١-همنوا خويندې:
خواهران همنوا بنسټ په ١٣٩٠ لمريز کال د فريدې اميني په مشرۍ د جوزجان په مرکز شبرغان ښار کې رامنځته شوى، چې په ټولنيزو او فرهنګى برخو کې فعاليت لري.
داړيکې شمېره  : 0799835237
برېښناليک : [email protected]
 
٢- د مدني ټولنې د بنسټونو شبکه:
دا شکبه په ١٣٩١ لمريز کال د مغفرت صميمي له خوا په شبرغان ښار کې جوړه شوې، چې په اډانه کې يې ددغه ولايت ټول مدني بنسټونه شامل دي. ددې شبکې موخه داده، چې په جوزجان ولايت کې  د شته مدني ټولنو له کار او فعاليت څخه ملاتړ وکړي او نورو بنسټونو ته د جوړېدو زمينه مساعده کړي.
د اړيکې شمېره  : 0799835237
برېښناليک : [email protected]
 
٣-د ظهيرالدين محمد بابر ادبي او فرهنګي ټولنه:
دا ادبي ټولنه په ١٣٨٥ لمريز کال د سراج الدين قانع په مشرۍ په جوزجان ولايت کې جوړه شوه، چې په ادبي او فرهنګي برخو کې دفعاليت ترڅنګ ، ددې ولايت د معاصرو شاعرانو اثار هم خپروي.
د اړيکې شمېره: 0785085064
 
٤-اهل بيت ټولنه :
اهل بيت کولتوري ټولنه په ١٣٨٥ لمريز کال په شبرغان کې د محمد علي افتخاري په مشرۍ جوړه شوه، چې د هزاره خويندو او وروڼو لپاره په ټولنيزو، فرهنګي، کولتوري برخو کې فعاليت کوي. په دغه ټولنه کې  له کولتوري او فرهنګي مسايلو پرته  په ديني مدرسو کې د زده کوونکو لپاره ديني مضامين هم تدرسېږې.
 
د اړيکې شمېره :  0786061075
٥-اشراق فرهنګي مرکز:
اشراق مدني او فرهنګي مرکز په ١٣٨٦ لمريز کال د فرزاد فرنود په مشرۍ په شبرغان ښار کې جوړ شوى، چې په ښوونيزه، علمي او ادبي برخه کې فعاليت لري. ددغې ټولنې د غړو شمېر ٢٠ تنه دى او ډېرى يې د ادبي او فرهنګي  اثارو د چاپ په برخو کې فعاليت  کوي.
د اړيکې شمېره  : 0789353353
 
۶- د  جوزجان د معلولينو ملي او ټولنيزه ټولنه
  دغه ټولنه په ١٣٨٧ لمريز کال د حاجي زکريا له خوا جوړه شوې، چې د حرفې، فرهنګ  او کاري زمينې مساعدولو په برخه کې د معلولينو لپاره فعاليت کوي.
د اړيکې شمېره : 0799110553
 
٧-پګاه ټولنه :
پګاه ټولنه په ١٣٩١ لمريز کال د ستاره حميدي له خوا په اقچه ولسوالۍ کې جوړه شوې. دا ټولنه د نجونو او ښځو لپاره په فرهنګي برخه کې کار کوي او١٥ نجونې يې غړيتوب لري.
 
د اړيکې شمېره: 0786898369
برېښناليک: [email protected]
 
٨-کتاب ادبي اوفرهنګي ټولنه:
کتاب ادبي او فرهنګي ټولنه په ١٣٩٠ لمريز کال د مېرمن مژده له خوا تاسيس شوې،چې د ١٠ غړو په درلودو په فرهنګي او علمي برخو کې فعاليت کوي.
 
د اړيکې شمېره : 0786810471
 
 ٩-د جوزجان ولايت د متقاعدينو ټولنه :
 
 دا ټولنه په ١٣٨٤ لمريز کال د محمد کريم ارزو تر مشرۍ لاندې د متقاعدينو د تنظيم او انسجام په موخه جوړه شوه . ددې ترڅنګ هڅه کوي، چې تقاعد شوو ته د کورنيو او بهرنيو موسسو په مرسته د عامه ذهنونو د وېښولو او متقاعدينو ته د کاري زمينې مساعدولو په برخه کې فعاليت کوي.
د اړيکې شمېره  : 0799304237
برېښناليک : [email protected]
 
 ١٠-د ژورنالېستانو ملي ټولنه:
دا ټولنه اته کاله وړاندې د محمدجان تمکين په مشرۍ د خبريالانو تر منځ د ازادو ټاکنو په ترڅ کې جوړه شوې ده. ددې ټولنې موخه داده، چې د خبريالانو له حقونو څخه ددفاع ترڅنګ د خبريالانو د ظرفيت لوړولو لپاره پروګرامونه جوړ کړي.
 
د اړيکې شمېره : 0799646697.0708198330
برېښناليک : [email protected]
 
١١-د اى فرهنګي او اجتماعي ټولنه :
دا ټولنه په ١٣٩٠ لمريز کال د مېرمن فريبا په مشرۍ جوړه شوې، چې په فرهنګي او رسنيز ډګر کې فعاليت کوي.
د اړيکې شمېره : 0798794161
 
١٢-د زيانمنو ټولنه:
 
نوموړې ټولنه په ١٣٩٠ لمريز کال د عبدالغفور مخلص له خوا جوړه شوې، چې زيانمنو کورنيو ته د مرستو جلبولو په برخه کې فعاليت کوي.
د اړيکې شمېره : 0798794161
 
١٣-د افغانستان دکاګرانو فرهنګي او ټولنيز سازمان:
دا بنسټ په ١٣۸۹ لمريز کال د کارګرانو لپاره په ټولنيزه او فرهنګي برخه کې د فعاليت کولو په موخه  د سید حفیظ الله رحمانی  لخوا جوړ شوى دى.
 د اړيکې شمېره  : 0799263186
١٤-  نثار پراختيايي ټولنه :
نثار پراختيايي ټولنه په ١٣٩٠ لمريز کال په شبرغان ښار کې د فهيم نثار په مشرۍ جوړه شوې، چې بې وزلو  ښځو ته د حرفې زده کړې په برخه کې فعاليت کوي.
د اړيکې شمېره  :0786279707
 
١٥-د عدالت غوښتونکو حقوقي بنسټ:
دا بنسټ په ١٣٨٨ لمريز کال په شبرغان ښار کې عدالت غوښتنې ته دخلکو د لاسرسي په موخه د حبیب الله له خوا جوړ شوى دى.
د اړيکې شمېره : 0785700743
١٦-د کسبګرو ټولنه :
دا ټولنه په ١٣٨٦ لمريز کال د تردي مراد همکار په مشرۍ په شبرغان ښار کې جوړ شوې، چې د کسبګرو له حقونو څخه د ملاتړ په برخه کې فعاليت کوي.
د اړيکې شمېره  : 0785700743