د جوزجان ولايتي شورا ١٥ څوکۍ لري چې د روان کال په ټاکنو کې ورته له څلورو تنو پرته ټول نوي کسان بريالي شوي او د شورا  اداري پلاوى په داخلي ټاکنو کې په لاندې ډول ټاکل شوى دى.
رييس : مولوي عبدالحى حيات
مرستيال: عبدالقادر ماليه
منشي: فريبا اژير
 
 ١-مولوي عبدالحى حيات:
مولوي عبدالحى د حاجي دانه قل زوى، چې په ١٣٤٩ لمريز کال کې د شبرغان ښار په بابه علي کلي کې زېږېدلى دى. حيات د جوزجان پوهنتون د ازبکي او انګليسي ادبياتو په برخه کې تر ليسانس درجې پورې تحصيل کړى او په تېره دوره کې هم د ولايتي شورا وکيل و. نوموړى ددې شورا په داخلي ټاکنو کې د شورا د مشر په توګه وټاکل شو او تر وکالت وړاندې يې د ديني علومو د ښوونکي په توګه دنده تر سره کوله. حيات د جنرال عبدالرشيد دوستم په مشرۍ د ملي اسلامي جنبش ګوند غړيتوب لري او په ټاکنو کې هم دهمدې ګوند کانديد و.
د اړيکې شمېره:  ٠٧٩٨٦٢٣٠٣٠٠
٢-بابر ايشچي:
بابر ايشچي د انجنير احمد زوى، چې په ١٣٦٣ لمريز کال کې د شبرغان ښار په شينکوټ کلي کې زېږېدلى  او ١٢ ټولګى يې د ابن يمين په لېسه کې پاى ته رسولى دى. نوموړي ولايتي شورا ته تر بريالي کېدو وړاندې په ساختماني شرکتونو کې کار کاوه.
د اړيکې شمېره: ٠٧٩٩٨٩١١٨٥
  ٣-حاحي جلال نيازى :
حاجي جلال د محمد مراد زوى، چې په ١٣٤٨ لمريز کال کې د خواجه دوکوه ولسوالۍ په عرب قرلوق سيمه کې زېږېدلى او ١٢ ټولګى يې په ابن يمين لېسه کې بشپړ کړى دى. نيازي د امير شيرعلي نوايي د لوړو زده کړو  موسسې د ټولنيزو علومو له څانګې څخه ليسانس سند اخيستى او تر وکالت وړاندې د خواجه دوه کو ولسوالۍ د مخابراتو مدير و. نوموړى د جنبش ګوند غړى دى.
د اړيکې شمېره: ٠٧٩٩١٨٨٧٥٩
  ٤-حاجي نصر الله مخدوم زاده:
حاجي نصرالله د محمدنبي زوى،چې په ١٣٣٨ لمريز کال کې د جوزجان په درزاب ولسوالۍ کې زېږېدلى، لومړنۍ او بکلوريا زده کړې يې ددې ولسوالۍ د هلکانو په لېسه کې پاى ته رسولې دي. مخدوم زاده ولايتي شورا ته تر بريالي کېدو وړاندې د مخدوم زاده سوداګريز او لوژستيکي شرکت د مشر په توګه دنده اجرا کوله او نوموړى د افغانستان ملي اسلامي جنبش له فعالو غړو څخه دى.
د اړيکې شمېره: ٠٧٨٦٢٧٥٠٤٠
٥-عبدلقادر ماليه:
عبدالقادر ماليه د حاجي عبدالله زوى، چې په ١٣٥٦ لمريز کال کې د جوزجان په قرقين ولسوالۍ کې زېږېدلى دى. خپلې لومړنۍ او ثانوي زده کړې يې د قرقين ولسوالۍ په مرکزي لېسه کې تر سره کړي او ليسانس يې د شبرغان ښار د امير علي شيرنوايي د لوړو زده کړو موسسې د حقوقو او سياسي علومو له څانګې څخه تر لاسه کړى دى.
ماليه د ولايتي شورا له پخوانيو غړو څخه دى او د ولايتي شورا د اداري پلاوي په ټاکنو کې ددې شورا د مرستيال په توګه وټاکل شو. نوموړى د جنبش ګوند غړى او تر وکالت وړاندې يې کومه رسمي دنده نه درلوده.
