باى مراد قوينلي د اقا محمد زوى په ١٣٤٩ لمريز کال د جوزجان ولايت د منګجيک ولسوالۍ په قوينلي وطنى کلي کې زېږېدلى دى.
قوينلي خپلې لومړنۍ زده کړې د منګجيک ولسوالۍ د هلکانو په لېسه کې پاى ته رسولې او د لېسې دوره يې د پاکستان د پېښور ښار په يوه لېسه کې په ١٣٧٠ لمريز کال کې بشپړه کړې ده.
نوموړى له ښوونځي نه تر فراغت وروسته د څه مودې لپاره په ټولنيزو کارونو بوخت و او د ولايتي شورا د لومړۍ دورې تر ټاکنو پورې يې په سيمه کې د يوه قومي مشر او مخور په توګه نوم درلود.
قوينلي په تېرو ټاکنو کې ولايتي شورا ته لار ومونده او په دويمه دوره کې بيا د دې شورا له خوا سنا يا مشرانو جرګې ته واستول شو او د والي په توګه تر ټاکل کېدو پورې د مشرانو جرګې غړى و.
نوموړى د ١٣٩٢ لمريز کال د چنګاښ په وروستيو کې د جوزجان د نوي والي په توګه د محمد عالم ساعي پر ځاى مقرر شو. پخواني والي محمدعالم ساعي د ملي جنبش ګوند له مشر جنرال دوستم سره د ځينو ستونزو او اختلافاتو په سبب له دندې ګوښه شو.
ساعي د دوستم پلويانو په پرلپسې لاريونو کې کابل ته وغوښتل شو او وروسته بيا د قوينلي د ولسمشرۍ رياست له خوا د هغه پر ځاى وګومارل شو.
قوينلي واده کړى، پنځه زامن او پنځه لوڼي لري، خو په کوم سياسي ګوند پورې نه دى تړلى.
د هغه مورنۍ ژبه ترکمني ده، خو په ازبکي او دري هم خبرې کولى شي.