شبرغان(پژواک، ٢٧ تله ٩٢):جوزجان ولايت د پوهنې په برخه کې د پام وړ پرمختګونه کړي او تر اوسه په کې حتى يو تړلى ښوونځي هم نه شته، خو د پوهنې بهير يې د ښوونځيو لپاره د ودانيو او مسلکي ښوونکو د نه شتون په برخه کې په ځينو ولسواليو کې له ستونزو سره مخ دى.
سره ددې، چې ددې ولايت د درزاب او قوش تپې ولسوالۍ دجوزجان نا امنه سيمې شمېرل کېږي، خو بيا هم په کې د نجونو او هلکانو ښوونځي فعال دي او درسي بهير يې په نورمال ډول مخ پر وړاندې ځي.
 د جوزجان د پوهنې رييس عبدالحى يشين وايي، چې پنځه کاله وړاندې ٢٥٠ ښوونځي فعال وو، خو اوسمهال ددغو ښوونځيو شمېره ٣٨٤ ته لوړه شوې ده.
دهغه په خبره، ددغو ښوونځيو له ډلې ١١١ لېسې، ١١٦ منځني ښوونځي او پاتې نور يې لومړني ښوونځي دي، چې په ټوله کې د ٧٣ زره نجونو په ګډون  ١٨٨ زره زده کوونکي لري او د تدريسې چارې يې د ٤٧٠٠ څخه زياتو ښوونکو له خوا پر مخ بېول کېږي.
يشين پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دولتي ښوونځي ترڅنګ دوه خصوصي ښوونځي هم شته، چې نږدې دوه زره زده کوونکي په کې زده کړه کوي.
د پوهنې د رييس پر وينا، د ښوونکو روزنې يو مرکز هم له ٩ الحاقيو يا څانګو سره، يو دارالعلوم، ١٥ مدرسې، پنځه دارالحفاظونه، پنځه انستيتيتونه او مسلکي ښوونځي هم په دې ولايت کې فعاليت لري.
نوموړى زياتوي، چې نږدې زر تنه په ديني مدرسو، د ١٥٠ ښځو په شمول ١٢٠٠ تنه د حرفوي زده کړو په مرکزونو او ١٧٠٠ تنه  نور، چې ٦٠ سلنه يې ښځې دي، په درالمعلمين کې خپلې زده کړې مخته وړي.
 د پوهنې رييس وايي، د جوزجان پوهنتون هم په ١٣٨٠ لمريز کال کې تاسيس شوى او اوسمهال د ښوونې او روزنې، اقتصاد، ساختماني انجنيرۍ، کمپيوټر ساينس، ټولنيزو علومو، کيمياوي ټکنالوژۍ، جيولوجي او کانونو په برخه کې ٤٥٠٠محصلين لري، چې ٤٢ سلنه يې نجونې دي.
نوموړى زياتوي، چې د ولايت په کچه د سواد زده کړې ١١٠ کورسونه شته، چې ٢٢٩٠ښځينه او نارينه زده کوونکي په کې په زده کړو بوخت دي.
 دهغه په خبره، دغه کورسونه  دملګرو ملتونو دفرهنګي سازمان يونسکو، د ماشومانو لپاره ددې ادارې وجهې صندوق (يونيسف) او نورو خيريه موسسو  په مالي مرسته د جوزجان په مرکز شبرغان او لسو ولسواليو کې فعاليت لري. په دې کورسونو کې هغو کسانو ته زده کړه ورکول کېږي، چې د فقير او يو شمېر نورو ستونزو په سبب ترې د زده کړې بهير پاتې دى.
 د اميرشېرعلي په نامه د لوړو زده کړو يوه خصوصي موسسه هم په دې ولايت کې فعاليت لري.
په ياده موسسه کې له ٧٠٠ زيات زده کوونکي په حقوقو، کمپيوټر ساينس، ښوونه او روزنه او انجينرۍ برخه کې فعاليت کوي او ٥٠ تنه استادان لري.
ستونزې او پرمختګونه :
 د جوزجان د پوهنې چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې يو تړلى ښوونځى هم نه شته، خو يواځينۍ ستونزه يې د درسي ټولګيو او مسلکي ښوونکو کمښت دى، چې په ځينو ولسواليو کې ورسره مخ دي.
دجوزجان د پوهنې رييس زياته کړه:(( خلک د پخوا په پرتله اوسمهال د زده کړې په اهميت پوهېدلي، خپل ماشومان ښوونځي ته استوي او د چارو په سمون کې له پوهنې رياست سره مرسته کوي.))
