کندوز(پژواک، ٩ سلواغه ٩٢): کندوز ولايت د تېلو، فاسفورس او ايستلين د کانونو لرونکى دى، خو تر اوسه يې د استخراج په برخه کې هېڅ اقدام نه دى شوى او يواځې يې طبيعي سرچينې، چې په ساختماني چارو کې تر ګټه اخيستل کېږي، استخراجېږي.
کندوز له تاجکستان سره په پوله پروت دى او ددې ولايت د کانونو او ځمکنيو زېرمو شمېر شپږو کانونو ته رسېږي، چې په سلګونو کسان په کې کار کوي.
 
ددې ولايت د مشهورو کانونو څخه نفت په چهاردره او خان اباد ولسواليو، فاسفورس په علي اباد ولسوالۍ، ايسيتلين او ګچ په چهار دره ولسوالۍ او د ودانيزو کاڼو کانونه په قلعه زال، چهاردره او واخان ولسواليو کې دي.
 
خو ځايي چارواکي وايي، چې تر اوسه پورې د تېلو، فاسفورس و ايستلينو کانونه نه دي استخراج شوي ، په داسې حال کې چې که  دا کانونه سروې او استخراج شي، نو يو ستر بدلون به رامنځته کړي، هم به دولتي عايد شي او هم د خلکو ژوند ورسره ښه شي.
 
دده په خبره، يواځې د څو طبيعي کانونو قرار داد، چې په ساختماني چارو کې ترې ګټه اخيستل کيږي، له خصوصي شرکتونو سره په موقتي ډول شوى، چې چندان عايد نه لري.
 
١-دچهار درې د تېلو کان :
دا کان د چهاردرې په کورى تاو ايرګنک ساحه کې پروت دى. دا ساحه په افغان – تاجک ساحې پورې اړونده ده او درې کاله وړاندې يې سروې هم دامريکايانو له خوا د مصنوعي سپوږمکۍ له لارې شوې ده.  خو تر اوسه پورې يې د مشخصاتو، حجم او تېلو د څرنګوالي او مشخصاتو په اړه معلومات په لاس کې نه شته.
د کندوز د کانونو چارواکو د معلوماتو له مخې، د افغان- تاجک حوزه، چې د هېواد دشمال ځينې ولايتونه لکه کندوز او تخار را نغاړي، که چېرته يې تېل په فني ډول استخراج شي، نو افغانستان به له دې درکه ١٢٣ ميليارده ډالر عايد تر لاسه کړي.
 
٢- د خان اباد د نفتو کان :
 
دا کان د خان اباد ولسوالۍ په ارجال سيمه کې پروت دى، چې په ١٣٥٠ لسيزه کې د سردار داوود خان د حکومت پرمهال کشف شوى. هغه مهال د جوزجان ولايت د انجنيرانو د يوې ډلې له خوا د پخواني شوروي اتحاد د متخصصينو په همکارۍ تر دوو زرو مترو زيات برمه کاري شو، خو له هغه مهاله وروسته تر نن  پورې همداسې پاتې دى او تر اوسه يې هم د حجم او نورو مشخصاتو په اړه کومه پلټنه نه ده شوې.
 
د مطالعاتو پايلې څرګندوي، چې د هيواد په شمالي ولايتونو کې د تېلو د پراخه زېرمو شتون له تخار څخه د ايران تر پولې او له هغه ځايه تر لوېديځ ، سوېل او د پکتيکا تر کټواز پورې شته دي ، چې د قلعه نو، هرات، شبرغان، ميمنې، کندوز، تالقانو، مزار شريف او نورو سيمو برخې هم را نغاړي.
خام نفت تور رنګ لري، خو په چاڼ ځايونو کې تر چاڼ وروسته بنفش رنګ غوره کوي او په اسانۍ سره سېزل کېږي. د نفتو زېرمې د هېواد په بېلابېلو برخو کې شته، په ځانګړي ډول سرپل، فارياب او جوزجان ولايتونو، چې د افغان – تاجک حوزې برخه ګڼل کېږي، د نفتو او ګازو له سرشاره کانونو څخه برخمن دي.
نفت هغه مايع ده، چې د سېزلو قابليت لري او د ترځمکې ١٨٠٠ متره لاندې ساحو کې پيدا کېږي او کله کله هم د فشار او د ځمکې د داخلي حرارت له امله پورته راځي او دځمکې تر سطحې را رسېږي.
 
د تېلو د استخراج لپاره ژوره څاه کېندي او وروسته بيا پېرړ پايپونه ور ننباسي، چې په پايله کې خام تېل ډکوي او کله هم د پمپ په وسيله پورته را کشکول کېږي.
 
