پل علم (پژواک،٢٣تله ٩٧): لوګر کې ناپېژانده کسانو د ولسي جرګې د يوه نوماند خطاب دراني د کمپاين دفتر ته اور اچولى دى.
د لوګر د محمد اغې ولسوال نورمحمد عبيدي د تلې په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه نامعلومو کسانو د پل کندهاريو په سيمه کې د ولسي جرګې د نوماند خطاب دراني د کمپاين دفتر ته اور اچولى دى.
هغه وايي چې د دې پېښې په تور تر اوسه څوک نه دي نيول شوي، خو په اړه يې پلټنې روانې دي.
د پل کندهاريو د بازار يو تن هټيوال سميع الله پژواک ته وويل: ((سهار چې موږ راغلو ګورو چې د دراني صاحب د کمپاين دفتر ته اور اچول شوى دى.))