 د هغه په خبره ، وسله وال  مخالفين د پوهنې په برخه کې لاسوهنه نه کوي او   رياست يې په دې برخه کې د لرې پرتو سيمو د قومي مخورو او مشرانو همکاري تر لاسه کړې، که چېرته وسله والو مخالفينو د پوهنې په برخه کې ويجاړوونکې کړنې تر سره کولى، اوس به ددې ولايت په لسګونو ښوونځي تړل شوي وو.
يشين وويل، چې لا هم ١٩٠ ښوونځي بې ودانيو دي او زده کوونکي يې په خېمو او کرايي کورونو کې زده کړې کوي.
 د پوهنې رييس زياته کړه، چې په روان کې کال کې د کليو زيات شمېر ښوونځي رغول شوي او ټاکل شوې، چې په دغه ولايت ٤٠ نور ښوونځي هم جوړ شي.
 په ورته وخت کې بيا د جوزجان پوهنتون رييس عبادالله عباد وايي، چې محصلينو يې پخوا په يوه پوځي ودانۍ کې زده کړې کولې، خو اوس د پوهنتون ځانګړې ودانۍ جوړه شوې ده.
دهغه په خبره، په جوزجان پوهنتون کې ٤٥٠٠ نارينه او ښځينه زده کوونکي، چې ٤٠ سلنه يې نجونې دي، زده کړه کوي او د استادانو شمېر يې ١٤٨ کسانو ته رسېږي.
د جوزجان پوهنتون رييس زياته کړه، چې ٢٠ استادان يې د ترکيې د بيارغونې ډلې له خوا د ظرفيت جوړولو په برخه کې  تر روزنې لاندې نيول شوي او ديوې مياشتې په اوږدو کې يې د زده کړې او روزنې نوي متيودونه زده کړي دي.
خلک:
 د شبرغان ښار د محمودطرزي پروژې اوسېدونکى، چې دوه لوڼې يې د ګوشاد بېګم په لېسه کې زده کړې کوي، وايي، چې د تېر کال په پرتله په ښوونځيو کې د زده کړې وضعيت ښه شوى دى.
دهغه په خبره، د شبرغان ښار په نوو جوړو شوو ښوونځيو کې د زده کوونکو لپاره د روزنې ښه امکانات شته او کولى شي ښوونيزې چارې په عملي او نظري ډول په ښه توګه مخ پر وړاندې يوسي.
  خو ځينې نور بيا وايي، چې د ولسواليو ښوونځي د مسلکي ښوونکو له کمښت سره مخ دي.
د درزاب ولسوالۍ اوسېدونکى او ترکاڼ حاجي داد محمد وايي، چې په ځينو ښوونځيو کې د فزيک او کيميا مضامين د  ښوونځيو د ملاامامانو له خوا تدرسېږي.
 هغه وويل:(( که چېرته د پوهنې رياست په دې برخه کې پاملرنه ونه کړي، نو زده کوونکي به د فزيک او کيميا په برخو کې له روزنې محروم شي، ځکه يو ملا امام نه شي کولى، چې د فزيک معادلې او د کيميا عملي تجربې زده کوونکو ته تدريس کړي.))
 خو د منګجيک ولسوالى پادشاه مير ددې ولسوالۍ د پوهنې بهير ته خوشبين دى او په لرو پرتو سيمو کې د ښوونځو جوړولو په موخه د پوهنې رياست هڅې ستايي.
هغه وايي:((دا چې د پوهنې چارواکي په لرو پرتو سيمو کې زموږ اولادونو ته ښوونکي استوي، دا په خپل ذات کې د ستانې وړ اقدام دى.))
 د شبرغان ښار يوه اوسېدونکې ملالۍ وايي، پنځه کاله کېږي، چې لور يې ښوونځي ته ځي، خو تر اوسه هم خپل نوم نه شي ليکلى، نه پوهېږي، چې کمزوري يې په لور کې ده که د ښوونځي په تدريسي وضعيت کې؟
هغې زياته کړه، چې د مسلکي ښوونکو کمښت په لرو پرتو سيمو کې محسوسېږي، ښځينه او نارينه زده کوونکي ډېر کم حاضرېږي، چې لرو پرتو سيمو ته د تدريس لپاره لاړ شي.
