خوست ښار (پژواک ١٨ کب ٩٠): د خوست د ولايتي شورا غړې، چې له کلونو راهيسې د نارينه وو جامې اغوندي او ناسته پاسته يې له سړيو سره وي، وايي: ((د سړو په جامو کې د خپل ولس او په ځانګړې توګه د ښځو ښه خدمت کولى شم.))
په افغاني ټولنه کې د ښځې په اړه عامه ذهنت دا دی چې، ښځه د کور ده يا د ګور؛ خو بيا هم د هېواد په لرې پروت او سرحدي ولايت خوست کې داسې ښځه هم شته، چې د دغه ذهنيت خلاف يې ګام پورته کړى، د ښځينه اوږدو جامو پر ځای د نارينه وو لنډې جامې اغوندي، د ټکري پر ځای لنګۍ پر سروي، واسکټ اچوي او لکه د نارينه وو، له ځان سره بېلابېل ډول وسله هم ګرځوي.
14/06/2014
02/07/2013
ویډیویی خبرونه
Currently there are no video news of Khost.To see other videos