۲۵- سيد عزيزالله الفتي
انتخابي سناتور
 
سيد عزيز الله د سيد ملا عبد الله زوى، چې  په ١٣٤٢لمريز کال د شبرغان په ښار کې زيږېدلى دى، د تخنيک له اکاډمۍ څخه يې د مخابرې  په څانګه کې د لسانس سند تر لاسه کړى دى. هغه پخوا د نظامي افسر، د جوزجان ولايت د ښاروالۍ رياست د سرپرست، د ښوونکو د روزنې د عالي موسسې د ښوونکي او د جوزجان ولايت د قزانچي بابا لېسې د ښوونکي په توګه دندې ترسره کړې دي.
د اړېکو شمېرې : 0797025026- 0786406247
 
۲۶- حاجي بايمراد قوينلي
انتخابي سناتور
 
حاجي بايمرداد قوينلي د حاجي اغا محمد زوى، چې  په ١٣٤٩لمريز کال د جوزجان ولايت منګجک ولسوالۍ کې زيږېدلى دى.له دوولسم ټولګي څخه فارغ شوى، په کال ١٣٨٣کې د جوزجان ولايتي شورا غړى و.
د اړيکې شمېره: 0799144186
 
۸۶- محمد اسماعيل منشي:
د جوزجان  انتصابي سناتور
محمد اسماعيل د ملا رحيم قل زوى ، چې په ١٣٣٧لمريز کال د جوزجان ولايت په اقچه کې زيږېدلى دى.هغه له کابل پوهنتون څخه په ١٣٦٤کال  کې د تاريخ په څانګه کې د ليسانس تر کچې زده کړه کړې.منشي، د سواد زده کړې د سکتور د مدير او د بورسونو د وېشلو د ملي کمېسيون د غړي په توګه دندې سرته رسولي ، په فرهنګي غونډو کې په  ګډون سربېره يې په بېړنۍ لويه جرګه او د اساسي قانون په لويه جرګه کې غړيتوب درلود .
د اړيکې شمېره: 0796541980