By: عزيز الله همدرد , Date:16/01/2020
کابل (پژواک، ۲۶ مرغومی ۹۸): د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د ټاکنیزو ټيمونو له خوا له ۱۵۶۰ څخه د ډېرو شکایتونو د ثبت خبر ورکړی او وایي چې دغه پروسه د نن ورځې تر وروستیو پای مومي. د استینافي اعتراض... پاتی برخه
By: حامد تمکين , Date:19/06/2019
شبرغان (پژواک، ۲۹ غبرګولی ۹۸): د جوزجان چارواکي وايي، د دغه ولایت ځينې ښځې د تابعیت تذکرې نه لري چې له امله یې د تقويتي نوم لیکنې په بهیر کې ګډون نه شي کولای. د جوزجان د جندر مسوولې زویا زلال په داسې حال ک... پاتی برخه
By: عزيز الله همدرد , Date:20/05/2019
کابل (پژواک، ۳۰ غویی ۹۸): د ولسمشریزو ټاکنو نوماندان د غبرګولي له لومړۍ نېټې د ولسمشر محمد اشرف غني د کار دوام ناقانونه بولي او ګواښ کوي چې د سرپرست حکومت جوړولو لپاره ټول غوراوي د مېز پر سر موجود... پاتی برخه

ویډیویی خبرونه

Currently there are no video news of Jowzjan.To see other videos

شبرغان (پژواک، ۱۸ تله ٩٢): د جوزجان اوسېدونکي له نا امنۍ، وزګارتيا، د څښاک اوکرنيزو اوبو له نشتوالي، د پوهنې دکيفيت ښکته والي، برېښنا او ګاز رسونې له کمزورو خدماتو شکايت لري  او له دولت څخه غواړي، چې ددغو ستونزو په حل کې دې جدي اقدام وکړي.
جوزجان د هېواد له شمالي  ولايتونو څخه دى، چې له ترکمنستان سره ګډه پوله لري او برېښنا يې هم له دې هېواد نه را غځول شوې ده.
جوزجان ولايت د ګڼو طبيعي زېرمو په درلودلو سره د ګاز لسګونه فعالې څاګانې لري، چې زرګونه کورنۍ ترې کار اخلي، خو خلک تمه لري، چې له دغو سرچينو څخه په لوړه کچه استفاده وشي.

 شبرغان (پژواک، ۱۸ تله ٩٢): د جوزجان ولايت اوسېدونکي دامنيت د ټينګښت، د بېکارۍ خمېدو، د بيارغونې د چټکوالي، د څښاک اوبو، کرنيزو چارو  او برېښنا د چمتو کېدو غوښتونکي دي، چې له امله به يې د خلکو سوکالي او اقتصادي وده رامنځته شي.
خلک وايي، چې که  دغه ستونزې حل شي، نو خلک به په دولت زيات باور وکړي او خپله همکاري به هم ورسره زياته کړي.
 د جوزجان ولايتي شورا رييس مولوي عبدالحى وايي، چې دګاز د وېستلو له لارې د بيارغونې، برېښنا او بيارغونې د چټکيتا زمينه مساعده ده او نسبتي امنيت هم راغلى دى.

 شبرغان (پژواک، ٢٠ تله ٩٢): د جوزجان امنيتي چارواکي ددغه ولايت امنيت وضعيت د تېر په پرتله ښه بولي او وايي، چې د ولسواليو لارې د ترافيکو پرمخ خلاصې شوي او کومه امنيتى ننګونه نه لري، خو په ځينو برخو کې له شته نا امنيو لا هم اندېښمن دي.
د جوزجان مرستيال والي انجنير عبدالرحمن وايي، چې وسله وال مخالفين کمزوري شوي او امنيتي ځواکونه  د مسلکي توب لور ته روان دي.
 دهغه په خبره، په درزاب او قوش تپه ولسواليو کې د سيمه ييزو پوليسو په رامنځته کېدو سره په امنيت کې ستر بدلون راغلى، خلک د امنيت احساس کوي او په  امنو سيمو کې ورته د کار زمينه مساعده شوې ده.

 شبرغان(پژواک، ٢٧ تله ٩٢):جوزجان ولايت د پوهنې په برخه کې د پام وړ پرمختګونه کړي او تر اوسه په کې حتى يو تړلى ښوونځي هم نه شته، خو د پوهنې بهير يې د ښوونځيو لپاره د ودانيو او مسلکي ښوونکو د نه شتون په برخه کې په ځينو ولسواليو کې له ستونزو سره مخ دى.
سره ددې، چې ددې ولايت د درزاب او قوش تپې ولسوالۍ دجوزجان نا امنه سيمې شمېرل کېږي، خو بيا هم په کې د نجونو او هلکانو ښوونځي فعال دي او درسي بهير يې په نورمال ډول مخ پر وړاندې ځي.
 د جوزجان د پوهنې رييس عبدالحى يشين وايي، چې پنځه کاله وړاندې ٢٥٠ ښوونځي فعال وو، خو اوسمهال ددغو ښوونځيو شمېره ٣٨٤ ته لوړه شوې ده.

 شبرغان (پژواک،٢٠ تله ٩٢): د جوزجان ولايتي چارواکي وايي، چې اقتصاد يې وده نه ده کړې او پانګوال د ځينو نامعلومو عواملو له امله په دې ولايت کې پانګې اچونې ته نه حاضرېږي.
سره له دې چې جوزجان ولايت د درېېو شمالي ولايتونو بلخ، فارياب او سرپل ترمنځ پروت دى او سوداګر ترې د يوه معبر په توګه کار اخلي، خو پانګونه يې په کې نه ده کړې.
 د طبيعي ګاز څاګانې ددغه ولايت يوه بله عايداتي سرچينه ده، چې يوه لويه برخه يې پاتې او کمه برخه يې کارول شوې ده.