د اړيکې شمېره: ٠٧٧١١٣٥٤٥٦
 
 ٦-انه مراد شاهي:
انه مراد شاهي د شاه مراد زوى، چې په ١٣٥٧ لمريز کال کې د شبرغان ښار په پير کلي کې زېږېدلى او زده کړې يې تر ١٢ ټولګي پورې په ابن يمين لېسه کې بشپړې کړې دي. نوموړي وروسته د امير علي شيرنوايي لوړو زده کړو موسسې څخه د حقوقو او سياسي علومو په برخه کې ليسانس سند تر لاسه کړ.
نوموړى تر وکالت وړاندې د ملي جنبش ګوند د ځوانانو شورا د مشر په توګه دنده تر سره کړې او ددغه ګوند له فعالو غړو څخه دى.
د اړيکې شمېره: ٠٧٩٩٢٤٧٠٢٨
٧-محمداکرام فرجاد:
محمد اکرام فرجاد د سراج الدين زوى، چې په ١٣٦٣ لمريز کال کې په شبرغان ښار کې زېږېدلى او خپلې لومړنۍ زده کړې يې د غلام سرور شهيد او مولانا اذنب شبرغاني په لېسه کې پاى ته رسولې دي او د ليسانس سند يې د امير علي شيرنوايي د لوړو زده کړو موسسې د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي څخه تر لاسه کړى دى. نوموړي تر وکالت وړاندې په ابن يمين لېسه کې د ښوونځي او سرښوونکي په توګه دنده تر سره کړې او ددې ترڅنګ د ماشومانو څخه د ملاتړ ادارې د بشري سرچينو او اداري مسوول، د فرجاد علمي او فرهنګي مرکز د مشر، د کانکور ازموينو د کمېټې مشر او د شبرغان ښار د روزنيزو کورسونو د عمومي مسوول په توګه دندې اجرا کړي، خو له کوم ګوند او سياسي سازمان سره تړاو نه لري.
د اړيکو شمېره: ٠٧٨٠٢٨٤٠٠٢
٨-بسم الله ساحل:
بسم الله ساحل د محدطاهر زوى، چې په ١٣٥٨ لمريز کال کې د  جوزجان د اقچه ولسوالۍ په بټي کوټ اوزبيکيه کلي کې زېږېدلى دى. ساحل د ښوونځي دوره د اقچې د هلکانو په لېسه کې پاى ته رسولې او خپلې لوړې زده کړې يې د امير علي شيرنوايي د لوړو زده کړو موسسې د رياضياتو څانګه کې ترسره کړې دي.
ساحل تر وکالت وړاندې د اقچه ښاروالۍ د املاکو د مدير او د سيد خواجه عيب الله غيبي د روزنتون د مشر په توګه دندې اجرا کړي او د ملي اسلامي جنبش ګوند له فعالو غړو څخه دى.
د اړيکې شمېره: ٠٧٩٨٢١٩٦٠٢
 ٩-امان الله شريفي:
امان الله شريفي د محمد شريف زوى، چې په ١٣٦٦ لمريز کال کې د شبرغان ښار په پيرمزيد کلي کې زېږېدلى دى. شريفي خپلې زده کړې تر ١٢ ټولګي پورې په ابن يمين ښوونځي کې سر ته رسولې دي او لوړې زده کړې يې د هندوستان د حيدراباد په عثمانيه پوهنتون کې د ديني علومو په په څانګه کې تر سره کړې دي.
نوموړي د ماسټرۍ سند هم په ديني علومو کې له همدې پوهنتون څخه تر لاسه کړى او تر وکالت وړاندې يې په کانونو وزارت کې د پروګرامونو د مدير او يوه سياحتي شرکت کې دنده اجرا کړې، خو له کوم سياسي ګوند سره اړيکه نه لري.
د اړيکې شمېره: ٠٧٩٠١٦٩٩١٦
  ١٠-ملا امر الدين دانشجو:
ملا امرالدين د عبدالستار زوى، چې په ١٣٥٨ لمريز کال کې د مرديان ولسوالۍ په مدريان کلي کې زېږېدلى دى، خپلې زده کړې يې تر ١٢ ټولګي پورې د مرديان مرکزي ليسه او ليسانس يې د دري ادبياتو په برخه کې په شبرغان ښار کې د امير علي شيرنوايي له لوړو زده کړو موسسې څخه تر لاسه کړى دى.
نوموړى ولايتي شورا ته تر بريالي کېدو وړاندې اوه کاله په مرديان مرکزي لېسه کې د ښوونکي او درې کاله د همدې ولسوالۍ د پوهنې مديريت د څارنې مديريت د غړي په توګه دنده اجرا کړې او د ملي اسلامي جنبش ګوند له فعالو غړو څخه دى.
