By: اجمل کاکر , Date:18/11/2019
کندوز ښار (پژواک، ٢٧ لړم ٩٨): د پژواک موندنې ښيي چې د کندوز ټاکنو کمېسيون ته څېرمه وژل شوى کس د ثبات او همپالنې ډلې ناظر نه، بلکې تنکى ځوان دى چې په هېڅ يوې ټاکنيزې ډلې پورې يې تړاو نه درلود. د ټاکنو کمېسيون له لور... پاتی برخه
By: اجمل کاکر , Date:24/09/2019
کندوز ښار (پژواک، ٢ تله ٩٨): د کندوز ډېری خلک وايي، که چېرې په دغه ولايت کې امنيت ټینګ نه شي، دوى نه شي کولاى په ټاکنو کې ګډون وګړي او د خپلې خوښې وړ نوماند ته رايه ورکړي. په ورته وخت د دغه ولايت د ټاکنو کمېسيون چا... پاتی برخه
By: اجمل کاکر , Date:23/01/2019
کندوز (پژواک، ٣ سلواغه ٩٧): د کندوز يو شمېر معترضو نوماندانو وروسته له هغه د اعتراض خېمه ټوله کړه چې په دغه ولايت کې د يو شمېر محلونو د رايو شمېرنه له سره پيل شوه. د ټاکنو خپلواک کمېسيون د مرغومي په ١٣مه د... پاتی برخه

ویډیویی خبرونه

Currently there are no video news of Kunduz.To see other videos

کندوز(پژواک، ٩ سلواغه ٩٢): کندوز ولايت د تېلو، فاسفورس او ايستلين د کانونو لرونکى دى، خو تر اوسه يې د استخراج په برخه کې هېڅ اقدام نه دى شوى او يواځې يې طبيعي سرچينې، چې په ساختماني چارو کې تر ګټه اخيستل کېږي، استخراجېږي.
کندوز له تاجکستان سره په پوله پروت دى او ددې ولايت د کانونو او ځمکنيو زېرمو شمېر شپږو کانونو ته رسېږي، چې په سلګونو کسان په کې کار کوي.
 
ددې ولايت د مشهورو کانونو څخه نفت په چهاردره او خان اباد ولسواليو، فاسفورس په علي اباد ولسوالۍ، ايسيتلين او ګچ په چهار دره ولسوالۍ او د ودانيزو کاڼو کانونه په قلعه زال، چهاردره او واخان ولسواليو کې دي.
 

کندوز (پژواک، ٥ کب ٩٣): د کندوز ولايت د شېرخان بندر ګمرک عوايدو کې د تېر کال په پرتله دوه سوه ميليونه افغانۍ کموالى راغلى چې لاملونه يې د ټاکنو د لړۍ اوږدېدل، د وزارتونو سرپرستي او امنيتي ستونزې بلل شوې دي.
شېرخان بندر په کندوز کې له مهمو ترانزيټي بندرونو بلل کېږي چې له تاجکستان سره په ګډه پوله پروت دى او ملي او نړيوال سوداګر خپل سوداګريز مالونه له منځنۍ اسيا، منځني ختيځ، مرکزي اسيا او فارس خليج هېوادونو څخه له همدې لارې افغانستان ته واردوي.

کندوز (پژواک ٢٢ سلواغه ٩٣): په کندوز ولايت کې بېلابېلو بنسټونو له امنيتي ځواکونو څخه د ملاتړ د اعلان ترڅنګ وايي، چې د خلکو ملاتړ د امنيتي ځواکونو د پياوړتيا لامل کېږي او د وسله والو مخالفينو پر وړاندې د دوى روحيه نوره هم لوړيږي.
 په هغه ناسته کې، چې د يو شمېر ښځو په ګډون له دولتي، مدني ټولنې غړو او د ولايتي او د خلکو د شوراګانو د يو شمېر غړو له لوري تر سره شوه، د ملي ځواکونو له قربانيو په کې ستاينه وشوه.

کندوز (پژواک ١٨ سلواغه ٩٣): د کندوز والي وايي، چې له وسله والو طالبانو او سړي تښتوونکو سره د اړيکې او مرستې په تور يې د پوليسو ١٢ منسوبين نيولي او ٢٠ نور شکمن پوليس به ژر تر ژره ونيول شي.
 د کندوز والي محمدعمر ساپي وايي، چې په دغه ولايت کې د سړي تښتونې د پېښو په ډېرېدو سره سيمه ييزو چارواکو کارونه پيل کړي او له هر ممکنه لارې به هڅه وکړي، څو د دغو تښتونو لامل پيدا او عاملان يې د قانون منګولو ته وسپاري.
 هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د کندوز د پخوانيو واليانو د واکمنۍ پر مهال د پوليسو په ليکو کې هر ډول کسان  په دندو ګومارل شوي ، چې اوسمهال يې ستونزې رامنځته کړې دي.

کندوز (پژواک، ١٣ سلواغه ٩٣): د کندوز والي په دغه ولايت کې د "داعش" ډلې د لسګونو غړو د شتون خبر ورکوي او وايي اړينه ده چې سر له اوسه د دې ډلې د فعاليتونو مخينوى وشي.
محمدعمر صافي له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې همدا اوس په داعش پورې اړوند شاوخوا ٧٠ کسان په دشت ارچي او چهار درې ولسواليو کې فعاليت لري.
د کندوز والي وايي چې دشت ارچي ولسوالۍ د تخار، بغلان ، بدخشان او فارياب ولايتونو لپاره د طالبانو، جندالله او "داعش" ډلو روزنيز، جنګي او ښوونيز مرکز دى.

Pages

ټاکنیز خبرونه

By: اجمل کاکر , Date:18/11/2019

موندنه: کندوز کې د پوليسو په ډزو کې د کومې ټاکنيزې ډل...

کندوز ښار (پژواک، ٢٧ لړم ٩٨): د پژواک موندنې ښيي چې د کندوز ټاکنو کمېسيون ته څ... پاتی برخه

سرغړونې

By: جاويد هميم... , Date:26/12/2018

د کندوز ځینې ښځې: ټاکنیز کمېسیونونه دې پاکې رایې له ن...

کندوز ښار (پژواک، ٥ لېندۍ ٩٧): په کندوز ولايت کې لسګونو ښځو د يوې اعتراضيه غون... پاتی برخه

د ولايتي شوراګانو

"د کندوز ښار په شاوخوا سيمو کې لا هم طالبان شته"
By: هدايت الله... , Date:03/11/2015

"د کندوز ښار...

کندوز (پژواک، ١٢ لړم ٩٤): د کندوز ولايتي شورا او ښاريان اندېښنه لري چې وسله وا... پاتی برخه

ملي شورا

مناسبات سياسى افغانستان با پاکستان به حالت تعليق درآيد
By: هدايت الله... , Date:06/08/2015

له پاکستان سره د افغانستان سياسي اړيکې بايد وځنډول شي

کندوز (پژواک، ١٥ زمرى ٩٤): د کندوز سلګونه اوسېدونکو د پاکستان له لوري د راکټون... پاتی برخه

ټاکنيزې مبارزې

داكترعبدالله: فابريكه تصدى سپين زر را فعال ميکنم
By: ډاکټر عبدالله: د سپي... , Date:27/03/2014

ډاکټر عبدالله: د سپين زر تصدۍ فابريکه به فعاله کړم

   کندوز (پژواک ٦ ورى ٩٣): د ولسمشرۍ کانديد ډاکټر عبدالله عبدالله،... پاتی برخه