جوزجان ولايت دمرکز شبرغان په ګډون له ١١ اداري واحدونو( ولسواليو) څخه جوړ شوى، چې له خماب، قرقين، اقچه، مرديان، فيض اباد، منګجيک، خانقاه، خواجه دوکوه، قوش تپه او درزاب څخه عبارت دي.
١-شبرغان ښار:
  شبرغان ښار، چې دهېواد له تاريخي او لرغونو ښارونو څخه يو دى، د طلا تپې شتون يې د تېر تاريخي برم ښکارندوى دى. دغه غونډۍ د شبرغان ښار لوېديځ ته په ٥ کيلومترۍ کې موقعيت لري. د غاليو، قره قل څرمنو او د طبيعي ګاز څاګانو هم ددغه ولايت په نړيوال شهرت کې مرسته کړې ده.
 ٢-اقچه:
اقچه ولسوالۍ د شبرغان ښار ختيځ ته په ٥٥ کيلومترۍ کې موقعيت لري او ددې ولايت له ګڼ مېشتو او لومړۍ درجه ولسواليو څخه ده. اقچه په لوېديځ کې له مرديان، په شمال کې له منګجيک، په سوېل ختيځ کې له فيض اباد او په لوېديځ کې له خانقاه ولسوالۍ سره ګډه پوله لري. د چکش بند او اقچې سيند هم په دې ولسوالۍ کې موقعيت لري او غالۍ يې په ټوله نړۍ کې ځانګړى نوم او مقام لري. ددې ولسوالۍ خلک په غاليو اوبدنه، کرنه او مالدارۍ  بوخت دي.
٣-منګجيک:
منګجيک ولسوالۍ د شبرغان ښار شمال ختيځ ته په ٧٢ کيلومترۍ کې موقعيت لري. دا ولسوالۍ په ختيځ کې له اقچې، په شمال کې له قرقين او خماب، په سوېل کې له خانقاه او په لوېديځ کې له خواجه دوکوه ولسوالۍ سره ګډه پوله لري. ډېرى اوسېدونکي يې په کرنه او غالۍ اوبدنه بوخت دي.
 ٤-مرديان:
مرديان ولسوالۍ د شبرغان ښار په ٧٥ کيلومترۍ کې موقعيت لري. په لوېديځ کې له بلخ ولايت، په شمال  کې له قرقين او خماب ولسواليو، په سوېل کې له فيض اباد او په لوېديځ کې له اقچې ولسوالۍ سره ګډه پوله لري. ددې ولسوالۍ اوسېدونکي په کرنه، غالۍ اوبدنه او مالدارۍ بوخت دي.
٥-قرقين:
قرقين ولسوالۍ د شبرغان ښار شمال ته په ١٥٠ کيلومترۍ کې موقعيت لري. ياده ولسوالۍ په شمال کې له ترکمنستان او ازبکستان، په سوېل کې له اقچې او منګجيک ولسواليو او په ختيځ کې له بلخ ولايت او په لوېديځ کې له خماب ولسوالۍ سره ګډه پوله لري. قرقين د جوزجان هغه ولسوالۍ ده، چې د کرنې او څښاک اوبو له اړخه کومه ستونزه نه لري، خو بيا يې هم دځينو سيمو اوبه تروشې  او د کر اوبه يې د اموسيند څخه برابرېږي. ددې ولسوالۍ خلک په غاليو او ټغر اوبدنه او کرنه بوخت دي. داموسيند هم له دغې ولسوالۍ څخه له شمالي برخې د خماب ولسوالۍ پر لور تېرېږي.
 ٦-خماب:
خماب د جوزجان لرې پرته ولسوالۍ ده، چې د شبرغان ښار په ١٧٥ کيلومترۍ کې موقعيت لري او په شمال کې له ترکمنستان هېواد ، په ختيځ کې له قرقين، په سوېل کې له منګجيک او په لوېديځ کې له خواجه دوکوه ولسوالۍ سره پوله لري.  ددې ولسوالۍ اوسېدونکي هم د قرقين ولسوالۍ په څېر د کرنې او څښاک اوبو له اړخه کومه ستونزه نه لري او ډېرى يې په بڼوالۍ ‎، غالۍ او ټغر اوبدنه، کرنه او مالدارۍ بوخت دي.