د اړيکې شمېره: ٠٧٩٧١٥٩٣٢٨
 ١١-مولوي محمد نبي ايوبي:
مولوي محمد نبي ايوبي د حاحي عبدالحى زوى، چې په ١٣٦١ لمريز کال کې د جوزجان د درزاب ولسوالۍ په يوزبيګي کلي کې زېږېدلى دى. ايوبي په ديني علومو کې خپلې زده کړې تر ليسانس درجې پورې په پاکستان کې سرته رسولي او د ولايتي شورا په تېره دوره کې هم د خلکو استازى و.
نوموړى د ولايتي شورا د غړيتوب ترڅنګ د ولسمشرۍ رياست د معاونيت د ديني سلاکار په توګه هم دنده اجرا کوي او د جنرال عبدالرشيد دوستم په مشرۍ د ملي اسلامي جنبش ګوند له فعالو غړو څخه دى. هغه تر وکالت وړاندې په شبرغان ښار کې د ديني علومو د مدرس په توګه دنده تر سره کوله.
د اړيکې شمېره: ٠٧٨٧٣٨٤٨٨١
  ١٢-نجيب الله جليلي:
نجيب الله جليلي د حاجي عبدالجليل زوى، چې په ١٣٥٩ لمريز کال کې د شبرغان ښار په مصر اباد کلي کې زېږېدلى دى. جليلي د ابن يمين لېسې له ١٢ ټولګي  څخه تر فراغت وروسته د حوزجان پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي څخه د ليسانس سند تر لاسه کړى. جليل تر وکالت وړاندې د چهار شنبه کلي په ښوونځي کې د ښوونکي په توګه دنده اجرا کړې او د ملي اسلامي جنبش ګوند له فعالو غړو څخه دى.
د اړيکو شمېره: ٠٧٩٩٨٤٤٧٦٤
١٣-حليمه صدف:
حليمه صدف د ملا عبدالکريم لور، چې په ١٣٦٠ لمريز کال کې د درزاب ولسوالۍ په مغل خېلو کلي کې زېږېدلې او خپلې زده کړې يې د شبرغان د نجونو دويم نمبر لېسه کى پاى ته رسولي ، تر وکالت وړاندې يې په شمال کې د مدني ټولنو د شبکې د روزونکې په توګه دنده اجرا کوله او د جوزجان ولايت له شاعرانو څخه يوه ده. نوموړې شعري اثار هم لري، خو د کوم سياسي ګوند او سازمان غړې نه ده.
د اړيکې شمېره: ٠٧٨٧٥٥١٦٣٣
 ١٤- فيروزه قريشي:
فيروزه قريشي د محمد اسماعيل لور ، په ١٣٦٤ لمريز کال کې د فارياب په دولت اباد ولسوالۍ کې زېږېدلې ده. مېرمن قريشي  په شبرغان ښار کې د جنرال حکيم له لېسې څخه فارغه او د ولايتي شورا په تېره دوره کې هم د شورا غړې وه او تر وکالت وړاندې يې کومه رسمي دنده نه درلوده. نوموړې له کومې  سياسي ډلې سره تړاو نه لري .
د اړيکې شمېره: ٠٧٩٩٤٧٠٠١٠
  ١٥- فريبا اژير:
فريبا اژير د حاحي سردار محمد لور، چې په ١٣٦٦ لمريز کال کې په شبرغان ښار کې زېږېدلې ده. نوموړې د خديجه جوزجاني له ښوونځې تر فراغت وروسته خپلې لوړې زده کړې د امير شيرعلي نوايي د لوړو زده کړو خصوصي موسسې د حقوقو او سياسي علومو په پوهنځي کې د ليسانس په درجه پاى ته رسولې دي.
مېرمن اژير د ولايتي شورا په لومړۍ دوره کې هم د خلکو استازې وه د روان کال په ټاکنو کې تر بريا وړاندې يې د جوزجان د عدليې رياست کې د مدافع وکيلې، د ښځو چارو رياست د اقتصاد او بيا د حقوقو مديرې په توګه دندې تر سره کړې دي. نوموړې له کوم سياسي ګوند سره تړاو نه لري او د شورا د اداري پلاوي په ټاکنو کې د شورا د منشي په توګه وټاکل شوه.
د اړيکې شمېره: ٠٧٩٩٤٧٠٠١٠