کندوز (پژواک، ٣ سلواغه ٩٧): د کندوز يو شمېر معترضو نوماندانو وروسته له هغه د اعتراض خېمه ټوله کړه چې په دغه ولايت کې د يو شمېر محلونو د رايو شمېرنه له سره پيل شوه.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون د مرغومي په ١٣مه د کندوز ولايت لومړنۍ پايلې اعلان کړې چې له مخې يې اووه نارينه او دوه ښځې تر نورو مخکښ نوماندان وپېژندل شول.
د دغو پايلو له اعلان وروسته يو شمېر معترضو نوماندانو د اعتراض په توګه د کندوز د ټاکنو کمېسيون مخې ته خېمه ودروله او ټينګار يې کاوه چې رايې بايد بيا له سره و شمېرل شي.
پژواک خبري اژانس په پرله پسې توګه د کندوز د معترضو نوماندانو د اعتراضيه غونډو خبرونه خپاره کړل چې په پايله کې يې د ټاکنو خپلواک کمېسيون په دغه ولايت کې د رايو د بيا شمېرنې پرېکړه وکړه.
د کندوز د معترضو نوماندانو په استازيتوب معترض نوماند غفور هوتک پژواک ته وويل چې د يو شمېر محلونو د رايې شمېرنه بېرته پيل شوې نو ځکه دوى خپله خېمه ټوله کړې ده.
ده وويل: ((له کابل نه هم يو پلاوى راغلى، زموږ د نماينده ګانو مخ کې به رايې بيا له سره وشمېرل شي چې همدا زموږ غوښتنه وه.))
د نوموړي په وينا، که دغه ځل هم په رايه شمېرنه کې درغلي وشي نو دوى به د ولسمشرۍ ټاکنې تحريم کړي.
په دې اړه د کندوز د ټاکنو کمېسيون رييس نورالدين فطرت پژواک ته وويل چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون د پرېکړې له مخې ٢٩٥ محلونو د رايو بيا شمېرنه دوى پيل کړې ده.
خو کندوز کې د رايو بيا شمېرنې، په لومړنيو پايلو کې د يو شمېر برياليو نوماندانو غوسه راپارولې ده.
د دوى له ډلې محمدالدين همدرد پژواک ته وويل چې د ځينو کسانو په ځانګړي فرمايش د يو شمېر محلونو د رايو بيا شمېرنه پيل شوې ده.
هغه وايي: ((موږ په هېڅ صورت دغه فرمايشي رايه شمېرنه نه منو، که رايې شمېرل کيږي، بايد د ټول کندوز بېرته له سره وشميرل شي، کنه دغه کار موږ منو.))
ده ګواښ وکړ که کمېسيون هر څه ژر دغه رايه شمېرنه بنده نه کړي، دوى به پر پراخو لاريونونو لاس پورې کړي.
د يادونې ده، د کابل په ګډون په يو شمېر نورو ولايتونو کې هم معترض نوماندان د رايو پر بيا شمېرنه ټينګار کوي.

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.