کندوز (پژواک ٦ ورى ٩٣): د ولسمشرۍ کانديد ډاکټر عبدالله عبدالله، کندوز ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې ژمنه وکړه، چې د برياليتوب پر مهال به د دغه ولايت د سپين زر تصدۍ فابريکه فعاله کړي.
نوموړي نن د کندوز ښار په ښاروالۍ چمن کې د زرګونو کسانو په غونډه کې ژمنه وکړه، چې که د اصلاحاتو او همپالنې ټيم بريالى شي، نو په خپل لومړي ګام کې به د سپين زر تصدۍ فابريکه، چې له تېرو څلور لسيزو راهيسې غيرفعاله ده، له سره فعاله کړي او زرګونه بې روزکاره ځوانان به پکې په کار بوخت شي.