مناسبات سياسى افغانستان با پاکستان به حالت تعليق درآيد

کندوز (پژواک، ١٥ زمرى ٩٤): د کندوز سلګونه اوسېدونکو د پاکستان له لوري د راکټونو د توغولو پر ضد نن په لاريون لاس پورې کړى او له دغه هېواد سره يې د افغانستان د سياسي اړيکو د ځنډولو غوښتنه کړې ده.
 د وروستيو راپورونو پر بنسټ، د پاکستان پوځي سرتېرو يو ځل بيا د هېواد پر سرحدي سيمو راکټونه توغولي چې په ترڅ کې يې د ننګرهار او کونړ ولايتونو خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
 دغه راز د پاکستان پوځيانو په دې وروستيو کې د پکتيکا ولايت په انګورو اډه سيمه کې د پوځي تاسيساتو جوړول پيل کړي چې دغه کار د خلکو او حکومت له غبرګون سره مخ شوى دى.
 نن د کندوز سلګونه اوسېدونکو، په ولايتي شورا او مشرانو جرګې کې د خلکو استازو، ديني عالمانو، مدني فعالانو او د ټولنيزو شوراګانو غړو د يوه غونډې او لاريون په ترڅ کې د پاکستان راکټي بريدونه وغندل او دا يې يو ښکاره يرغل وباله.
 دوى له نړيوالې ټولنې په ځانګړي ډول له امريکا وغوښتل چې ستراتيژيک امنيتي هوکړه ليک ته په پام سره چې له افغانستان سره يې لري، بايد د پاکستان د دغه يرغل په اړه روښانه دريځ ولري.
يوه لاريون کوونکي ميرزا محمد لغماني وويل چې پاکستان له تېرو کلونو راهيسې په ښکاره ډول د افغانستان په چارو کې لاسوهنه کوي، خو حکومت يې پر وړاندې چوپ دى.
هغه زياته کړه: " په دې اړ د افغانستان او پاکستان حکومتونو، نړيوالې ټولنې او ملګرو ملتونو سازمان هر ډول ناغېړي او بې پروايي، د هېواد له ازادۍ او د خلکو له وينې سره خيانت دى او دوى به د افغانانو په بې ګناه وژنه کې شريک وي."
د سنا مجلس منشي مولوي عبدالله قرلق چې په ياد لاريون کې يې ګډون درلود، وويل: " دولت بايد د پاکستان د بې شرمه او خونکاره بريدونو مخه ونيسي، زموږ خلک بايد له دې وروسته وينو ونه لمبول شي."
قرلق زياته کړه، تاسو وليدل چې د کويټې او پېښور شوراګانو فعاليتونه او د ملاعمر او د هغه د زوى له مړينې وروسته د ملا اخترمحمد منصور تګ راتګ ثابتوي او نړۍ هم کېداى شي دا درک کړې وي چې په افغانستان کې د ټولې بدبختۍ او بې ثباتۍ اصلي لامل پاکستان دى.
د سنا د مجلس منشي وويل، چې دولت بايد د پاکستان د راکټي بريدونو په اړه چې يو ښکاره يرغل دى، خپل روښانه دريځ بايد اعلان کړي.
د کندوز يوه مدني فعال حبيب الله دوست وويل: " د عربستان او ايران جګړه زموږ په هېواد کې روانه ده، د امريکې، چين او روسيې جګړه زموږ په هېواد کې روانه ده، د چين او روسيې سيالۍ زموږ په هېواد کې پاى ته نه دي رسېدلې، زموږ هېواد د نورو هېوادونو د جګړې ډګر دى او له موږ څخه د سون لرګيو په توګه کار اخيستل کېږي."
هغه زياته کړه، چې د کندوز ولايت د يوه مدني فعال په توګه له ملګرو ملتونو غواړي چې د پاکستان د لاسوهنو او بريدونو مخه بايد ونيول شي.
اعتراض کوونکو په داسې حال کې چې د پاکستان ضد شعارونه ورکول، په کندوز کې د يوناما دفتر مخې ته سره راټول شوي او يو پرېکړه ليک يې ولوست، چې په هغه کې د ملګرو ملتونو له سازمان، نړيوالې ټولنې او دولت د پاکستان د راکټي بريدونو او لاسوهنو د ژر درېدو غوښتنه شوې وه.
 
دوى د خپلو خبرو په ترڅ کې له پاکستان سره د راکټي بريدونو د بندولو تر وخت پورې د افغانستان د سياسي اړيکو د ځنډولو غوښتنه وکړه.
پر دې سربېره لاريون کوونکو ويل چې په افغانستان کې د پاکستان د سياسي څانګو فعاليتونه د دغه هېواد د ښکاره لاسوهنې او راکټي بريدونو په غبرګون کې بايد وځنډول شي.
د ويلو ده چې له دې وړاندې د پاکستان پر ضد د هېواد په کندهار، پکتيکا او يو شمېر نورو ولايتونو کې هم ورته لاريونونه تر سره شوي دي.
 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.