شبرغان (پژواک،٢٠ تله ٩٢): د جوزجان ولايتي چارواکي وايي، چې اقتصاد يې وده نه ده کړې او پانګوال د ځينو نامعلومو عواملو له امله په دې ولايت کې پانګې اچونې ته نه حاضرېږي.
سره له دې چې جوزجان ولايت د درېېو شمالي ولايتونو بلخ، فارياب او سرپل ترمنځ پروت دى او سوداګر ترې د يوه معبر په توګه کار اخلي، خو پانګونه يې په کې نه ده کړې.
 د طبيعي ګاز څاګانې ددغه ولايت يوه بله عايداتي سرچينه ده، چې يوه لويه برخه يې پاتې او کمه برخه يې کارول شوې ده.
په جوزجان ولايت له ١٤٠ زياتې د طبيعي ګاز څاګانې شته، دا څاګانې د پخواني شوروي اتحاد پر مهال وېستل شوي، خو کله چې روسي سرتېرو په ١٣٦٠ لسيزه کې افغانستان پرېښوده، نو دغه څاګانې يې هم بندې کړې.
اوسمهال ٣٦ څاګانې په دغه ولايت کې فعاله دي، چې ترې څلور زره کورنۍ، سلګونه هټۍ، د خښتو پخولو او چونې جوړولو داشونه ترې د مناسبو پيسو په بدل کې کار اخلي.
 خو خلک وايي، چې که  له دغو څاګانو څخه کار واخيستل شي، نو  نه يواځې، چې د جوزجان، بلکې د ګاونډيو ولايتونو لپاره به هم ګاز چمتو کړي او  د ترکمنستان په ګډون به له منځنۍ اسيا څخه د بې کيفيته ګازو راوړلو مخه هم ونيسي.
 کرنه :
 کرنه او مالداري دجوزجان ولايت داقتصاد عمده برخه جوړوي او نږدې اتيا سلنه خلک يې په دې چاره بوخت دي.
د جوزجان دکرنې رييس  انجنير عبدالرشيد وايي، چې که  کروندګرو ته کرنيزې اوبه چمتو شي، نو په کرنه کې به د پام وړ پرمختګونه ورسره ملګري وي.
د هغه په خبره، د جوزجان کرنه او مالداري د مکانيزه او ماشيني کېدو په لور روانه ده ، که له دولت سره مرستندويه ادارې په دې برخه کې مرسته وکړي، نو خلک به داقتصاد له اړخه پر ځاى بسيا ژوند ولري.
 د کرنې رياست د معلوماتو له مخې، د  جوزجان کروندګر هر کال له ١٧٥ زره جريبو نه ډېرې اوبيزې او  ٤٠ زره هکتاره للمې څخه زرګونه ټنه کرنيز محصولات تر لاسه کوي.
د کرنې رييس وايي، چې هر کال په زرګونه ټنه حاصلات لکه غنم، وربشې، زغر، کونځلې، پنبه، سبزيجات، پياز، مۍ او نخود تر لاسه کېږي، خو د خلکو اړتياوو ته په پام سره بسنه نه کوي.
 د هغه په خبره ، له ٢١٥ هکتارو زياته اوبيزې او للمې ځمکې څخه يواځې ٢٠ زره هکتاره للمه او ٥٠ زره هکتاره اوبيزه ځمکه  کرل کېږي، چې عمده دليل يې د کرنيزو اوبو کمښت دى.
کروندګرهم شکايت لري، چې اړينې مرستې ورسره نه دي شوي او په دغه ولايت کې د کرنې رياست د مامورينو شتون هم نمايشي دى.
 د شبرغان ښار د نګوتي کلي يو کروندګر نيک محمد، چې لسګونه جريبه کرنيزه ځمکه لري وايي، چې په تېرو لسو کلونو کې يې دوه ځله د کرنيزو غنمو اوه اوه منه ور وېشل وي او له دې پرته يې هېڅ مرسته نه ده تر لاسه کړې.
 د دې ولايت د قوش تپې او درزاب ولسواليو اوسېدونکي بيا له صحرايي موږکانو  او نباتي افتونو شکايت لري او وايي، چې په ١٣٩١ لمريز کال کې ددغه ولايت پنځو سلنه کرنيز محصولات صحرايي موږکانو له منځته وړي او دوى يې د مخنيوي توان نه لري.
 د قوش تپې يو کروندګر حاجي اسدالله وايي، چې له همدې امله ډېرى کروندګر خپل کرنيز محصولات له لاسه ورکوي او له موږکانو سره د مبارزې هېڅ لاره چاره نه ورځي .
هغه زياته کړه، چې کروندګرو ددغې چارې دمخنيوي لپاره يوه اندازه درمل له ښاره اخيستي، له غنمو سره يې ګډ کړي، بيايې په کروندو کې شيندلي، خو يواځې دومره اغېزمن نه وو  او کرنې رياست هم په دې برخه کې مرسته نه ده کړې.
