شبرغان (پژواک، ۱۸ تله ٩٢): په تېرو پنځو کلونو کې د بيا رغونې په سلګونو پروژې په جوزجان ولايت کې ګټې اخيستنې ته سپارل شوي؛ خو د ٢٠١٣ زېږديز کال سترې پروژې د نا څرګندو دلايلو له امله ځنډېدلې دي.
د يوه ستر برېښناکوټ جوړول او امو سيند څخه د جوزجان پنځو ولسواليو د اوبو د شبکې را غځول د روان کال له هغوپروژو څخه دي، چې کار يې له يوه کال نه بل ته پاتې کېږي.
 که څه هم په دې برخه کې د برېښنا او کليو پراختيا وزارتونو په بيا بيا ددغه ولايت خلکو ته ژمنې ورکړي، خو خلک وايي، چې دغه دوه پروژې به تر يوې زياتې مودې پورې پلې نه شي.
د جوزجان داقتصاد رييس انجنير عبدالحميد پژواک ته وويل، چې په تېرو پنځو کلونو کې په  جوزجان کې په  ٤٠٠ کيلومتره سړک په مرکز او ولسوالۍ کې جغل اچول شوى دى.
د هغه په خبره، له سل کيلومتره زيات د لويو لارو سړک په لرو پرتو سيمو کې هم جوړ او خلکو ته د تګ او راتګ اړينې اسانتياوې برابرې شوې دي.
 د جوزجان داقتصاد رييس زياته کړه، چې په دې موده کې د ښوونځيو ٥٥ ودانۍ په مرکز او ولسواليو کې جوړې شوي او د دوو سوو نورو ښوونځيو ودانۍ تر کار لاندې دي. ددې ترڅنګ په شبرغان ښار او ولسواليو کې د اتو کلينيکونو او روغتيايي مرکزونو ودانۍ هم  ګټې اخيستنې ته سپارل شوې دي.
 انجنيرعبدالحميد وويل، چې د ٢٠١٣ زېږديز کال په اوږدو کې شبرغان ښار ته څېرمه د ګاز رسولو او ګازي څاګانو د پاکولو د دوو سترو پروژ کار جريان لري او ټاکل شوې ددغو څاګانو ګاز د  کيمياوي سرو فابريکو ته ورکړل شي او وروسته بيا د شبرغان اوسېدونکو ته هم ووېشل شي.
 د کليو بيارغونې او پراختيا رياست هم وايي، چې په تېرو پنځو کلونو کې ٣٥٠ پلچکونه او  له ١٥٠٠مترو زيات استنادي دېوالونه په مرکز او ولايتونو کې جوړ شوي ، له ٢٥٠ کيلومترو پر زيات سړک جغل اچول شوى او ٥٠٠ نيمه ژورې څاګانې ددې ولايت په بېلابېلو سيمو کې کيندل شوې دي.
 ددې رياست مشر انجنير محمد يوسف سعيد وويل، چې نږدې ١٠ پروژې په شبرغان او شاوخوا سيمو کې تر کار لاندې دي، چې د روان کال تر پايه به بشپړې شي.
دده په خبره، په دغو پروژو کې د ښوونځيو، کلينيکونو، سړکونو او څاګانو کېندلو پروژې شاملې دي.
 خو يو شمېر کسان بيا په دې ولايت کې له شوو پراختيايي کارونو رضايت نه لري.
 د اقچه ولسوالۍ اوسېدونکي محمد جان اريا وويل:((په اقچه کې يواځې يوه کرښه سړک د ولسوالۍ تر مرکز پورې قير شوى، خو داقچې ښار کوڅې او لارې همغسې خاورينې دي،چې د موټرو د تېرېدو پرمهال خلک د ګردو او غبار تنفس ته اړ کېږي.))
 دهغه په خبره، پراختيايي پروژې د خلکو له تمې سره سم نه دي پلې شوي.
 د شبرغان ښار اوسېدونکې نرګس انصاري وايي، کلونه کېږي، چې د برېښنا له نعمت څخه محرومه ده، سره له دې چې نسبتي امنيت شته، خو حکومت ددې ستونزې د حل لپاره کوم  کوچنى اقدام هم نه دى کړى.
مېرمن انصاري زياته کړه، سره له دې چې د برېښنا پراختيا په نامه ډېر کارونه شوي، خو دا هڅې د دوى اړتيا وو ته ځواب نه شي ويلى او دا په دې مانا ده، چې لوړ پوړي چارواکي په جوزجان کې د پراختيايي پروژو له پلي کولو سره چندان لېوالتيا نه لري.
ښايسته مير يو له هغو طالبانو څخه دى، چې  د سولې پروسې سره يو ځاى شوى، خو وايي، چې په دې اوږده موده کې دولت ورسره خپلې کړې ژمنې نه دي عملي کړې.
هغه زياته کړه:(( له سولې پروسې  سره تر يو ځاى کېدو وړاندې يې موږ ته وويل، چې ستاسې لپاره به پراختيايي پروژې، لکه کلينيکونه، د اوبو رسولو پروژې او نورو ټولګټې پروژې پلې کړو، خو ددغو پروژو د پلي کولو اوس هېڅ درک نشته، ځکه چې هر څه  يواځې تر ژمنو محدود وو، تر اوسه يواځې څو خېمې راکړل شوې دي.))
 خو د جوزجان ولايت د سولې مشورتي شورا د دارالانشا مشر انجنير نجيب وويل، چې په دغه ولايت کې زياتې پروژې  په هغو سيمو کې عملي شوي، چې  وسله وال  مخالفين په کې د سولې له پروسې سره  يوځاى شوي وي.
هغه د څو فرهنګي مرکزونو، ورزشي لوبغالو او ښوونځيو د پروژو  يادونه وکړه  او څرګنده يې کړه، چې دغه پروژې د سولې مشورتي شورا  له امکاناتو  او نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت په مرسته پلې شوې دي.
 له بلې خوا د جوزجان ولايتي شورا رييس مولوي عبدالحى حيات هم په دغه ولايت کې د بيارغونې شوي کارونه پيکه بولي  او وايي، چې په دې برخه کې د پام وړ کار نه دى شوى.
 هغه په دې برخه کې د ترکيې له خوا پلي شوو پروژو ته اشاره وکړه  او ويې ويل، چې يو ښوونځى، د ابن يمين لېسې ورزشي لوبغالى او څو نورې بنسټيزي پروژې په دغه ډله کې شاملې دي، چې د خلکو اړتيا وو ته ځواب نه شي ويلى.
 د ولايتي شورا رييس  د پروژو په پلي کولو کې هم د توازن په نه شتون نيوکه وکړه او زياته يې کړه، چې ځينې وزارتونه په دغه برخه کې په عادلانه ډول کار نه کوي.