افراد مسلح رييس څارنوالى جوزجان را لت و کوب کردند

شبرغان (پژواک، ١٥ تله ٩٤): د جوزجان د څارنوالۍ مشر ادعا  کوي چې د ولايتي شورا د مشر او غړو د وسله والو له خوا وهل شوى او د دغه عمل په غبرګون  کې د څارنوالۍ دروازه هم  تړل شوې ده.
حفيظ الله خالقيار وايي چې تېره ورځ د شورا مشر د شورا له ځينو غړو او لسګونو وسله والو سره د ده دفتر ته ور ننوت، غوښتل يې چې خپلې ناحقه او غير قانوني غوښتنې عملي کړي.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې سياسي بنديانو ته د رخصتۍ د اجازې ورکړه او د ځينو جنايي بنديانو خوشي کول، چې وژنې يې کړې، د هغوى له غوښتنو څخه دي.
د خالقيار په خبره، ولايتي شورا څه موده وړاندې له څارنوالۍ څخه يو مجرم هم تښتولى و.
د جوزجان د څارنوالۍ مشر ادعا کوي چې د شورا مشر او د هغه وسله والو ده ته لاس ور اچولى، په لغتو او کونداغونو يې وهلى او کله چې بې هوښه شو، نو له دفتره ووتل.
هغه چې اوس اوس له روغتون نه رخصت شوى او په امنيې قوماندانۍ کې يې خبرې کولې، زياته يې کړه چې وسله والو کسانو د څارنوالۍ ساتونکي هم وهلي ډبولي دي.
 د څارنوالۍ دروازه د دغه کار په غبرګون کې د اعتراض په توګه بنده شوې او کار کوونکي يې وايي، تر هغو چې له کابل څخه د سترې محکمې له خوا حقيقت موندونکى پلاوى رانه شي، خپل کاري اعتصاب ته به دوام ورکړي.
د ولايتي شورا مشر مولوي عبدالحى حيات او نورو غړي په دفتر کې نه وو او خبرو ته حاضر نه شول.
ځايي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو يوې ځايي سرچينې د نوم نه اخيستو په شرط وويل چې ولايتي شورا غواړي سپين ږيري راټول کړي او د څارنوالۍ له رييس سره ستونزه حل کړي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.