۱- د جوزجان ملي تلويزيون:
د جوزجان ملي تلويزيون ددغه ولايت له فعالو رسنيو څخه دى، چې خپلې خپرونې يې په ١٣٦٦ لمريز کال پيل کړې دي. ددغه تلوزيون خپرونې ٢٤ ساعته دي او نږدې هره شپه دهېواد اړوند خبرونه خپروي، مسووليت يې د نوريې حماسې پرغاړه دى او د کارکوونکو شمېر يې ١٨ ته رسېږي، د تلويزيون لګښتونه  د دولت او اعلاناتو له لارې چمتو کېږي.
د اړيکې شمېره : 0787148801
برېښناليک : [email protected]
 
 ٢-ملي راډيو:
ملي راډيو هم ددغه ولايت له فعالو راډيو ګانو څخه ده، چې دملي تلويزيون په اډانه کې خپرونې لري، د پوښښ ساحه يې ٥٠ کيلومتره او مسووله يې نوريه حماسه ده. خپرونې يې په ١٣٨٦ لمريز کال کې پيل شوي  او کارکوونکي يې ١٢ تنه کېږي، چې په افتخاري ډول کار کوي.
 
د اړيکې شمېره : 0787148801
برېښناليک : [email protected]
 
٣-سرايس راډيو:
يادې راډيو خپلې خپرونې د ١٣٩١ لمريز کال په کب کې پيل کړې ، ٢٤ خپرونې او ١٥ کارکوونکي لري، چې لګښتونه يې د اعلاناتو له لارې تمويلېږي. د سرايس راډيو خپرونې له جوزجان پرته په سرپل او فارياب ولايتونو کې هم د اورېدو وړ دي.
 
د اړيکې شمېره : 0786700499
برېښناليک : [email protected]
 
٤-غزل راډيو:
غزل راډيو يوه ناپېيلې راډيو ده، چې په ١٣٩٢ لمريز کال د نيلا صاديق اوغلو له خوا په شبرغان  کې جوړ ه شوې او په ايف ايم په ٩٩،٩ خپرونې لري. د نشراتو موده يې ٢٤ ساعت ده او١٥کسان په کې بېلابېلې کلتوري، ټولنيزې، فرهنګي، ديني، سپورټي، روغتيايي ، سياسي او تفريحي خپرونې چمتو کوي.
 
داړيکې شمېره  : 0798828228
برېښناليک  : [email protected] .
 
 ٥-درمان راډيو:
درمان راډيو هم ددې ولايت له فعالو رسنيو څخه يوه ده، چې د انټرنيوز موسسې له خوا په ١٣٨٧ لمريز کال جوړ شوې، ٢٤ ساعته خپرونې لري، تر ٤٥ کيلومتره ساحې پورې اورېدل کېږي او د کارکوونکو شمېره يې ١٨ تنه ده. د درمان راډيو مسووليت د نوراغا شريفي پر غاړه دى او د اعلاناتو له لارې تمويلېږي.
د اړيکې شمېره : 0799746464
برېښناليک : [email protected]
 
 ٦-ارمغان راډيو:
ارمغان راډيو خپلې خپرونې په ١٣٨٧ لمريز کال پيل کړې او مسووليت يې د صابر حميدي پر غاړه دى. ٢٤ ساعته خپرونې لري او له شبرغان ښار پرته په ځينو ولسواليو کې هم اورېدل کېږي. ياده راډيو ١٠ کارکوونکي لري او له شخصي اعلاناتو تمويلېږي.

داړيکې شمېره : 0780775022
برېښنايک : [email protected]
 
٧-بوستان راډيو:
ياده راډيو په ١٣٨٩ لمريز کال د انجنير زرغونه يوسف عزيزي له خوا تاسيس شوې او د ٢٤ خپرونو په درلودلو سره ٧٠ کيلومتره ساحه تر خپل پوښښ لاندې راولي. ١٣ کارکوونکي لري او له شخصي لګښتونو تمويلېږي.
 
د اړيکې شمېره : 0782102037
برېښناليک : [email protected]
 
٨-ايزګو تويغو جريده:
 
يادې جريدې په ١٣٨٦ لمريز کال کې د ظهيرالدين محمد بابر ټولنې له خوا په خپرونو پيل کړى، چې له جوزجان پرته په نورو ولايتونو کې وېشل کېږي. په ازبکي ژبه بېلابېل مطالب خپروي او لګښتونه يې د ټولنې دغړو دحق الشموليت او حق العضويت له لارې چمتو کېږي.
د اړيکې شمېره: 0797045017
برېښناليک: [email protected]
 
٩-پيام الفت مياشتينۍ:
 
د اخپرونه د اهل بيت فرهنګي ټولنې له خوا په ١٣٨٨ لمريز کال کې رامنځته شوې، د دولت له خوا تمويلېږي او ٨ کارکوونکي لري.
برېښناليک : [email protected]
 