٧-فيض اباد:
فيض اباد ولسوالۍ د شبرغان ښار لوېديځ ته په ٧٥ کيلومترۍ کې موقعيت لري او په ختيځ او سوېل ختيځ کې له بلخ ولايت، په شمال کې له مرديان ولسوالۍ او په لوېديځ کې له اقچې ولسوالۍ سره ګډه پوله لري. ددې ولسوالۍ اوسېدونکي په کرنه، غالۍ اوبدنه او مالدارۍ بوخت دي.  د اقچې سيند، چې د بلخ ولايت له ١٨نهر څخه سرچينه اخلي، د فيض اباد له کليو د اقچې، مرديان، منګجيک او خانقاه ولسواليو پر لور ځي.
 ٨-خواجه دوکوه:
خواجه دوکوه ولسوالۍ د شبرغان ښار د شمال لوېديځ په ٣٠ کيلومترۍ کې موقعيت لري.دا ولسوالۍ په شمال او شمال لوېديځ کې له فارياب ولايت، په سوېل کې له شبرغان ښار، په ختيځ کې منګجيک او په سوېل لوېديځ کې له قوش تپې ولسوالۍ سره ګډه پوله لري . ددې ولسوالۍ اوسېدونکي په کرنه، مالدارۍ، غالۍ او ټغر اوبدنه بوخت دي. د خواجه دوکوه ولسوالۍ کرنيزې اوبه له شبرغان ښاره تېرېږي او دې ولسوالۍ ته ځي، چې اوسېدونکي يې ترې د کر کيلې په برخه کې کار اخلي.
 ٩-قوش تپه:
قوش تپه ولسوالۍ د شبرغان ښار د لوېديځ  په ٩٣ کيلومترۍ کې موقعيت لري، چې په ختيځ کې له شبرغان ښار، په لوېديځ او سوېل لوېديځ کې له در زاب، په سوېل ختيځ کې له سرپل ولايت او په شمال کې له خواجه دوکوه او فارياب ولايت سره ګډه پوله لري. قوش تپه له هغو ولسواليو څخه ده، چې اوسېدونکي يې دکرنې او څښاک له پاکو څخه محروم دي، چې له همدې امله له بارني او واورينو ناولو اوبو څخه کار اخلي، د ځمکتلې اوبه يې هم په ګازو او نفتو لړلې دي. ددې ولسوالۍ اوسېدونکي په کرنه په ځانګړي ډول د للميو په کر او مالدارۍ بوخت دي.
 ١٠-درزاب:
درزاب د شبرغان ښار لوېديځ ته په ١٠٥ کيلومترۍ کې موقعيت لري ، چې په ختيځ کې له قوش تپې، په سوېل کې له سرپل ولايت او په لوېديځ او شمال کې له فارياب ولايت سره ګډه پوله لري. اوسېدونکي يې د کرنې او څښاک اوبو څخه بې برخې دي او د للميو په کرکيله او مالدارۍ بوخت دي. ددې ولسوالۍ او  د ژمي په درېيو مياشتو کې زياتې خو په ٩ نورو مياشتو کې له وچکالۍ سره مخ وي. ددې ولسوالۍ د ځمکتل  اوبه هم د قوش تپې غوندې په ګازو او نفتو لړلې دي.
 ١١-خانقاه:
خانقاه ولسوالۍ د شبرغان ښار په ٤٥ کيلومترۍ کې موقعيت لري، چې په ختيځ کې له اقچې، په شمال کې له منګجيک، په سوېل کې له سرپل ولايت او په لوېديځ کې له خواجه دو کوه ولسوالۍ او شبرغان ښار سره ګډه پوله لري. ددې ولسوالۍ اوسېدونکي په کرنه ، مالدارۍ، غالۍ او ټغر اوبدنه بوخت دي.