Add new comment

  "هدف اساسى ام مبارزه با فساد و تامين امنيت است"

زرنج (پژواک، ١٠غبرګولى٩٤):  انجينر سميع الله چې نن په رسمي ډول د نيمروز د والي په توګه معرفي شو، وويل، که يوه ورځ هم په دې مقام کې وي، د فساد پر وړاندې مبارزه او د امنيت په ټينګښت کې به هڅه کوي.
نوموړى، چې تر دې وړاندې د اوبو او برېښنا وزارت کې مرستيال و، د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې په وړانديز او د ولسمشر په منظورۍ دې دندې ته غوره شو، د خپلۍ معرفۍ په محفل کې يې وويل، چې د اوبو د منابعو او غوره تنظيم مديريت چاره تر لاس لاندې نيسې او د اوبو له ضايع کېدو نه به مخنيوى وکړي.
نوي والي د کمال خان بند سترې پروژې ته په اشارې سره زياته کړه، چې د کمال خان بند لومړى پړاو بشپړ شوى، د دويم پړاو ٨٠سلنه کار ترسره شوى دى  او ولسمشر اشرف غنى ژمنه کړې، چې د دې بند د درېيمې مرحلې کار په سرته رسېدو سره به دا بند ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
کمال خان بند په هېواد کې يو له بنسټيزو پروژو څخه دى، چې د نيمروز په چاربرجک ولسوالۍ کې د هلمند په سيند د څه باندې سل ميليونو ډالرو په ارزښت د نړيوال بانک په مرسته جوړېږي، سل زره هکتاره ځمکه خړوبوي او څه باندې اته مېګاواټه برېښنا توليدوي.
د نيمروز نوي والي وويل: ((رسنيو ته پاملرنه زما د کار په لومړيتوبونو کې ده، رسنۍ دې ستونزې او خنډونه چې په ادارو او نورو ځايونو کې شتون لري، د دولتي چارواکو غوږونو ته ورسوي، څو مسوولان ورته لاسرسى ومومي.))
هغه په ډاګه کړه، که يو ورځ هم په دې مقام کې وي، له ادارې فساد سره کلکه مبارزه او د امنيت په ټينګښت کې  به کوښښ کوي.
انجينر سميع الله وويل، په خاشرود او دلارام ولسواليو کې چې وسله وال مخالفين فعاليت کوي، امنيت ټينګوي او که کار يى و نه شو کړى، د دې اړتيا نشته، چې خلک ووايي، چې دنده پرېږده، خپله نيمروز پرېږدي.
يو شمېر وکيلانو، مخورو او مدني بنسټونو د خلکو ستونزې نوي والي ته په ډاګه کړې.
د مدني ټولنې غړي عبدالهادي بيدار وويل، چې نيمروز کې خلک معياري روغتيايي کلينيکونو، په نشه اخته کسانو درملنې، چې تر ډېره بريده له ايران څخه هېواد ته راستنېږي او يا له هغه هېواد څخه راشړل کېږي، اړتيا لري.
 هغه د فساد مخنيوى، د نشه يي توکو کښت  او قاچاق، د څښاک اوبو برابرول، د سيمه ييزو چارواکو له مسووليتونو څخه وشمېرل.
دا په داسې حال کې ده، چې د نيمروز ولايت د ډېرو سيمو اوبه تروې دي او خلک خوږې اوبه پر پيسو اخلي او يا يې له لرې ځايونو څخه راوړي.
په نيمروز ښار کې د ميرويس خان هوتکي لېسې ښوونکې فرشتې وويل، چې دولتي پوهنتون جوړولو ته خورا اړتيا ده او ډېرى کسان په يواځيني خصوصي پوهنتون کې د فيس ورکولو توان نه لري.
يو تن مخور عبدالغفور زوري هم وويل، چې دولتي پوهنتون شتون نه لري، نجونې چې له دولسم ټولګي فارغېږي، کورنۍ يې اجازه نه ورکوي، چې د نورو ولايتونو په پوهنتونونو کې زده کړې وکړي، نوځکه بايد دولتي پوهنتون جوړ شي.
د يادونې وړ ده، چې تر دې مخکې اميرمحمد اخندزاده د نيمروز د والي په توګه څه باندې يو کال او په دې وروستيو کې د سرپرست والي په توګه دنده ترسره کوله.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.