شبرغان (پژواک، ۱۸ تله ٩٢): په تېرو پنځو کلونو کې د بيا رغونې په سلګونو پروژې په جوزجان ولايت کې ګټې اخيستنې ته سپارل شوي؛ خو د ٢٠١٣ زېږديز کال سترې پروژې د نا څرګندو دلايلو له امله ځنډېدلې دي.
د يوه ستر برېښناکوټ جوړول او امو سيند څخه د جوزجان پنځو ولسواليو د اوبو د شبکې را غځول د روان کال له هغوپروژو څخه دي، چې کار يې له يوه کال نه بل ته پاتې کېږي.
 که څه هم په دې برخه کې د برېښنا او کليو پراختيا وزارتونو په بيا بيا ددغه ولايت خلکو ته ژمنې ورکړي، خو خلک وايي، چې دغه دوه پروژې به تر يوې زياتې مودې پورې پلې نه شي.

۱- د جوزجان ملي تلويزيون:
د جوزجان ملي تلويزيون ددغه ولايت له فعالو رسنيو څخه دى، چې خپلې خپرونې يې په ١٣٦٦ لمريز کال پيل کړې دي. ددغه تلوزيون خپرونې ٢٤ ساعته دي او نږدې هره شپه دهېواد اړوند خبرونه خپروي، مسووليت يې د نوريې حماسې پرغاړه دى او د کارکوونکو شمېر يې ١٨ ته رسېږي، د تلويزيون لګښتونه  د دولت او اعلاناتو له لارې چمتو کېږي.
د اړيکې شمېره : 0787148801
برېښناليک : [email protected]
 
 ٢-ملي راډيو:

١-همنوا خويندې:
خواهران همنوا بنسټ په ١٣٩٠ لمريز کال د فريدې اميني په مشرۍ د جوزجان په مرکز شبرغان ښار کې رامنځته شوى، چې په ټولنيزو او فرهنګى برخو کې فعاليت لري.
داړيکې شمېره  : 0799835237
برېښناليک : [email protected]
 
٢- د مدني ټولنې د بنسټونو شبکه:

 جوزجان ولايت دمرکز شبرغان په ګډون له ١١ اداري واحدونو( ولسواليو) څخه جوړ شوى، چې له خماب، قرقين، اقچه، مرديان، فيض اباد، منګجيک، خانقاه، خواجه دوکوه، قوش تپه او درزاب څخه عبارت دي.
١-شبرغان ښار:
  شبرغان ښار، چې دهېواد له تاريخي او لرغونو ښارونو څخه يو دى، د طلا تپې شتون يې د تېر تاريخي برم ښکارندوى دى. دغه غونډۍ د شبرغان ښار لوېديځ ته په ٥ کيلومترۍ کې موقعيت لري. د غاليو، قره قل څرمنو او د طبيعي ګاز څاګانو هم ددغه ولايت په نړيوال شهرت کې مرسته کړې ده.
 ٢-اقچه:

٩٧-الحاج بازمحمد جوزجانى:
د جوزجان د خلکو استازى_ رايې: ٦٤٥٣
 حاجي يارمحمد جوزجاني د حاجي غلام سخي زوى په ١٣٤٣ لمريز کال د جوزجان په مرکز شبرغان کې زېږېدلى دى. نوموړى په ١٣٦٩ لمريز کال د پېښو ښار له نجات لېسې څخه فارغ او په قزاقستان کې يې د الماتا په تخنيکي کالج کې زده کړو ته دوام ورکړى، خو په ١٣٧٢ لمريز کال هېواد ته راستون شو او خپلې زده کړې يې وغځولې.

Pages

ټاکنیز خبرونه

By: عزيز الله... , Date:16/01/2020

د شکایتونو کمېسیون: له ۱۵۶۰ ډېر استینافي شکایتونه ثبت...

کابل (پژواک، ۲۶ مرغومی ۹۸): د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د ټاکنیزو ټيمونو له خوا... پاتی برخه

سرغړونې

"هيچ شکايتى در مورد نامزدان رياست جمهورى در جوزجان ثبت نشده است"
By: حامد تمکين , Date:14/04/2014

"جوزجان کې د ولسمشرۍ کانديدانو په اړه شکايت نه د...

  شبرغان (پژواک ٢٤ ورى ٩٣): په جوزجان کې د ټاکنيزو شکايتونو سيمه ييز دفت... پاتی برخه

د ولايتي شوراګانو

افراد مسلح رييس څارنوالى جوزجان را لت و کوب کردند
By: حامد تمکين , Date:07/10/2015

د ولايتي شورا د غړ...

شبرغان (پژواک، ١٥ تله ٩٤): د جوزجان د څارنوالۍ مشر ادعا  کوي چې د ولايتي... پاتی برخه

ملي شورا

اعضای ولسی جرگه از آغاز دور تازۀ گفتگوهای صلح استقبال کردند
By: نويد احمد , Date:11/01/2016

د ولسي جرګې غړو د سولې خبرو اترو په اړه د نوي پړاو د...

کابل (پژواک، ٢١ مرغومى ٩٤): د ولسي جرګې يو شمېر غړي، په پاکستان کې د چين او ام... پاتی برخه