جوزجان په شمال زون کې يو له مهمو ولايتونو څخه دى، چې په دويمه درجه ولايتونو کې راځي، له ترکمنستان او ازبکستان سره ګډ پوله لري. دا ولايت د ګازو پراخه زېرمې  او خورا تاريخي مخينې په درلودو په ٣٦،٦٦٥ عرض البد او د طول البلد په ٦٥،٧٥٢درجه کې پروت دى.
د سمندر له کچې يې لوړوالى ٣٨٠ متره  او تر ټولو لوړه برخه يې د درزاب ولسوالي ده، چې د سمندر له سطحې نه ١١٧٠ متره لوړ والى لري، خو د خماب ولسوالۍ يې د سمندر له سطحې تر ټولو ټيټه ساحه ګڼل کېږي، چې د سمندر له سطحې څخه ٢٥٣ متره لوړ والى لري.
 جوزجان د کابل شمال ته په ٥٥٥ کيلومترۍ کې پروت دى او ددې ترڅنګ په ختيځ کې له بلخ، په لوېديځ کې له فارياب او په سوېل کې له سرپل ولايت سره ګډه پوله لري.
ددې ولايت پراخوالى ١٤٦٦٦کيلومتره مربع اټکل شوى او د وګړو شمېر يې د شوې احصايې پر بنسټ ٥٠٠ زره تنه ښودل شوى. دغه شمېرې د کليو د بيارغونې  او پراختيا رياست د کليوالي پراختيايي شوراګانو د شمېرو پر بنسټ اټکل شوې دي، خو  دجوزجان ولايت د احصايې امريت  ددغه ولايت د وګړو شمېر د ٢٠٠٧ زېږديز کال د شوې احصايې پر بنسټ ٤٧٠ زره تنه ښودلى دى.
 جوزجان ولايت داقليم له اړخه هم په دوبي کې ډېر ګرم، خو په ژمي کې سوړ دى. په دوبي کې ددغه ولايت د ګرمۍ درجه تر ٤٦ پورې رسېږي، خو په ژمي کې يې ديخنۍ درجه له ٢٠ تر ٢٥ پورې ښکته راځي، د هوا دغه بدلونونه ددې ولايت په ټولو برخو کې يو ډول دي.
 ولسوالۍ:
جوزجان ولايت د اداري وېش له مخې، په ١١ اداري واحدونو وېشل شوى، چې د مرکز شبرغان په ګډون له خماب، قرقين، اقچه، مرديان، فيض اباد، منګجيک، خانقاه، خواجه دوکوه، قوش تپې او درزاب ولسواليو څخه عبارت دي.
د جوزجان ډېرى اوسېدونکي له ترکمن او ازبک قومونو څخه تشکيل شوي، خو تر څنګ يې تاجک، پښتانه، هزاره، عرب، سادات، قزاق او يو شمېر نورې محدودې کورنۍ له پشيه يانو، جوګيانو، نورستانيانو، ايماقو، قرغز او بلوچو څخه هم په کې مېشتې دي، خو بيا هم ازبکان او ترکمنان ددې ولايت د اوسېدونکو اکثريت جوړوي.
د اوبو بندونه:
په جوزجان ولايت کې د اقچې او سرپل په نوم د اوبو دوه بندونه شته دي.
دا بندونه د فيض اباد ولسوالۍ او سرپل-شبرغان لويې لارې په اوږدو کې موقعيت لري، سره له دې چې د وروستيو وچکاليو له امله ددغو بندونو اوبه وچې شوې، خو بيا هم ترې کروندګر په پراخه پيمانه استفاده کوي او زياتې ځمکې يې پرې خړوب کړې دي.
کولتور:
 په دغه ولايت کې فرهنګي هڅې په ١٣٤٠ لمريز کال کې د ډيوې په نامه اونيزې په خپرېدو او د دولتي مطبعې په فعاليدو سره رسما پيل شوې او چټکې شوې دي. د جوزجان تېر تاريخ ته په پام سره دغه ولايت دهېواد له لرغونو ولايتونو څخه شمېرل کېږي.
