د ٢٠١٢ کال د ټاکنو لګښت د برازیل د ٢٠١٠ کال د ټاکنو له لګښت سره نږدې یو شان دی، ځکه په برازیل کې د هر رایه ورکوونکي لپاره ١٨ ډالره او په  امریکا کې ٢٥ ډالر وو.
بل اټکل چې یواځې د برازیل د ولسمشرۍ ټاکنو له مخې تر لاسه شوی، د دې ښکارندویي کوي چې پر هر رایه ورکونکي ١٥ امریکایي ډالره لګول شوي دي، دا لګښت د هغو اتو ډالرو په پرتله لوړ دی، کوم چې په امریکا کې پر هر رایه ورکونکي راغلی. جاپاني سیاسي سیالان هم په ټاکنو کې ډېرې پیسې لګوي، خو بیا هم دا لګښت د دوی د امریکايي سیالانو پر وړاندې لږ دی.
د ټاکنیزو سیالیو لګښتونو او د اقتصادي کچې په اړه به ګټوره وي، چې د لګښت او د کورني ناخالص تولید ټولیزه کچه سره پرتله شي. په ټولیزه توګه دا شان پرتله د دې ښکارندويي کوي، چې د اقتصاد په پرتله د ټاکنیزو سیالیو لګښتونه تر کومه بریده زیات دي، په برازیل کې دا شان پرتله، د دې ښکارندويي کوي، چې په ۲۰۱۲ کال کې د امریکا د ټاکنیزو سیالیو ټولیز لګښت د کورني ناخالص تولید ۰.۱۳٪ و، خو د برازیل د ۲۰۱۰ کال په ټاکنیزو سیالیو کې دغه کچه د امریکا په پرتله شپږ برابره لوړه (۰.۰۸) وه.
البته د هندوستان په پارلماني ټاکنو کې چې په ۲۰۰۹ کال کې تر سره شوې، د هر رایې ورکوونکي لګښت د امریکا د (۲۰۱۲) کال ټاکنو په پرتله لږه و، خو د امریکا په پرتله د هندوستان پر اقتصاد د دغه لګښت اغېز څو برابره زیات و. په هندوستان کې ۰.۰۸٪ او په امریکا کې ۰.۰۳٪. همدغه مسئله د اوکراین په هېواد کې هم صدق کوي.
په دغه هېواد کې د (۲۰۱۲) زېږديز کال د پارلماني ټاکنو لګښت، چې په رسمي توګه خپور شو، د کورني ناخالص تولید شاوخوا ۰.۱۲۵٪ جوړوي؛ یعنې د امریکا په پرتله څلور برابره زیات. په مالدیف کې د سیمه ییز دولت د ټاکنو رسمي شمېرې هم د اوکراین په پرتله په لږ توپیر سره کم دی.
دغه پرتله کول د دې ښکارندويي کوي، چې که څه هم د امریکا د ۲۰۱۲ زېږديز کال په ټاکنو کې د نورو هېوادونو په پرتله لګښت ډېر لوړ و، خو دغه لګښت لکه څنګه چې په لومړي ځل د پام وړ وي داسې نه دی. البته د اروپا ډېموکراتیک او نسبتاً پخواني ډېری هېوادونه په ټاکنیزو سیالیو کې لږ لګښت کوي. د امریکا کانګرس د ټاکنیزو سیالیو لګښت، د برېتانیا وروستیو ټولټاکنو په پرتله لس برابره و. دا په داسې حال کې ده، چې په امریکا کې دغه لګښتونه د ناخالص کورني تولید په پرتله شاوخوا شل برابره زیات وو.
د فرانسې په ولسمشریزو ټاکنو کې، چې په ۲۰۰۷ زېږديز کال کې تر سره شوې ټول لګښت یې د امریکا د ټاکنو د لګښت په پرتله یو پر اتمه برخه وه؛ خو په نورو ټولو هېوادونو (په ځانګړي توګه هغو هېوادونو کې چې د زړې ډېموکراسۍ درلودونکي نه شمېرل کېږي) که چېرې د رایې ورکولو د شرایطو کچه او له هغه څخه مهمه د هېواد د اقتصاد کچه په پام کې ونیسو، کولای شو ووایو چې نور هېوادونه د امریکايي سیاستوالو په پرتله په خپلو ټاکنیزو سیالیو کې ډېرې پیسې لګوي.
دوه ټکي، چې باید دلته ترې یادونه وشي دا دي:
١: په خواشینۍ سره موږ دغه پرتله یوازې له هغو هېوادونو سره تر سره کولای شو، چې د پام وړ معلوماتو ته لاس رسی لرو. زما په باور که چېرې د نایجریا د رایې ورکولو شرایطو او اقتصاد کچه په پام کې ونیسو کولای شو ووایو چې د دغه هېواد د (۲۰۱۰) زېږديز کال ټاکنیزې سیالۍ د تاریخ په اوږدو کې له لګښته ډکې سیالۍ وې.
په خواشینۍ سره چې د نایجریا په ټاکنیزو سیالیو کې د لګول شویو پیسو په اړه کره معلومات او لاسوندونه نشته. (سیاسي ګوندونه د هغو رپوټونو له خپرولو سره چې اړین دي، خو پلي کول یې سزا له ځانه سره نه لري، ډډه کوي.)
۲: بله مسئله د امریکا د ټاکنیزو سیالیو د لګښتونو راتلونکې ده. په امریکا کې یو شمېر وګړنۍ (انفرادي) سیالۍ د دې ښکارندويي کوي، چې په ټاکنیزو سیالیو کې د زیاتو پيسو لګول لزوماً بریا له ځانه سره نه لري. د رايې ورکوونکو او د رایې ورکولو واجدینو ترمنځ د ټاکنیزو سیالیو له امله د شدیدې ستړیا احساس کيږي، چې شونې ده دغه کړنه د امریکا په راتلونکو ټاکنیزو سیالیو کې د لګښتونو د کموالي لامل شي. بل پلو داسې برېښي چې اوس هم منفي تبلیغات اغېزمنه لاره ده.
دغه کړنه کولای شي په راتلونکو ټاکنو کې نوماندان دې ته اړ باسي، څو په ټاکنیزو سیالیو کې زیات لګښت وکړي. منفي تبلیغات د خپل پيغام د څرګندولو او بیان په معنی نه دي؛ بلکې له مقابل او سیال لوري د فرصتونو اخیستلو او تخریب په معنی دي. دغه موضوع د امریکا په ټاکنیزو سیالیو کې ډېره اندېښمنوونکې ده.
د وروستي عامل په توګه کولای شو ووایو، چې د نورو د هېوادونو سیاست په پرتله په امریکا کې سیاست بېل دی، چې د دغه بېلوالي لامل د سیاسي فعالیتونو په سمبالښت کې د سیاسي ګوندونو د کمې ونډې له کبله دی.
کارل هاینز ناسماچر په ۱۹۹۰ لسیزه کې د سیاسي ګوندونو ونډې او د ټاکنیزو سیالیو پورې اړوندو معلوماتو څخه د ګټه اخیستنې په پام کې نیولو سره په دې باور دی، چې امریکا یو منځنۍ لګښتیز هېواد دی، خو د دې برخلاف د اتریش، اسراییل، ایټالیا، جاپان او مکسیکو  (له بریده زیات لګښتیز) هېوادونه شمېرل کېږي.
ډاکټر مګنوس اوهمان د انتخاباتي سیستمونو نړیوال بنسټ، د سیاسي فعالیتونو د مالي چارو لوی سلاکار
http://www.bamdad.af/pashto/story/2126