نفت يا تېل د کارونې زياتې برخې لري، چې له دې ډلې د کورونو تنوير، د لېږد رالېږد وسايلو، صنعتي ماشين الاتو، کيمياوي صنايعو او په سلګونو نورو مرکباتو لکه مصنوعي ربړ او نورو کې کارول کېږي.
 
د تېلو د فرعي مشتقاتو څخه د پلاسټيک په جوړولو، عطرو، صابون، رنګ او حتى د ځينو خوراکي توکو لکه مارګرين غوړيو کې کار اخيستل کېږي.
 
٢-د اپاتيت ( فاسفورس) کان:
 
دا کان د علي اباد ولسوالۍ په کيسه توپک سيمه کې په ١٣٨٠ لمريز کال کې کشف شوى دى.
ځايي خلکو څو کاله وروسته ددې کان غير قانوني استخراج پيل کړ، خو دولت يې مخه ونيوه او بند يې کړ. ددې کان قرار داد تر اوسه پورې نه دى شوى او دحجم په اړه يې هم معلومات نه شته.
فاسفورس د امونيم نايټريټ يو ډول دى، چې د تورې کيمياوي سرې او کاغذونو په فابريکو کې ترې کار اخيستل کېږي.
 
 ٣-د ايستلين کان:
دا کان د چهاردرې ولسوالۍ په کورتاز ساحه کې د سردار داوود خان د حکومت پر مهال کشف شوى دى، خو د تېرو جګړو په سبب ترې تر اوسه سمه ګټه نه ده اخيستل شوې او قرارداد يې هم نه  دى شوى.تر اوسه پورې يې د حجم او نورو مشخصاتو په اړه د کانونو رياست سره معلومات نه شته .
ايستلين د تلويزيون ، مبايل او کمپيوټرونو په سکرين جوړونه کې کاريږي.
 
٤- د ګچو کان:
دا کان هم د چهاردرې ولسوالۍ په کوري تاو ساحه کې موقعيت لري او په ١٣٩٢ لمريز کال کې يې قرارداد  د يوه خصوصي متشبث سره چې سوداګريز جواز لري، شوى دى.
دا قرار داد د يوه کال لپاره د زر ټنه ګچو داستخراج په ظرفيت اوپه ٤٥٠ زره افغانۍ له دولت سره شوى او د کندوز ولايت د کانونو رياست انجنيران يې د کار له څرنګوالي څخه څارنه کوي.
د ودانيزو ډبرو کانونه:
 
دا کانونه په څو سيمو په ځانګړي ډول په قره باتور، ايرګنک او جمعه بازر ساحو او چهار دره ولسوالۍ کې شتون لري.
 
ددې کان ډبرې تر اوسه پورې د ځينو کسانو له خوا سپړل کېدې او قرار داد يې نه دى شوى. د کانونو رياست کارکوونکي په درېيو برخو کې توظيف شوي او له هر موټر څخه له ٥٠ تر ١٥٠ افغانيو پورې محصول اخيستل کېږي.
 
۵- د رېګ او جغل کانونه:
 
دا کانونه په رسوبي بڼه په خان اباد، دشت ارچي، چهاردره او د کندوز ښار شاوخوا سيمو کې شته دي.  ددې کانونو قرار دادونه په خان اباد کې له نوي کندوز، جهان پامير، متحده ځدراڼ او ياسر نصرت ساختماني شرکتونو سره د يوه کال لپاره شوي  او په نورو سيمو کې د کانونو د کارکوونکو له خوا د وسايطو محصول اخيستل کېږي.
 
دولت له ساختماني شرکتونو سره ددې کان د قرار داد له مخې، هر کال له ٣٥٠ څخه تر ٤٠٠ زره افغانيو پورې عايد تر لاسه کوي.
د کندوز د کانونو چارواکي وايي، چې سږ کال يې د ساختماني توکو اوه قرار دادونه، پنځه پروتوکولونه  او څلور قراردادونه له پړاوونو تېر شوي او د منظورۍ لپاره کانونو وزارت ته استول شوي دي.
په دې کان کې په روځني ډول سل  کسان کار کوي، چې سږ کال ( ١٣٩٢ ) ورڅخه نږدې  يو ميليون او اته سوه زره افغانۍ عايد تر لاسه شوى، چې ډېره برخه يې له ساختماني توکو څخه وه.
 
د کندوز کانونو د چارواکو په وينا، ددې ولايت څخه د ايساف پوځيانو تر وتلو وروسته د ساختماني توکو بازار په ځانګړي ډول د ډبرې، رېګ او جغل بازار سوړ شوى، چې دا وضعيت  د دوى د عوايد په کمښت کې هم رول لري.
 
هدايت الله همدرد او هاشمي