Kunduz to be made economic hub: Ghani

کندوز (پژواک ٢٨ کب ٩٢): د ولسمشرۍ کانديد اشرف غني احمدزي، نن په کندوز کې ژمنه وکړه، چې دغه ولايت به د نړيوال ټرانزيټ برخه وګرځوي او د شېرخان پر سوداګريز بندر به پانګونه وکړي او دغه راز به له دغې لارې د اورګاډي پټلۍ جوړه کړي.
 احمدزي، نن له خپل لومړي مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم سره يو ځاى د کندوز ښار په ابدان دښته کې د لسګونه زره کسانو غونډې ته وويل، چې کندوز د هېواد په شمال کې له ټرانزيټي او سرحدي ولايتونو څخه شمېرل کېږي، چې د منځنۍ اسيا ځينې هېوادونه د شېرخان بندر له لارې له افغانستان سره نښلول کېږي.
  ده ژمنه وکړه، چې په ټاکنو کې د برياليتوب پر مهال به کندوز پر نړيوال سوداګريز مرکز بدل کړي او په دغه ولايت کې به سوداګريز کارونه لا پياوړي کړي.
 احمدزي د کندوز ولايت له خلکو سره نورې ژمنې هم وکړې او ويې ويل، د امو سيند د سواحلو تحکيمات، د کرنې ميکانيزه کول، د کرنيز پوهنتون جوړول، د کندوز ښار د مرکز او هوايي ډګر پراخه کول، د دوو ولسواليو ډېرول، د خصوصي سکتورونو او د ښځو لاسي صنايعو ته وده ورکول، د ناقانونه وسله والو قانوني کول او د رسمي ژبو د پرمختګ لپاره به ډېر کارونه وکړي.
 هغه وويل: " پخوا به خلکو ويل، که مرګ غواړې کندوز ته لاړ شه، اوس موږ وايو که ژوند کوې، نو کندوز ته لاړ شه، ځکه د کندوز خلکو دا ثابته کړې، چې په هر ډول شرايطو کې قربانۍ ته چمتو دي."
 د ولسمشرۍ دغه کانديد، د دولتي کارکوونکو د نه لاسوهنې د دريځ په اړه د ټاکنو له خپلواک کمېسيون او د ټاکنيزو شکايتونو له کمېسيون څخه هم هرکلى وکړ او له خپلو ملاتړ کوونکو يې وغوښتل، تر څو دغه ټول اصول په نظر کې ونيسي او رعايت يې کړي.
د اشرف غني احمدزي لومړي مرستيال جنرال دوستم په دغه لويه غونډه کې، د فارياب ولايت په مرکز ميمنې ښار کې پروني بريد ته چې لسګونه کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې وه، اشاره وکړه او ويې ويل، دښمنان غواړي چې په دا ډول بريدونو سره خلک وډاروي، خو خلک ډار نه لري او ټول په راتلونکو ټاکنو کې ګډون کوي.
د اسلامي ملي جنبش مشر زياته کړه، ډاډمن اوسئ چې هيڅکله به هم د بدلون او دوام ټيم په منځ کې کومه بې باوري رامنځته نه شي او په ټاکنو کې له برياليتوب وروسته به په دغه ځاى کې جشن نمانځي.
د اشرف غني دويم مرستيال سرور دانش هم وويل، چې کندوز د هېواد په شمال کې لرغونى او تاريخي ولايت دى او د خلکو دغه لوى ملاتړ، د دوى د ارادې ښکارندويي کوي.
هغه زياته کړه، چې په دې ولايت کې د هېواد بېلابېل قومونه تر يوه چتر لاندې ژوند کوي او خپل دغه يووالى بايد وساتي او د بدلون او تداوم ټيم به د خپلې کاميابۍ پر مهال د خلکو پر وړاندې خپلې ټولې ژمنې پوره کړي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.