 اوسمهال په دغه ولايت کې د ملي تلويزيون تر څنګ اينه او باتور تلويزيونونه او د موج، ارمغان، اسايش، درمان، غزل، بوستان ، ملي په نامه ايف راډيو ګانې او همدارنګه د جوزجانان، ګوارش، حکومت و شهروند، پيام الفت، الايمان، ګلستان سواد، جوزجانان مجله، صداى زن، نواى کهسار، خط خطى، بيان نو، ايزګو، تويغو چاپې خپرونې. د دولتي، اقبال او جوانان شجاع په نامه مطبعې او د اقچه، اسمان سيتى او جهان نما په نامه درې تلويزيوني کېبلي شبکې هم فعاليت لري.
 اشراق فرهنګي ټولنه، د ژورنالېستانو ملي ټولنه، د ظهيرالدين محمدبابر ټولنه، د مخدوم قلي فراغي ټولنه،  راه نو ټولنه، د سينماګرانو ټولنه، د ښوونکو ټولنه ، د متقاعدينو ټولنه، د هنرمندانو ټولنه، د شهيدانو اومعلولينو ټولنه، د ښځو د سوکالۍ ټولنه، د راه سبز فرهنګي ټولنه، د ځوانانو شورا،  دملي جنبش ګوند د ښځو او ځوانانو شوراګانې او  د قوش تپې او درزاب د زيانمنو ټولنې ددغه ولايت له فعالو مدني بنسټونو څخه دي، چې کله کله په خپلو اړوند چارو کې بېلابېلې غونډې جوړوي.
  د ولسمشر حامدکرزي د حکومت په راتګ سره د دغه ولايت ګڼ شمېر ځوانانو مطالعې ته مخ کړه او په دې ولايت کې پرعامه کتابتون سربېره، د اطلاعاتو او فرهنګ کتابتون، د ځينو ښوونځيو او لوړو زده کړو د موسسو کتابتونونه هم فعال او د مطالعې وړ دي.
پر کتابتونونو سربېره يو زيات شمېر کورسونه هم د خطاطۍ او مسلکي ژورناليزم په اړه  فعال دي، چې د زده کوونکو شمېر يې سلګونو کسانو ته رسېږي.
 که څه هم د ساز او اواز يا موسيقۍ د نويوالي په راتلو سره خلکو له سيمه ييزې موسيقي څخه مخ اړولى، خو ددې موسيقۍ د ژوندۍ ساتلو لپاره په شبرغان ښار کې د ايدن په نام د موسيقۍ يو کورس هم جوړ شوى، چې تر پنځوسو زيات زده کوونکي لري.
 تاريخي ابدات:
 طلاتپه، يمشک تپه، د شبرغان بالاحصار، د حضرت ابن يمين شبرغاني مزار، د اقچې بالاحصار او د چغچي تاريخ کلا پاتې شوني ټول هغه څه دي، چې ددغه ولايت لرغونتوب ثابتوي.
  طلا تپه د شبرغان ښار په پنځه کيلومترۍ کې موقعيت لري، چې د ٢٢ زرو طلايي کشف شوو اثارو  په درلودلو سره د  نړۍ بې ساري لرغونى اثر ګنل کېږي.
 د طلا تپې د کشف څرنګوالى:
 د افغانستان او پخواني شوروي اتحاد د لرغون پېژندونکو يوه ګډ پلاوي، د باختر د تاريخي او لرغونو سيمو د پېژندنې لپاره ګڼې پلټنې کړې دي.
دغه پلاوي خپل لومړى کار په ١٩٦٩ زيږديز کال کې د شبرغان ښار په پنځه کيلومترۍ کې پيل کړ.
