کندوز (پژواک، ٢٥ غبرګولى ٩٤): د کندوز سيمه ييز چارواکي وايي چې داعش غواړي د جګړې لمن د مرکزي اسيا هېوادونو ته وغځوي.
د کندوز والي محمد عمر صافي د خلکو د اجماع تر نوم لاندې په يوه غونډه کې د دغه مطلب په څرګندولو سره وويل چې ډېر ژر به د طالبانو او داعش پر ضد پراخ عمليات پيل کړي.
هغه زياته کړه چې د داعش شاوخوا ٧٠ غړي په چاردرې او دشت ارچي ولسواليو کې په جګړه ييزو فعاليتونو بوخت دي.
06/11/2018
27/03/2014