کندوز (پژواک، ١٨ مرغومى ٩٧ ): د کندوز ولايتي شورا او مدني ټولنې غړي وايي چې که په دغه ولايت کې د وسله والو مخالفينو پر وړاندې پراخ عمليات ترسره نه شي، د ولسمشرۍ راتلونکې ټاکنې به له ګڼو ستونزو سره مخ وي.
ټاکل شوې ده چې د ولسمشرۍ ټاکنې د راتلونکي کال د چنګاښ مياشتې په ٢٩مه ترسره شي.
د کندوز د مدني ټولنو رييس عنايت الله خليق د مرغومي په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې وروستيو کې په دغه ولايت کې د نا امنۍ کچه ډېره لوړه شوې ده.
هغه وايي: ((هره ورځ وسله وال مخالفين سيمې نيسي، بېخي د کندوز ښار کمربندونو ته رسېدلي دي، خلک سخت په اندېښنه کې دي.))
ده ټينګار وکړ چې د ژمي موسم دى، حکومت بايد د وسله والو مخالفينو پر وړاندې پراخ عمليات ترسره کړي.
دغه راز د کندوز ولايتي شورا مرستيال مولوي خوش محمد نصرتيار پژواک ته وويل چې په دې ژمي کې حکومت د مخالفينو د ځپلو لپاره هېڅ ډول برنامه تر لاس لاندې نه لري.
ده زياته کړه: ((همدا يې وخت دى چې مخالفين بايد وځپل شي، که هوا ښه شوه، بيا يې د ځپلو امکانات کمېږي.))
په ورته وخت کې د کندوز ښار اوسېدونکي امرالدين پژواک ته وويل چې ورځ تر بلې په دغه ولايت کې د نا امنۍ لمن پراخيږي.
ده وويل: ((نا امني له حده ډېره شوې، خلک په وېره کې دي، حکومت بايد دغه مشکل نور حل کړي.))
يادو او د کندوز ولايت يو شمېر نورو اوسېدونکو ويل چې که حکومت په دغه ژمي کې د وسله والو مخالفينو د ځپلو لپاره پراخ عمليات ترسره نه کړي، د ولسمشرۍ راتلونکې ټاکنې به له ګڼو ستونزو سره مخ وي.
د يادو څرګندونو په غبرګون کې د کندوز امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالباقي نورستاني پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې امنيتي ستونزې شته دي، خو د اندېښنې وړ نه دي.
د نورستاني په وينا، په پلان کې ده چې ډېر ژر د دغه ولايت په نا امنه سيمو کې د وسله والو مخالفينو د ځپلو په موخه پراخ عمليات پيل شي.
د دغه ولايت د اوسېدونکو د معلوماتو له مخې، په کندوز کې د نا امنۍ له امله شاوخوا اتيا سلنه خلکو ونه شو کولاى چې د ولسي جرګې په تېرو ټاکنو کې ګډون وکړي.
 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.