 پلاوي په دغه ساحه کې خپلو پلټنو ته پوره لس کاله دوام ورکړ او د ١٩٧٩ کال په مني کې يې بشپړ کړ. دوى د خپلو لس کلنو پلټنو په ترڅ کې وتوانېدل، چې اوه قبرونه کشف کړي، چې د وخت د کمښت له امله يې يواځې شپږ وکيندل شول.
له درېيم جسد پرته نور ټول جسدونه په داسې حالت کې وو، چې تختې يې په څنګ او مخونو لګېدلې وې، يواځې درېيم قبر موږکانو سورى کړى او په کې خښ جسد يې له منځه وړى و.
 د دغو قبرونو اسکليټونه په قبرکې د لندبل د زياتوالي له امله ورو ورو له منځته تللي، خو يواځې ککرې يې له ماتېدو او زيانمېدو څخه ژغورل شوې وې.
 د طلاتپې د کشف شوو قبرونو څخه په لومړي تعريف کې دا په لاس راځي، چې په لومړي قبر کې له ٢٥ څخه تر ٣٠ کلنۍ پورې يو ځوان، په دويم قبر کې له ٣٠ څخه تر ٤٠ کلونو پورې يوه ښځه، په درېيم قبر کې له ١٨ څخه تر ٢٥ پورې يوه نجلۍ، په څلورم قبر کې يو ٣٠ کلن سړى، په پنځم قبر کې له ١٥ څخه تر ٢٠ کلنو پورې يوه نجلۍ او په شپږم قبر کې له ٢٥ څخه تر ٣٥ کلنو پورې يوه ښځه خښه شوې وه.
 له دغو قبرونو څخه تر لاسه شوي توکي د اشخاصو په جنيست معلومولو کې مرسته کولى شي،  ځکه هغه مهال به يې د دود له مخې له نرانو سره جنګي وسلې او له ښځو سره سينګار توکي او عطر اېښودل.
 د دغو قبرونو د پلټنې په پايله کې د طلا  خزانې هم کشف شوې، چې تاج، قوچ، ملابند، غوږ والۍ ، شلشه ‎، سکې، پښو بندونو يا پاى زېبونه، شنګوله، بشقاب، د سينګار صندوقچې، پوښ لرونکى مرتبان، د عاج شانې، دلاس لرګى، طلايي ملابند، د خنجرطلايى پوښ او د تورې طلايي قبضه په کې شامل دي.
 په دغو توکو کې د نورو څېزونو ترڅنګ د يادو شوو جسدونو له جامو او نورو توکو له هرې جوړې څخه له٢٥٠٠ نه تر ٤٠ زرو پورې د سرو زرو ټوټې کارول شوې دي.
 د طلاتپې له ساحې پرته، چې په ١٣٥٦ او ١٣٥٧ کال کې ترې په کوشاني عصر پورې تړلي له ٢٢ زرو څخه زياتې طلايي ټوټې لاس ته راغلې، ګڼې نورې داسې تپې هم شته، خو د طلاتپې څخه پرته نورې تر علمي پلټنو او څېړنو لاندې نه دي نيول شوي.
د ددې ترڅنګ په دغه ولايت کې د حضرت ابين يمين شبرغاني مدرسه، د ابوسلمان جوزجاني مدرسه د خانقاه ولسوالۍ ده عزيزان جومات او مدرسه او په منګجيک ولسوالۍ کې د علم ليک باباد زيارت او خانقاه هغه ديني اماکن دي، چې د جوزجان د خلکو علمي او فرهنګي مخنيه وړاندې کوي.
د جوزجان تاريخچه:
 جوزجان يا جوزجانان چې د ګوزګان اوګوزګانان معرب دى، په تېر کې د لوى خراسان له ولاياتو څخه شمېرل کېده.
معاصر ختيځ پېژندونکى پروفيسور مينورسکى جوز د ګوز غربي بڼه ګڼلې، چې د چهارمغز مانا لري.
