٩٧-الحاج بازمحمد جوزجانى:
د جوزجان د خلکو استازى_ رايې: ٦٤٥٣
 حاجي يارمحمد جوزجاني د حاجي غلام سخي زوى په ١٣٤٣ لمريز کال د جوزجان په مرکز شبرغان کې زېږېدلى دى. نوموړى په ١٣٦٩ لمريز کال د پېښو ښار له نجات لېسې څخه فارغ او په قزاقستان کې يې د الماتا په تخنيکي کالج کې زده کړو ته دوام ورکړى، خو په ١٣٧٢ لمريز کال هېواد ته راستون شو او خپلې زده کړې يې وغځولې.
جوزجاني د جهاد پر مهال له ١٣٥٩ لمريز کال نه تر ١٣٧١ لمريز کال پورې د ملي نجات تنظيم کې د جوزجان ولايت د جبهې امر و. ده همدارنګه د سوداګريزو شرکتونو د رياست تر څنګ په ١٣٨٢ لمريز کال د بېړنۍ لويې جرګې د غړي، په ١٣٨٤ لمريز کال له جوزجان څخه د ولسي جرګې د پنځلسمې دورې د غړي، د دوديز لويې جرګې جوړېدو د کمېسيون غړى او هم د افغانستان د ملي نجاتب جبهې د عالي شورا د غړي په توګه دندې اجرا کړې دي.
د اړيکو شمېره :  ۰۷۹۹۳۵۳۵۳۶
٩٨- حاجي محمد اسمعيل:
د جوزجان د خلکو استازى- رايې: ٥٣٨٣
حاجي محمد اسماعيل د حاجي زوى په ١٣٣٣ لمريز کال د جوزجان ولايت په منګجک ولسوالۍ کې زېږېدلى دى. نوموړي خپلې لومړنۍ زده کړې په ١٣٥٤ لمريز کال د منګجک په لومړني ښوونځي کې پاى ته رسولې او وروسته يې تر نهم ټولګي زده کړې په پاکستان کړې دي. نوموړى يو سوداګر او شتمن دى، په کرنه کې پوره تجربه لري. تر دې وړاندې يې د اقچه سوداګريز شرکت د مرستيال په توګه دنده اجرا کړې، د صادرې او واردې يو شرکت لري او د جهاد پر مهال د حرکت انقلاب اسلامي نتظيم غړى و. د اساسي قانون په لويه جرګه کې يې ګډون کړى او اوسمهال په ولسي جرګه کې د جوزجان د خلکو استازى دى.
د اړيکو شمېره: ۰۷۹۷۸۴۰۷۳۱
 ٩٩- ډاکتر عنايت الله بابر فرهمند:
د جوزجان د خلکو استازى- رايې: ٨١٣٧
 ډاکتر عنايت الله بابر فرهمند د چاري زوى په ١٣٥٦ لمريز کال د جوزجان په مرکز شبرغان کې زېږېدلى دى. نوموړى په ١٣٧٢ لمريز کال د جنرال عبدالحکيم قهرمان له لېسې نه فارغ او ليسانس سند يې په ١٣٨٤ لمريز کال د بلخ پوهنتون له طب پوهنځي څخه ترلاسه کړى دى.
فرهمند له ١٣٨٠ لمريز کال راهيسې د دوستم خيريه بنسټ مسوول و او په څنګ کې يې له ١٣٧٦ نه تر ١٣٨٢ کال پورې د مزارشريف افغان- ترک لېسه کې درس ورکاوه، د دې ترڅنګ يې د شپږو کلونو لپاره په بي بي سي راډيو کې د خبريال په توګه کار کړى. اوسمهال په ولسي جرګه کې د جوزجان د خلکو استازى دى.
د اړيکو شمېره : ۰۷۹۴۱۳۵۰۶۰
برېښناليک : farahmand_ [email protected]
١٠٠-عبدالستار درزابي:
د جوزجان د خلکو استازى- رايې: ٥٥٤٣
 عبدالستار درزابي د حاجي عبدالکريم زوى په ١٣٤١ لمريز کال د درزاب ولسوالۍ په باتو کلي کې زېږېدلى دى. نوموړى له درزاب لېسې نه فارغ او په ١٣٨٣ لمريز کال يې د ليسانس سند د ترکيې د پاليسي له اکاډمۍ څخه ترلاسه کړى دى. درزابي تر دې وړاندې د مزار شريف د ښاروال، د جوزجان د ګارنيزيون قوماندان، د بلخ ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر، د اقچې ولسوالۍ امنيه قوماندان، د حضرت علي کرم الله وجهه د روضې د بنسټيزې رغونې کمېسيون رييس، د جوزجان امنيه قوماندان، د ګازليکې د ساتونکي غونډ قوماندان او د ساتونکي غونډ د اپراسيون د امر په توګه دندې اجرا کړې دي.
  د اړيکو شمېره: ۰۷۹۹۷۷۴۷۷۴
 ١٠١ –فهيمه سادات:
د جوزجان د خلکو استازى- رايې: ٣٠٥٨
 فهيمه سادات د سيد عبدالغفور لور په ١٣٥٢ لمريز کال د جوزجان ولايت په اقچې ولسوالۍ کې زېږېدلې او له خديجه جوزجاني لېسې څخه يې د دولسم ټولګي برى ليک ترلاسه کړى دى. وروسته يې د جوزجان دارالمعلمين لوستى او ليسانس يې د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې کې د صدرالدين ايني له پوهنتون څخه ترلاسه کړى دى.
سادات تر دې وړاندې د نجونو د ٢ لېسې د ښوونکې، په مزار شريف ښار کې د يوناما دفتر د کارکوونکې، په جوزجان او مزار شريف کې د يونيسف کار کوونکې، د جوزجان ولايت د فرهنګ او مدني ټولنې د بنسټ د مشرې او هم د ولسي جرګې په تېره دوره کې د خلکو د استازې په توګه دنده اجرا کړې ده.
 د اړيکو شمېره: ۰۷۹۹۴۴۴۵۲۱
برېښناليک: [email protected]