Data Gathered Date: 

Monday, October 21, 2013 - 10:45

شبرغان (پژواک، ۱۸ تله ٩٢): د جوزجان اوسېدونکي له نا امنۍ، وزګارتيا، د څښاک اوکرنيزو اوبو له نشتوالي، د پوهنې دکيفيت ښکته والي، برېښنا او ګاز رسونې له کمزورو خدماتو شکايت لري  او له دولت څخه غواړي، چې ددغو ستونزو په حل کې دې جدي اقدام وکړي.
جوزجان د هېواد له شمالي  ولايتونو څخه دى، چې له ترکمنستان سره ګډه پوله لري او برېښنا يې هم له دې هېواد نه را غځول شوې ده.
جوزجان ولايت د ګڼو طبيعي زېرمو په درلودلو سره د ګاز لسګونه فعالې څاګانې لري، چې زرګونه کورنۍ ترې کار اخلي، خو خلک تمه لري، چې له دغو سرچينو څخه په لوړه کچه استفاده وشي.
د شبرغان ښار د يوه ښوونځي ښوونکې يلدا افشار  وايي:(( موږ لس، پنځلس کاله وړاندې کافي برېښنا درلوده، خو په وروستيو درېيو کلونو کې د برېښنا او ګاز له کمښت سره مخ شوي يو، زموږ ګازي سرچينې لاهم سر تړلې دي، موږ يې نه شو کارولى او دولت هم حاضر نه دى، چې په دغو زېرمو پانګونه وکړي.))
دغې مېرمنې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ٢٥ کاله وړاندې دهېواد ٤٣ سلنه اقتصادي لګښتونه، پخوانيي شوروي اتحاد ته ددغه ولايت د خامو ګازو له پلور څخه تر لاسه کېدل.
 د مريدان ولسوالۍ کروندګر کينجه د کرنيزو اوبو له کمښت څخه شکايت کوي  او وايي، چې ډېرى کرنيزې ځمکې شته، خو که يې داوبو په اړه کار وشي، کروندګر کولى شي دهېواد د اړتيا وړ غنم چمتو کړي.
خو هغه زياه کړه،چې دولتي او حکومتي چارواکو تل خلک په خپلو دروغجنو ژمنو تېر اېستلي او دې ولايت ته يې پاملرنه، نه ده کړې.
 د شبرغان ښار د يوه ښوونځي زده کوونکې غزال په ښوونځيو کې د ښوونې د کچې په ټيټ والي نيوکه وکړه او ويې ويل، چې د ښوونکي سويه د زده کوونکو  د پوهونې له کچې ښکته ده.
دغې زده کوونکې زياته کړه:((دا څرګندوي، چې په ښوونځيو کې د ښوونکو د جذب لپاره کوم مشخص معيار نه شته، څو دهغوى د پوهې او روزنې ځواک انداز پرې اندازه شي.))
ددې په خبره ، همدا ټکى ددې لامل شوى، چې په ښار کې د شخصي کورسونو بازار ګرم شي.
د قوش تپې ولسوالۍ اوسېدونکي حاجي خديداد په دې ولسوالۍ کې شته نا امي د خلکو د ژوند پر وړاندې يو ستر ګواښ وګڼله او زياته يې کړه، چې د وزګارتيا کچه هم اوچته ده.
هغه وويل، چې دولت په تېرو لسو کلونو کې دغه ولسوالۍ ته پاملرنه نه ده کړې او د بېکارۍ، ترانسپورتي خدمتونو او امنيت په برخه کې يې هېڅ کار نه دى کړى.
 قوش تپه ولسوالۍ د شبرغان ښار لوېديځ ته په ٩٠ کيلومترۍ کې موقعيت لري او د سرپل ولايت له صياد ولسوالۍ سره ګډه پوله .
 اداري فساد بيا بله ښکارنده ده،چې جوزجانيان ورڅخه ځورېږي.
د شبرغان ښار اوسېدونکى احمد فريد په دغه ولايت کې د اداري فساد او رشوت له شتون خبر ورکړ او ويې ويل، چې دغو مسايلو د دولت او خلکو تر منځ واټن زيات کړى او د باور فضا يې له منځته وړې ده.
 دى چې په صرافۍ بوخت دى، زياتوي:(( په دولتي ادارو کې به ډېر کم داسې څه ومومو، چې رشوت دې په کې نه وي، تنظيمي او قومي اړيکې دې ونه پالل شي، ددغې منفي پديدې د له منځه وړلو لپاره کوم اقدام نه  دى شوى او خلک پر دولت بې باوره شوي دي.))
 د جوزجان ولايتي شورا منشي نبيه مصطفى زاده، دخلکو د ستونزو پخلى وکړ، خو څرګنده يې کړه، چې د بنسټيزو پروژو امنيت، وزګارتيا، اداري فساد هغه څه دي، چې په تېره لسيزه کې ورته پاملرنه نه ده شوې او د پراختيايي پروژو په عملي کولو کې توازن په نظر کې نه دى نيول شوى.
 د هغه  په خبره، دغه ولايت د بيارغونې پروژو په برخه کې تل په حاشيه کې پاتې شوى او د حکومت مشرانو دغه ولايت تل له ياده وېستلى دى.
 د جوزجان ولايتي شورا منشي وويل:((موږ هره ورځ له بېلابېلو سيمو څخه د خلکو دا ډول ستونزې اورو، له اړوند چارواکو سره يې شريکوو، کله کله يې ملي شورا ته هم استوو، خو د حل په برخه کې يې کوم وړونکى اقدام هم نه کېږي.))
 د جوزجان د فيض اباد ولسوالۍ اوسيدونکي هم پر دولت نيوکه کوي، چې په دغه ولايت کې بنسټيز کارونه نه دي کړي.
 د دولت اباد يو اسېدونکى محمد کمال پژواک ته وويل:((د کوکلداش کلي خلکو د طالبانو پر وړاندې پاڅون وکړ، قربانۍ يې ورکړې، خپل امنيت يې ټينګ کړ، په داسې حال کې چې د دغه ولسي پاڅون نه يو کال تېرېږي، خو دولت هلته د عامه پروژو په پلي کولو کې کوم  وړونکى مثبت اقدام هم نه دى کړى.))
 د جوزجان د خماب ولسوالۍ اوسېدونکى خداى قل وايي، چې په دغه ولسوالۍ کې امنيت نيول شوى ، خو تر اوسه نه د دولت او نه هم نړيوالې ټولنې له خوا  په دغه ولسوالۍ کې د عامه ګټو پروژو په پلي کولو کې کوم اقدام شوى.
   د قوش تپه ولسوالۍ د دشت ليلې د خطاى ساى کلي يو کوچى ګلاب شاه هم شکايت کوي، چې په تېرو لسو کلونو کې موږ کوچيانو ته هېڅ کار نه دى شوى.
هغه زياته کړه، چې د دوى کوچيان په قوش تپه او خواجه دو کوه ولسوالۍ کې استوګن دي، خو د څښاک اوبو ته لاسىرسى نه لري او له ښوونيزو خدمتونو هم محروم دي.
 هغه زياته کړه، چې دوى د باران او واورې اوبه زېرمه کوي او په اوړي کې ترې کار اخلي.
دغه کوچي زياته کړه، چې په کوچي مېشتو سيمو کې ښوونځي نه شته او اولادونه يې نالوستي پاتې کېږي.