 ډاکټر ذبيح الله صفا د کوم ماخذ له ښودلو پرته د ګوزګان يا جوزګانان د تسميې وجه په اړه په دې عقيده دى، چې ګوزک د ګ په فتحه سره د ښځې او د هوشنګ ابن فراوک بن سيامک بن ميشي ابن کيومرث ملقب په پيشداد نوم دى.
 په يوه بل روايت کې د فردوسي د شاهنامې ددې بيت په استناد:
دگرگوزگانان فرخنده جای ---- نهادست نامش جهان کدخدای
ګوزګانان هغه نوم دى، چې ګني افراسياب د پيشدادي پاچاهانو له سلسلې نه په  د ښار باندې اېښى.
همدارنګه د سلطان محمود غزنوي د دربار مشهور قصيده ويوونکي فرخي سيستاني له نن نه زر کاله وړاندې په خپله مشهوره قصيده کې چې  په « مرحبا ای بلخ بامی همرۀ باد بهار» مطلع سره پيل کېږي، جوزجان يې د ښکلا، ښايستونو، ګلونو، ارام طبعيت، شنه او له لاله ګلونو ډک ښار په نامه ياد کړى او د بلخ د ښکلا په پرتله يې ترجيح ورکړې ده. دى په خپله قصيده کې وايي:
     بلخ بس خوبســـت لیکن بلخیان را بــاد بلخ                مرمرا با شهر های گوزگانانســـت کار
     نو بهار بلخ را بر چشـــــم من حشمت نماند               تا بهار گوزگانان پیش من بکشــود بار   
     باغ و راغ و کوه و دشت  گوزگانان  سر بسر           حله دو روی را ماند ز بس  نقش و نگار
     بیشـــه های گرزیوان از لاله زارو شـــنبلید              گاه چون بیجاده گردد گاه چون زرعیار
     گل همی گل گرددوسنگ سیه یاقوت سرخ               زین بهار سبزه پوش تــازه روی آبـــدار
 موزيم:
د جوزجان ولايت په ودانۍ کې دموزيم لپاره  يوه کوچنۍ اداره شته، چې په کې د پخوانيو پاچاهانو او يو شمېر شاعرانو د تصويرونو ترڅنګ، د طلاتپې کشف شوي اثار شته، چې له نورو ولايتونو څخه  شبرغان ښار ته راغلي مېلمانه ورڅخه ليدنه کوي.
 مشاهير:
د جوزجان تاريخي او لرغونى ولايت په تېر او اوس کې ګڼ مهم ټولنيز، علمي او سياسي شخصيتونه لري، چې دهېواد په سطحه يې په اړونده برخو کې خدمت کړى دى. دلته به د ځينو نومونه د بېلګې په ډول را واخلو.
ابوسليمان جوزجاني , ابوعبيد جوزجاني , الحاج مولانا سيد غيب الله غيبي , دولت گيلدي فدايي , ميرمحمد امين قربت , قاری بيک مراد غربت , الحاج ملاعابد نظرمشهورپه خليفه قزل اياق , غلام محمد خديم , محمد کريم نزيهي مشهورپه جلوه , مولوي عبدالرشيد جوهري , ملاقربان نياز, قاري محمد عظيم عظيمي، ملااکه شبرغاني مشهوربه ابن يمين , ميرمحمد اکبرصابر, محمد صديق مخفي , مولوي عبدالرزاق, مخدوم قلي فراغي , ملانا اذنب شبرغاني اوخديجه جوزجاني ددغه ولايت له مهمو اشخاصو دي، چې د ادب او فرهنګ په برخو کې يې مهم اثار په ميراث پرېښي.
 رسنۍ:
 د ولسمشرحامد کرزي په مشرۍ د لنډمهالي او انتقالي حکومت په راتګ سره په دغه ولايت رسنيو صعودي پرمختګ کړى دى.
تر دې دورو وړاندې يواځې د جوزجانان او ګوارش په نامه دوه خپرونې فعالې وې، خو د طالبانو د حکومت له پرځېدو وروسته ګڼې انځوريزې، غږيزې او چاپي خپرونې په دې ولايت کې فعالې شوې .