 ټاکل شوې وه، چې د کرنې وزارت په دغه ولايت کې يو څېړنيز فارم جوړ او د کم اوبو بوټو دکښت لپاره په شبرغان کې امتحاني کښت تجربه کړي ، خو دا تصميم د يو لړ نا معلومو دلايلو له امله وځنډول شو.
د ولايت شورا غړې نبيه مصطفى زاده  دکرنې او مالدارۍ په برخه کې د کروندګرو له ستونزو يادونه وکړه او ددې پخلى کوي، چې په اړونده برخه کې دستونزې د حل په موخه کوم ګام نه دى اوچت شوى.
 دهغه په خبره ، دا کار ددې لامل شوى، چې ډېرى ځوانان وزګار وګرځي او د پيسو پيدا کولو لپاره بهرنيو  هېوادونو ته ولاړ شي.
سوداګري او پانګونه :
   د سوداګرۍ خونې چارواکي وايي، چې دجوزجان اقتصاد وده نه ده کړې او سوداګر هم د نا څرګندو علتونو له امله په دغه ولايت کې پانګونې ته زړه نه ښه کوي.
د جوزجان د سوداګرۍ خونې رييس يولبرس عطايي وايي، چې امنيتي موضوعات ددې سبب شوي، چې ځينې پانګوال په دغه ولايت کې پانګونې ته زړه نه ښه کوي او ددې ولايت اقتصاد پيکه وده کړې.
 د هغه په خبره ، اوسمهال په جوزجان کې وړوکې فابريکې شته، چې د کرنيزو تخمونو په توليد، ودانيزو توکو او ترکاڼۍ په برخه کې فعاليت کوي، خو ددې فابريکو چلوونکي  د مناسب ځاى او برېښنا د نه شتون له امله له ستونزو سره مخ دي.
دغه ادارې شکايت وکړ، چې دولت په دغه ولايت کې د پانګوالواو سوداګريزو برخو هڅونې ته هېڅ پاملرنه نه ده کړې  او اړوند ادارې هم په دې برخه کې کومه طرحه نه لري.
   د جوزجان ولايت اوسېدونکى زکريا، چې د منځنۍ اسيا په هېوادونو کې په سوداګريزو کارونو بوخت دى،خو په خپل ولايت کې يې پانګوالو ته د فعاليت زمينه نه ده مساعده .
يو بل پانګوال انجنير محمد حسين صالح هم دغې ستونزې ته اشاره وکړه او وايي، چې په جوزجان ولايت کې ديوه سوداګريز مرګز په جوړولو کې له ستونزو سره مخ دى.
هغه وايي، چې ستونزه يې له امنيتي ارګانونو سره شريکه کړې، خو ښاروالي  دې ورسره مرسته.
خو د جوزجان امنيه قوماندان فقيرمحمد جوزجانى وايي، چې د پانګونې لپاره امنيتي وضعيت مساعد دى او په دې برخه کې څه ستونزه نه شته.
لاسي صنايع :
لاسي صنايع د جوزجان له لرغوني تاريخي او دودونو سره تړلي، خو اوس ورته ډېره کمه پاملرنه کېږي او ددې برخې کارکوونکي د تېر په پرتله کم شوي دي.
د ګيلمونو، غالۍ اوبدنې، پوستينچو، مسګرۍ، کلالۍ او د ښځو د خامکدوزۍ لاسي صنايع په دغه ولايت کې پخوا جوړېدل او دود وو، خو اوس مهال بازار نه لري.
د شبرغان ښار اوسېدونکى ٦٢ کلن خير الله وايي، چې کلالي توکو لکه کوزې، تنورونو، ديګ او ګلدانونو يې اوس پخوانى ارزښت له لاسه ورکړى او دا صنعت مخ پر ځوړ روان دى.
ده له دولت څخه وغوښتل، چې د لاسي صنايعو د پېژندنې، ودې ، پرمختګ او کورنيو او بهرنيو سوداګرو دهڅونې لپاره دې ددغه ولايت د لاسي صنايعو لپاره له هېواده بهر او دننه نندارتونونه جوړ کړي.
په جوزجان کې د څارويو د پوستونو يو سوداګر محمد انور وايي، چې په جوزجان کې ددې سوداګرۍ وضعيت  د تېرو دېرشو کلونو په پرتله سوړ شوى او علت يې هم دمالدارۍ کموالى دى او خلک د پخوا په څېر څاروي نه ساتي.
له بلې خوا په جوزجان کې زيات شمېر يوناني بوټي هم وو، چې په کورنيو کې استعمال او شهرت يې درلود.
د شبرغان اوسېدونکې شيما وايي،  سره له دې چې دغه بوټي کم دي، خو سوداګري يې اوس هم روانه ده، هند، پاکستان، ايران او اروپا ته صادرېږي.
هغې زياته کړه، چې د جوزجان د شيرين بويه، هنګ  او سمارق وحشي بوټي ښه شهرت لري او يو شمېر کسان د همدې بوټو د کارو بار له امله خپل ژوند مخته وړي.