شبرغان (پژواک، ١٨ تله ٩٧): په جوزجان کې لسګونه معلولین ګواښ کوي چې که د ولسي جرګې نوماندان د معلولینو لپاره ځانګړی پروګرام ونه لري دغه بهیر تحریموي او په ټاکنو کې ګ‌ډون نه کوي.
د جوزجان ولایت شاوخوا سلو معلولینو نن په شبرغان ښار کې د یوې غونډې په ترڅ کې د ولسي جرګې د پخوانیو غړو په کړنو نیوکه وکړه او د ولسي جرګې د اوسنیو نوماندانو پر وړاندې یې د ټاکنو د تحریم او په ټاکنو کې پر نه ګډون ولاړ تازه دريځ اعلان کړ.
د جوزجان ولایت د شهیدانو او معلولینو د ټولنې مسوول ذکرالله مظلوم یار په دې غونډه کې وویل: ((له څو ورځو راهیسې ټاکنیز فعالیتونه پیل شوي، خو لیدل کېږي چې نوماندانو په ټولنه کې د معلولینو پر شتون سترګې پټې کړې او د دوی د ژوند د ښه کېدو لپاره هېڅ پروګرام نه لري.))
هغه روښانه کړه چې په تېر وخت کې هم داسې وه، هغه کسانو د معلولینو غوښتنو او ستونزو ته توجه نه ده کړې چې مخکې یې ولسي جرګې ته یې لاره پیدا کړې وه او د دوی پر احساساتو یې لوبې وکړې.
نوموړي زیاته کړه: ((موږ د معلولینو په استازیتوب څو ځله کابل ته تللي یو او د ولسي جرګې د وکیلانو دروازې مو ټکولې دي تر څو لږ تر لږه زموږ ستونزو ته  حل لاره پیداکړي خو هېڅ وکیل موږ ته د لیدو اجازه نه ده راکړې او موږ یې د کور له شا څخه ناهیلي جوزجان ولایت ته راګرځېدلي یو.))
مظلوم یار څرګنده کړه چې که چېرې د ولسي جرګې نوماندان په خپلو کاري پروګرامونو کې د معلولینو لپاره ځای لري هرکلی یې کېږي، له دې پرته ټول معلولین په ټاکنو کې ګډون نه کوي او دغه بهیر تحریموي.
د جوزجان ولایت یوه معلول امین الله بابري وویل، نوماندان معلولینو ته د خدمت لپاره هېڅ پروګرام نه لري او هغو کسانو هم د دوی لپاره هېڅ کار نه دی کړی چې په تېرو ټاکنو کې بریالي شوي و.
هغه زیاته کړه: ((که دغه نوماندان هم د تېرو وکیلانو په څېر پارلمان ته لار پیدا کوي او موږ ته هېڅ کار نه کوي موږ دوی ته له رایې ورکولو څخه ډډه کوو او هېڅ معلول په ټاکنو کې ګډون نه کوو.))
نوموړي زیاته کړه، معلولین به په راتلوونکو ټاکنو کې له هغه نوماند څخه ملاتړ وکړي چې د دوی د ستونزو د حل لپاره پروګرام ولري.
د معلولینو له ډلې حبیبې وویل: ((د دې پر ځای چې د وکیلانو لخوا زموږ ملاتړ وشي تل رټل شوي یو او موږ ته یې د حقارت په سترګه کتلي دي.))
هغې روښانه کړه چې که د ولسي جرګې نوماندان د دوی پر موقف سترګې پټې کړي او په ټولنه کې د دوی شتون ته ارزښت ورنکړي معلولین به هم دغه بهیر تحریموي او په ټاکنو کې ګډون نه کوي.
نوموړي زیاته: ((که څه هم  نوماندان زموږ له رایو پرته هم پارلمان ته لار پیداکولای شي خو لږ تر لږه موږ به خپل وجدان ته نه و شرمېدلي.)

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.