  د اينې په نوم لومړني خصوصي تلويزيون  خپلې خپرونې په ١٣٨٢ لمريز کال له جوزجان ولايت څخه پيل کړې دي.  وروسته بيا د چلوصاف، نواى کهسار، پيام الفت، ايزګوتويغو، ګلستان سواد، خط خطي، صداى زن، جوزجانان مجلې . همدارنګه د ارمغان، بوستان، اسايش، ايينه، ملي راډيو، درمان او غزل په نامه ايف ايم راډيوګانو او هم د باتور په نامه تلويزيون خپلې خپرونې پيل کړې دي.
پوهنه:
جوزجان د پوهنې په برخه کې د يو شمېر نورو ولايتونو په نسبت مخکښ دى، تېرو څو کلنو تپل شوو جګړو ددې ولايت پوهنيز سيستم ته زيان نه دى رسولى، په ټولو ولسواليو کې ښوونځي فعال دي او په دې برخه کې کومه ستونزه نه تر سترګو کېږي.
د جوزجان ولايت په کچه ٣٧٥ ښوونځي فعال دي، چې ٣ په کې انستيتيونه او يوه هم د ښوونکو روزنې موسسه ده، چې د ٤٢ نجونو په شمول په کې  له ١٧٥ زرو زيات زده کوونکي د څلور زره ښوونکو له خوا روزل کېږي .
د جوزجان پوهنتون هم په ١٣٨٠ لمريز کال تاسيس شوى او اوسمهال د ښوونې روزنې، اقتصاد، ساختماني انجنيرۍ، کمپيوټر ساينس، ټولنيزو علومو، کيمياوي ټکنالوژۍ، جيولوجي او کانونو په برخه کې درې زره محصلين لري، چې ٤٠ سلنه يې نجونې دي.
طبيعي سرچينې :
په جوزجان ولايت کې له ١٤٠ زياتې د طبيعي ګازو څاګانې شته، چې د پخواني شوروي اتحاد د يرغل پرمهال کيندل شوي، خو په ١٣٦٠ کال کې يې د خپل تګ پرمهال بېرته ډکې کړې دي.
اوسمهال ٣٦ څاګانې فعالې دي، چې په شبرغان کې د څلورو زرو کورنيو، د خښتو او چونې پخونې په بټيو کې ترې کار اخيستل کېږي.
همدرانګه د څلورو نورو څاګانو کار د شبرغان په جرقدوق او يتيم تاق سيمو کې د ١٣٩٢ لمريز کال د غويي په مياشت کې پيل شوې، چې چارې يې د يوې ترکي کمپنۍ له خوا مخته وړل کېږي. دا پروژه د اسيا پراختيا بانک تمويلوي او په ١٣٩٣ لمريز کال کې به ترې د شبرغان او مزار شريف اوسېدونکو ته برېښنا ورکړل  شي.
صنعت:
په جوزجان ولايت کې له کلالۍ او پوستين ګنډنې پرته، مسګري، زرګري، د غالۍ، ټغر او لمڅي اوبدنه او خامک ګنډنه هم دود ده او يو زيات شمېر صنعتکاران پرې بوخت دي.
د غالۍ او ټغر اوبدنې صنعت تر ډېره د اقچې، منګجيک، مريدان، فيض اباد، قرقين، خماب او خواجه دوکوه ولسوالۍ په خلکو پورې تړل کېږي،چې ډېرى ښځې يې ورباندې بوختې او د خپلې کورنۍ اقتصادي ستونزې له دې لارې حل کوي.
 ددې ولايت د اقچې غالۍ خورا مشهورې دي، دا مطلع، چې وايي( بيا بريم اقچه، قالين ببافيم تخته ، تخته)  ددې ولسوالۍ د غاليو په لرغونتيا دلالت کوي. دا غالۍ هم د نورو هغو غوندې بهر ته صادرېږي.
