شبرغان (پژواک، ١٨ تله ٩٧): په جوزجان کې لسګونه معلولین ګواښ کوي چې که د ولسي جرګې نوماندان د معلولینو لپاره ځانګړی پروګرام ونه لري دغه بهیر تحریموي او په ټاکنو کې ګډون نه کوي.
د جوزجان ولایت شاوخوا سلو معلولینو نن په شبرغان ښار کې د یوې غونډې په ترڅ کې د ولسي جرګې د پخوانیو غړو په کړنو نیوکه وکړه او د ولسي جرګې د اوسنیو نوماندانو پر وړاندې یې د ټاکنو د تحریم او په ټاکنو کې پر نه ګډون ولاړ تازه دريځ اعلان کړ.