١٠-جوزجان جريده:
جوزجان جريده په ١٣٤٠ کال کې ددغه ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په اډانه کې را منځته شوې او د زر  ټوک په شمېر د ټولو ولايتونو داطلاعاتو او فرهنګ په رياستونو کې وېشل کېږي.
د اړيکې شمېره : 0799128488
 
١١-حکومت او شهروند درې مياشتينۍ :
دا خپرونه د جوزجان ولايت مطبوعاتي دفتر له خوا د محمد يوسف يوسفي په مديريت په درېيو مياشتو کې يو ځل خپرېږي، ډېرى مطالب يې سياسي، ادبي ، معلوماتي او فرهنګي دي.
اوه کارکوونکي لري او د زر   ټوکه په شمېر په جوزجان ولايت کې  وېشل کېږي.
 
د اړيکې شمېره : 0788252644
برېښناليک : [email protected]
 
١٢-ملت سي سي درې مياشتينۍ :
دا خپرونه د جوزجان ولايت شورا له خوا د نبيه مصطفى زاده تر نظر لاندې په مياشت کې يو ځل د ١٠٠٠ ټوکو په شمېره خپرېږي، پنځه کارکوونکي لري او مالي لګښت يې د ملګرو ملتونو پراختيايي دفتر  UNDP له لوري ورکول کېږي.
 
د اړيکې شمېره: 0799124319
 
١٣-نوا کهسار جريده:
دا جريده په ١٣٨٦ لمريز کال د نظرمحمد اسماعيل مشفق له خوا په خپرونو پيل کړى او په مياشت کې دوه ځله خپرېږي.  ياده خپرونه ناپييلې او شخصي ده، چې هر اړخيز مطالب خپروي او د زرو ټوکو په شمېر په دغه ولايت کې وېشل کېږي.
 
د اړيکې شمېره :  0708198593
برېښناليک :  [email protected]
 
 ١٤-صحرا مياشتينۍ:
دا خپرونه له ١٣٩١ لمريز کال راهيسې په پښتو، ترکمني، ازبکي او دري ژبو خپرېږي، مسوول مدير يې بشير حکيمي دى او هره مياشت په ١٥٠٠ ټوکشمېر له جوزجان پرته په نورو ولايتونو کې وېشل کېږي.
د اړيکې شمېره : 0786721182
برېښناليک :  [email protected]
 
١٥-اينه راډيو تلويزيون:
دې تلويزيون خپلې خپرونې په ١٣٨٢ لمريز کال له شبرغان نه د پنځو ولايتونو په کچه پيل کړې او لومړنى غير دولتي تلويزيون دى، چې دهېواد په کچه يې خپرونې پيل کړې . د دې تلويزيون مسوول مدير فريدون الهام دى او ١٠٠ کار کوونکي لري.
 
د اړيکې شمېره  :0799204168
 
١٦-باتور راډيو تلويزيون:
دې تلويزيون خپلې امتحاني خپرونې په ١٣٩١ لمريز کال او رسمي يې په ١٣٩٢ کال په ازبکي ژبه پيل کړې . مشري يې د جنرال عبدالرشيد دوستم د زوى باتور پر غاړه ده. ٨٠ کارکوونکي لري او تر ډېره دمنځۍ اسيا په هېوادونو کې لېدل کېږي.
 داړيکې شمېره : 0780376187
برېښناليک  :[email protected]
 
١٧-اينه راډيو:
دا راډيو په ١٣٨٦ لمريز کال د فضل الحق يولچي له خوا تاسيس شوې، ٢٤ ساعته خپرونې لري،چې تر ٥٠ کيلومترۍ پورې د اورېدو وړ دى.  اينه راډيو له شخصي لګښتونو تمويلېږي او ٢٠ کارکوونکي لري.
 
د اړيکې شمېره  :0788853617
برېښناليک  : [email protected]
 
١٨-ګلستان سواد:
د ا خپرونه په مياشت کې يو ځل د سواد حياتي جوزجان ادارې له خوا خپرېږي او مسووليت يې د عاقلې فروز پر غاړه دى. ياده خپرونه، چې ډېرى مطالب يې د  حياتي سواد په اړه دي، خپلې خپرونې يې په ١٣٨١ لمريز کال  کې پيل کړې ، پنځه کار کوونکي لري او د جوزجان په مربوطاتو کې وېشل کېږي.
د اړيکې شمېره  :0799104147
١٩-ګوراش جريده :
ددې خپرونې دامتياز خاوند د قبايلو او سرحداتو رياست دى او خپلې خپرونې يې د هر اړخيزو مطالبو په خپرولو په ١٣٥٧ لمريز کال د محمد اغا په مديريت په ترکمني ژبه پيل کړې دي. ياده خپرونه هره مياشت د ١٠٠٠ ټوکو په شمېر په جوزجان او يو شمېر نورو ولايتونو کې وېشل کېږي.
د اړيکو شمېره  :0786370101