کابل (پژواک، ۲۶ مرغومی ۹۸): د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د ټاکنیزو ټيمونو له خوا له ۱۵۶۰ څخه د ډېرو شکایتونو د ثبت خبر ورکړی او وایي چې دغه پروسه د نن ورځې تر وروستیو پای مومي.
د استینافي اعتراضونو د ثبت پروسه د تېرې سې شنبې ورځ (د مرغومي ۲۵مه) پیل شوه.
د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسیو کمېشنر سید قطب الدین رویدار نن پژواک ته وویل چې د ټاکنیزو ټکټونو له لوري، د ټاکنو په برخه کې د ولایتي دفترونو د پرېکړو په اړه تر اوسه ۱۵۶۲ استینافي شکایتونه ثبت کړي دي.
نوموړي دې ته په اشاره چې د استینافي شکایتونو د ثبت بهیر روان دی، وویل چې دغه ارقام وروستي نه دي او امکان لري بدلون ومومي.
دغه راز د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسیون د ویاند مرستیال محمد رضا فیاض د نن ورځې تر پایه د استینافي اعتراضونو د ثبت نېټې د پای ته رسېدو خبر ورکړ، خو هغه وویل، پرته له هغو مواردو چې په اړه یې ناوخته پرېکړه کېږي.
د ټاکنیزو شکایتونو د ویاند مرستیال، د هغو محلونو نوملړ ته په اشاره چې تمه ده تفتیش او بیا شمېرنې ته ولاړ شي، وویل چې دا نوملړ نن تیار شوی او ټاکنو کمېسیون ته استول کېږي.
د نوموړي په خبر، وروسته د ټاکنو خپلواک کمېسیون د تفتیش او بیا شمېرنې بهیر پیلوي.
د یادونې ده، د ټاکنیزو شکایتونو مرکزي کمېسیون اړ دی چې د ۱۵ کاري ورځو په لړ کې اعتراضي موارد د اسنادو او مدرکونو له مخې بیا وڅېړي او وروستۍ پرېکړه وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د ولایتي دفترونو د پرېکړې په نتیجه کې، د ۱۰۹ محلو رایې باطلې شوې، د ټاکنو کمېسیون ۷۱ کارکوونکي له دندو ګوښه شول، ۷۵ کسان نغدي جریمه او په ۲۱ ولایتونو کې د ۵۳۱۶ محلونو رایې تفتیش او بیا شمېرنې ته لاړې.
ولسمشرۍ ټاکنې په هېواد کې د روان کال د تلې په شپږمه نېټه ترسره شوې، چې لومړنۍ پایلې یې د مرغومي په لومړۍ اعلان شوې.

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.