"خارجى ها ازافغانستان منحیث پُل استفاده می‌ کنند"

کندوز (پژواک، ٢٥ غبرګولى ٩٤): د کندوز سيمه ييز چارواکي وايي چې داعش غواړي د جګړې لمن  د مرکزي  اسيا هېوادونو ته وغځوي.
د کندوز والي محمد عمر صافي د خلکو د اجماع تر نوم لاندې په يوه غونډه کې د دغه مطلب په څرګندولو سره وويل چې ډېر ژر به  د طالبانو او داعش پر ضد پراخ عمليات پيل کړي.
هغه زياته کړه چې د داعش شاوخوا ٧٠ غړي په چاردرې او دشت ارچي ولسواليو کې په جګړه ييزو فعاليتونو بوخت دي.
په ولسي جرګې کې د کندوز خلکو استازې فاطمې عزيز په هغې غونډه کې چې پخوانيو جهادي قوماندانانو، د قوم مشرانو، سوداګرو، د مدني ټولني او ولايتي شوراګانو فعالانو په کې برخه اخيستې وه وويل چې د نړۍ سترو ځواکونو مرکزي اسيا ته د رسېدو لپاره د شمال امن ولايتونه نا امنه کړي دي.
هغې زياته کړه: "د سيمې هېوادونو پر افغانستان جګړه تپلې ده او بهرنيان نه غواړي چې زموږ هېواد اقتصادي وده وکړي."
د ولسي جرګې نوموړې غړې زياته کړه چې بهرنيان له افغانستان څخه د پول په توګه استفاده کوي څو خپلو موخو ته ورسېږي چې د دغه کار قرباني افغانان ګالي، بايد خلک د دغه هېواد  د ښمنانو پر وړاندې يو موټى شي او کلک سوک يې پر خپله ووهي.
 کندوز له بدخشان او تاجکستان سره پوله لري او چارواکي وايي چې کابو ٢٥٠ بهرني جنګيالي په دغه ولايت کې فعاليت کوي چې د امنيت لپاره لوى ګواښ دى.
د کندوز د سولې شورا مشر اسدالله عمرخېل وويل چې د حکومت د نه پاملرنې له امله کندوز د مخالفينو پر پټنځاى  بدل شوى دى او که کندوز سقوط وکړي نو افغانستان به هم سقوط وکړي.
 
هغه زياته کړه چې وسله والو مخالفينو او داعش په کندوز کې د خلکو په منځ کې سړه جګړه په لار اچولې ده، که دولت د هغوى پر وړاندې په بېړه ګام پورته نه کړي، په راتلونکي کې به يې مخنيوى ناشونى وي.
 عمرخيل وويل: "وروڼو راشئ! ژبني، سيمه ييز او مذهبي تعصبات لري کړو او د هېواد د امنيتي او اقتصادي وضعيت د ښه کېدو په اړه سوچ وکړئ، څو موږ ځاني ګټې د ملي ګټو قرباني نه کړو، هېڅکله به امنيت او پرمختګ ونه وينو او تر څو چې دا ويجاړ هېواد موږ جوړ نه کړو، نور څوک يې نه جوړوي او نور يې هم ورانوي."
د خلکو دا اجماع په داسې حال کې ترسره کېږي چې په دې وروستيو کې د طالبانو فعاليتونه او ناامني د کندوز په بېلابېلو برخو کې زيات شوي دي او د هغوى شتون د دغه ولايت د مرکز په ٧ کيلومترۍ کې تر سترګو کېږي.
په وروستيو دوو مياشتو کې څه باندې ١٨ کورنۍ چې د وګړو شمېر يې له سلو زرو څخه اوړي د کندوز ښار په ګډون له څو ولسواليوامنو سيمو ته تللې دي او هغوى نيوکه کوي چې امنيتي مسوولين تر اوسه د وسله والو مخالفينو د ځپلو لپاره هېڅ کار نه دى کړي.
د کندوز والي په دې غونډه کې وويل، که امنيتي وضعيت ښه شي، څلور سترې پروژې به پلې شي.
هغه زياته کړه چې درې پروژې د کاسا يکهزار، له ترکمنستان څخه افغانستان ته د اورګاډي پټلۍ غځول او د ښاري ماسټر پلان عملي کول دي چې د امنيت او وضعيت ښه کېدو ته ، انتظار دي.
" کاسا زر" پروژه ، له قرغزستان او تاجکستان څخه د ١٣٠٠ ميګاواټه د اوبو برېښنا ده، چې  د افغانستان له لارې پاکستان ته لېږدول کېږي، د "کاسا زر" برېښنا لين د سالنګ له لارې تېرېږي او بيا کابل سره تړل کېږي.
د هېواد بهرينو چارو وزارت وايي چې نړيوال بانک ژمنه کړې چې د "کاسا زر" برېښنا پروژې د عملي کولو لپاره، ٥٢٦ ميليونه ډالر مرسته کوي.
د کندوز والي وويل چې له چاردرې د بلخ تر خُلم ولسوالۍ پورې د سړک پخول هم د سترو پروژو يوه برخه ده چې د امنيتي وضعيت په ښه کېدو سره به عملي شي.
دا سړک ١١٩ کيلومتره اوږد دى چې د چاردرې ولسوالۍ له پول څخه د خُلم تر ولسوالۍ پورې غځېږي.
د دې پروژې کار يوه اندازه د دواړو ولايتونو له لوري ترسره شوى دى چې په عملي کېدو يې مسافرو او سوداګرو ته اړينې مواصلاتي اسانتياوې د شمال او شمال ختيځ په حوزه کې رامنځ ته کېږي.
د تېرې ورځې د خلکو اجماع ګډونوال پر څلورو کاري ډلو ووېشل شول، څو د امنيت ښه کېدو، پرمختګ، اقتصاد او غوره حکومتولۍ د رامنځ ته کېدو لپاره لارې ولټوي.
نن د هرې ډلې وړانديزونه او نظرونه راغونډ شول او د ٢٣ ماده ييز پرېکړه ليک پر اساس له سيمه ييزو مسوولينو او د حکومت له لوړ پوړو چارواکو سره شريک شول او له حکومت څخه وغوښتل شول، څو دې وړانديزونو ته عملي بڼه ورکړي.
د پرېکړه ليک په يوه برخه کې له حکومت څخه غوښتنه شوې ده، چې په لومړي ګام کې دې د امنيت ټينګښت ته پاملرنه وکړي او بيا دې د ولسواليو پراختيا ، د ماسټر پلان تطبيق، د کندوز له خلکو څخه په لوړو پوستونو کې د کادرونو ګومارلو ته دې لار هواره کړي.
د کندوز والي وويل، چې د خلکو اجماع  غونډې د ګډونوالو وړانديزونه او نظرونه به له مرکزي حکومت سره شريک کړي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.