"هيچ شکايتى در مورد نامزدان رياست جمهورى در جوزجان ثبت نشده است"

 
شبرغان (پژواک ٢٤ ورى ٩٣): په جوزجان کې د ټاکنيزو شکايتونو سيمه ييز دفتر وايي، چې په دغه ولايت کې د ولايتي شورا غړو له لوري پر يو بل شاوخوا ٢٢ شکايتونه ثبت شوي، خو د ولسمشرۍ کانديدانو په اړه کوم شکايت نه دى ثبت شوى.
د جوزجان د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون ولايتي مشر محمدعزيز همراز پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دې اړه يې ٢٠ شکايتونه په کتبي ډول ثبت شوي، چې ياد شکايتونه د رايې له مرکزونو سره د ولايتي شوراګانو د غړو د ليدل کېدو په اړه ثبت شوي دي.
همراز زياته کړه، چې دوه نور شکايتونه د رايې ورکونې مرکزونو ته د دوه کانديدانو د ننوتو په اړه ثبت شوي، چې خلک يې دوى ته د رايې ورکونې په موخه هڅول.
د دغه ولايت د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون مشر وويل، چې د ولايتي شوراګانو د کانديدانو له لوري لس نور شکايتونه هم ثبت شوي وو، چې کانديدانو د شواهدو د نه شتون له امله بېرته اخيستي دي.
خو هغه وويل، چې د ولسمشرۍ کانديدانو له لوري د درغلۍ او سرغړونې په اړه تر دې مهاله کوم شکايت نه دى ثبت شوى.
دا په داسې حال کې ده، چې د ټاکنو په ورځ د ولسمشرۍ کانديدانو له لوري يو لړ درغلۍ تر سره شوې وې.
خو د جوزجان والي بايمرداد قوينلي ادعا کوي، چې په دغه ولايت کې د تېرو ټاکنو په ترڅ کې درغلۍ او سرغړونې نه دي رامنځته شوې او ياده پروسه په کې په ډېر ښه ډول ترسره شوه.
د جوزجان د ټاکنو کميسيون مشر محمد امان فاريابي وويل، چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنو کې د ٣٧٠ زره کسانو له ډلې، شا وخوا ٢ سوه زره کسانو ګډون درلود.
د هغه په وينا، په دې ډله کې د ٣٣ سلنه ښځو په ګډون سل زره هغو کسانو، چې نوي کارتونه يې اخيستي، ونډه اخيستې وه.
فاريابي زياته کړه، چې په دغه ولايت کې د رايې ورکونې له ټولو ١٢٧ مرکزونو څخه يې ٨ مرکزونه د امنيتي ګواښونو له امله تړلي وو.
کابل کې د ټاکنيزو شکايتونو کميسيون د تېرې اونۍ د شمېرو له مخې، په دغه کميسيون کې د هېواد په کچه ٣١٠٣ ټاکنيز شکايتونه ثبت شوي، چې له دې ډلې يې ١٥٧٣ موارد يې رسمي (مستند او کتبي) او پاتې ١٥٣٠ نور يې د ټيليفوني معلوماتو په مرسته تر لاسه شوي دي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.