شهر کندوز (پژواک، ٢٤ مرغومى ٩٧): په کندوز کې يو شمېر معترضو نوماندانو او سلګونو پلويانو يې د يوه لاريون په ترڅ کې د ټاکنو په پروسه کې پر روڼتيا ټينګار وکړ او ويې ويل که يې غوښتنه ونه منل شي، د کندوز ولايت ټولې عمومې لارې به وتړي.
د دغه ولایت يو شمېر معترض نوماندانو او شاوخوا تر زرو پورې پلويانو يې نن د کندوز ښار د ښاروالۍ په چمن کې تر ټوليدو وروسته د ولايت مقام تر دروازې پورې لاريون وکړ.
د دغو کسانو له ډلې معترض نوماند قدير حسين خېل پژواک خبري اژانس ته وويل چې د کندوز رايې بايد د دويم ځل لپاره وشمېرل شي.
هغه وايي: ((ټاکنې رڼې نه وې، موږ له کمېسيون نه غواړو رايې بيا وشمېري، که دا کار ونه کړي د ټاکنیزو کمېسيونونو دفترونو ته اور اچوو.))
دغه راز بل معترض نوماند عزيزالله اميري وويل چې کمېسيون بايد پاکې او ناپاکې رايې سره جلا کړي.
هغه وايي: ((که کمېسيون دغه کار ونه کړي، په کندوز کې د ټولو دولتي ادارو دروازې تړو.))
همدارنګه يوې معترضې نوماندې مرضيه رستمي پژواک ته وويل چې کمېسيون د خلکو پر رايو معامله کړې ده.
رستمي زياتوي: ((موږ د ټاکنو کمېسيون د فساد په اړه ټول اسناد او مدارک حکومتي مشرانو ته ورکړل، خو تر اوسه هېڅ اقدام نه دى شوى.))
په ورته وخت کې يو تن لاريون کوونکي نعمت الله پژواک ته وويل: ((موږ د ټاکنو په ورځ شهيد ورکړ، زموږ خلک په کې و وژل شول، ټپيان شول خو تر اوسه زموږ پر رايو تجارت روان دى.))
يادو اعتراض کوونکي ويل که چېرې يې غوښتنې ونه منل شي، ډېر ژر به د کندوز ولايت ټولې عمومي لارې د ترافيکو پر مخ وتړي.
بل لور ته د کندوز د ټاکنيزو کمېسيونونو چارواکو په دې اړه له څه ويلو ډډه وکړه.
خو د کندوز د والي وياند عصمت الله مرادي پژواک ته وويل چې دوى له معترضو کانديدانو سره خبرې کړې، د هغوى وړانديزونه يې له اړوندو چارواکو سره شريک کړي دي.
مرادي وايي: ((موږ يې مشکلات ورسولي دي، کميسيونونه په خپلو کارونو کې مستقل دي، نور خوښه د هغوئ ده چې څه کوي.))
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم کندوز کې درې ځلې د ټاکنو کمېسيون او دوه ځلې د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون دروازې د معترضو نوماندانو له لوري تړل شوي دي.

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.