 ښوونکي او زده کوونکي:
 د شبرغان د تنکه لېسې د دوولسم ټولګي زده کوونکى محمدخليل وايي، د تدريسي ټولګيو کمښت يې يواځينۍ ستونزه ده، که څه هم په کلي کې يې د اتو ټولګيو لرونکى ښوونځى جوړ شوى، خو ټول زده کوونکي په کې نه ځاېږي.
دى د پوهنې له چارواکو غواړي، چې په دې برخه کې غور وکړي او د حل لپاره  دې يوه چاره  ولټوي.
 خو د جنرال حکيم قهرمان لېسې د يوولسم ټولګي زده کوونکې زلاله وايي، چې د تېرو دوو کلونو په پرتله تدريسي چارې ښې شوي، په ښوونځيو کې يو شمېر مسلکي ښوونکي ګومارل شوي او د کمپيوټر، کتابتونونو او سمبالو لابراتوارونو په څېر ځينې اسانتياوې زده کوونکو ته مساعدې شوې دي.
 په ورته وخت کې ځينې ښوونکي وايي، چې خپلې ټولې هڅې يې د وطن د اولادونو د سمې روزنې لپاره دي.
د جنرال حکيم لېسې ښوونکې نيسيمه وايي، چې په ښوونځيو کې د تدريس روش يې سم دى او دوى د ښوونکو د ظرفيت لوړولو پروګرامونو څخه اعظمي استفاده کړې او هڅه کوي، چې زده کوونکو ته په ښه ډول تدريس ورکړي.
 هغه زياتوي:(( کله چې زده کوونکى ناکامېږي، نو دا په دې مانا ده، چې استاد  له غوره لارو زده کړه نه ده ورکړې، خو موږ په دې هڅو کې يو، چې خپلې وروستۍ هڅې تر سره کړو.))
 د شبرغان ښار د حسن تابين لېسې ښوونکى محمد ناصر وايي، چې د ټول جوزجان په ځانګړي ډول شبرغان د ښوونځيو په برخه کې څه عمده ستونزه نه شته، امنيت ښه دى او خلک د علم په اهميت پوهېدلي او اولادونه يې ښوونځيو ته استولي.
 د جوزجان پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي محصله پريوش وايي، چې د هرې ورځې په تېرېدو د جوزجان دپوهنې ستونزې کمېږي.
مېرمن پريوش په دې باور ده، چې تر پنځو راتلونکو کلونو پورې له اتياوو تر ٩٠ سلنې پورې ښوونکي مسلکي شي.
د سيمې روڼ اندي:
 د جوزجان د کليو بيارغونې او پراختيا رياست کارکوونکى انجنير امين الله وايي، چې د پوهنې بهير د ټولو ستونزو پړه بايد پر پوهنې وزارت ته انه چول شي، ځکه چې په دې برخه کې خلک هم مکلفيت لري.
هغه زياتوي، چې ستونزې په يواځې توب سره نه حل کېږي، بلکې د تحصيلي او تعليمي ارګانونو او خلکو ګډې همکارۍ ته اړتيا لري.
 هغه زياته کړه:(( که چېرته خلک د پوهنې رياست سره مرسته ونه کړي، طبيعي ده، چې دغه ارګان زيانمن او له ستونزو سره مخ کېږي.))
د شبرغان ښار يو ديني عالم مولوي ولي محمد شيباني وايي، چې د علم زده کړه په نر او ښځه فرض ده، په دې برخه کې بايد کورنۍ او د پوهنې چارواکي  پاملرنه وکړي.
 مولوي شيباني وويل:((ځينې داسې هلکان او نجونې  شته، چې له ښوونځي راووځي چېرته په ګوښه کې په خپل مبايل سندرې اوري او يا هم د تلويزيوني سريالونو د داستانونو په اړه خبرې کوي.))
 خو د جوزجان د پوهنې رياست مطبوعاتي مسوول محمد عالم رحمانيار وايي، چې د پوهنې مقرره په ټولو ښوونځيو کې يو ډول پلې کېږي او په دې برخه کې کومه ستونزه نه شته.
رحمانيار وويل، چې تر دوو راتلونکو کلونو پورې به ٤٠ نور ښوونځي هم جوړ شي، چې درسي ستونزې به ورسره يو څه کمې شي.
 هغه وويل، چې په لرو پرتو سيمو کې به د مسلکي ښوونکو د کمښت ستونزه هم په لوړو امتيازاتو د ښوونکو په ور استولو حل کړي، ځکه تر اوسه يو زيات شمېر مسلکي ښوونکي ددې خدمت لپاره حاضر شوي دي.