د خامک ګنډنې صنعت هم په پاس يادو شوو ولسواليو کې دود دى او د کليو ښځې په دستمال، څادر، جامو، د سر شالونو، خوليو او يخنونو په جوړولو بوختې دي، که څه هم تر اوسه ورته کوم بهرنى بازار نه دى موندل شوى، خو د سيمې په بازارونو کې ځلېدلي دي.
کلالي هم ددغه ولايت له لاسي صنايعو څخه شمېرل کېږي، چې دابو مسلم خراساني د سطلنت له مهاله دوده وه.
ددې ترڅنګ مسګران  او پښان هم په دې ولايت ګڼ شمېر لوښي او د کرنې وسايل جوړوي، چې په دې توګه يې خپل پخوانى وضعيت خوندي کړى دى.
خو د صنعت وضعيت له تېرو درېيو لسيزو راهيسې ورو ورو خرابېږي او خپل ارزښت له لاسه ورکوي.
 کرنه :
 جوزجان ولايت د پراخه کرنيزو زېرمو په درلودلو سره د هېواد له کرنيزو ولايتونو څخه يو دى، چې او يا سلنه خلک يې په کرنه او مالدراۍ بوخت دي.
ددغه ولايت په مربوطاتو کې ٢١٥ هکتاره کرنيزه ځمکه شته، خو دا چې فارياب کرنيزې سرچينې نه لري، نو د ځمکو يوه زياته برخه يې هم له کر څخه پاتې کېږي.
 د جوزجان ولايت کرنيزو اوبو سرچينې په بلخ او سرپل ولايتونو کې دي، له همدې امله د اقچې، مرديان، خانقاه، فيض اباد او منګجيک ولسواليو کروندګر د نهر بلخ له هژده سيند او د دوکوه او شبرغان د ځينو کليو کروندګر د سرپل له اوبو ګټه اخلي.
همدارنګه د قرقين او خماب ولسواليو کرنيزې اوبه د اوبه کښوونکو له لارې له امو سيند څخه تر لاسه کېږي.
سره له دې، چې په دغه ولايت کې غنم، وربشې، جوار، زغير، باجر، نخود، زيره او نور کرل کېږي، ٢٤ ډوله انګور هم په کې شته ، چې بېلابېل نومونه لکه تور کشمش ، سپين کشمش ، حسيني، چال سفيد، چال قره، تايفي، شورتاک، تور خليلي، سپين خليلي، علمن ويدي، ات ايمچک، شهابي سفيد، عاقلي، خرمايي، ګردک، لعل يکدانه، پسته نفيس، حارجي فخري، جنتي، هاب، قزل هابک، مسکه يي، شهابي سياه، شکر انګور او نور نومونه پرې اېښودل شوي او د پاليز او بڼوالۍ له اړخه ښه نوم لري.
 اوسمهال ددغه ولايت عمده صادراتي مواد له کرنيزو توکو پرته له غاليو، ګيلم، هينګ، شيرين بويې، قره قل پست او وحشي مرخېړيو څخه جوړ  شوي دي.
ورزش:
 د جوزجان ولايت اوسېدونکي له اوږدو کلونو راهيسې له دوديزو لوبو لکه وزلوبه، پهلوانۍ، د سپيانو، چرګانو او اوښانو له جنګونې، سمنک مېلې، د نوروز مېلو، نڅا او پايکوبۍ، د لرګيو لوبې او نورو سره زياته لېوالتيا لري.
 خو توپ ډنډه، اکوبکې، تيږه اچونه، پټ پټونى او يو شمېر نورې هغه دوديزې لوبې دي، چې اوسمهال په دغه ولايت کې کمرنګه او د نويو لوبو په راتګ له ورکېدو سره مخ دي.
 له دې پرته اوسمهال په جوزجان ولايت کې ١٧ ورزشي فدراسيونونه  فعال دي، چې تر پنځو زرو زياتو  پورې ښځې او نارينه په کې سپورټ کوي.