Data Gathered Date: 

Monday, October 21, 2013 - 10:45

 شبرغان (پژواک، ۱۸ تله ٩٢): د جوزجان ولايت اوسېدونکي دامنيت د ټينګښت، د بېکارۍ خمېدو، د بيارغونې د چټکوالي، د څښاک اوبو، کرنيزو چارو  او برېښنا د چمتو کېدو غوښتونکي دي، چې له امله به يې د خلکو سوکالي او اقتصادي وده رامنځته شي.
خلک وايي، چې که  دغه ستونزې حل شي، نو خلک به په دولت زيات باور وکړي او خپله همکاري به هم ورسره زياته کړي.
 د جوزجان ولايتي شورا رييس مولوي عبدالحى وايي، چې دګاز د وېستلو له لارې د بيارغونې، برېښنا او بيارغونې د چټکيتا زمينه مساعده ده او نسبتي امنيت هم راغلى دى.
هغه زياته کړه، چې که  د سترو پروژو کار پيل شوى واى، نن به د وزګارتيا ستونزه  نه وه او پانګوال به د فابريکو جوړولو او بېکارۍ له منځته وړلو ته هڅول شوي وو، خو دا کار تر اوسه نه دى شوى.
د حيات په خبره، د امنيت خوندي کول د خلکو لومړۍ غوښتنه ده او د بيارغونې پروژو عملي کېدو ته زمينه مساعدولى شي، دولت مکلف دى ،چې د عامه چارو ګټورو کارونو ته زياته زمينه مساعده کړي.
د ولايتي شورا غړې فيروزه قريشي هم وايي، چې په جوزجان ولايت کې د بېکارۍ ستونزه او د خلکو اقتصادي کمزورتيا د  کرنيز سيستم په پراختيا او توليدي فابريکو په جوړولو سره له منځه وړل کېدى شي.
 خو هغې ادعا وکړه، چې دخلکو بنسټيزو غوښتنو ته پاملرنه نه ده شوې او اوس هم په ځينو کليو کې نا امني موجوده ده، نه په کې امنيت راغلى او نه هم کومه سالمه بوختيا شته، څو په راتلونکي کې خلک په اقتصادي لحاظ په پښو ودرېږي.
د ولايتي شورا دغه غړې وايي، چې زرګونه ځوانان د نا امنۍ او وزګارتيا له امله پرديو هېوادونو ته ځي او دا خپله ټولنې ته يو ستر ګواښ دى، چې د هرې ورځې په تېرېدو خپل بشري ځواک له لاسه ورکوي.
  د شبرغان ښار اوسېدونکې فخريه ښځو ته د لا زياتو کاري فرصتونو د رامنځته کېدو غوښتونکې ده او وايي، چې ښځو لا هم په اوسنۍ ټولنه کې خپل اصلي مقام نه دى خپل کړى.
هغې وويل:((موږ ددې شاهدان يو، چې ځينې ښځې د ظلم او زور قرباني دي، له شکنجې نيولې، تر اجباري ودونو او سختو کارونو پورې  له ورته ټولو تاوتريخوالو سره مخ دي،چې دلته يې بيان ممکن نه دى.))
خالقداد، چې خپله يوه سترګه او يو لاس يې د ماين په چاودنه کې له لاسه ورکړي، وايي ، چې د دوى ژوند ته پاملرنه نه ده شوې او نه هم ورته لازمه کاري زمينه مساعده ده.
نوموړي زياته کړه، چې لوستى دى او پخوا په يوه پوځي قطعه کې افسر  و، اوس د کار لپاره په دولتي دفترونو ګرځي، خو څوک کار نه ورکوي.
 
ددې ولايت يو کروندګر اکبر باى وايي، چې غوښتنو ته يې پاملرنه نه ده شوې، دا چې جوزجان يو کرنيز ولايت دى، نو اړينه ده، چې کروندګرو ته يې کرنيزې اوبه چمتو شي.
هغه زياته کړه:(( ځمکې مو د اوبو د کمښت او وچکالۍ له امله سم حاصل نه ورکوي، که چېرته سربندونه جوړ شي، نو ځمکې به مو خړوب او ښه حاصلات به واخلو.))
 هغه د سړو خونو او  کرنيزو توکو ته دمناسب بازار نه شتون هم د خپلو ستونزو په نامه يادل کړل او وايي، چې که ورته پاملرنه وشي، نو دا ولايت به په يوه کرنيز ولايت بدل شي.
د جوزجان يو ځمکه لرونکى حاجي فدا محمد  بيا کرنه د اقتصادي پياوړتيا يواځينۍ سرچينه ګڼي او وايي، چې ګڼې اوبيزې زېرمې لري، که چېرته دولت په دغو سرچينو پانګونه وکړي، د اوبو بندونه جوړ کړي، نو کرنه به وده وکړي او د خلکو اقتصاد به پياوړى شي.
 د جوزجان د ژورنالېستانو ټولنې غړى محمد خان د جوزجان امنيت ښه  ګڼي او وايي، چې پراختيايي چارې، با کيفيته زده کړه، د کرنيز سيستم سمون او د خړوب د کوچنيو بندونو جوړول ددغه ولايت د خلکو بنسټيزې غوښتنې دي، چې دخلکو د سوکالۍ سبب ګرځي.
هغه وويل، چې په ښاري سيمو کې خلکو ته ځينې اسانتياوې رامنځته شوي، په کليو کې بيا خلک له دغو نعمتونو څخه محروم دي.
 نوموړى زياتوي:(( د کليو او لرو پرتو سيمو خلک لا هم چټلې اوبه کاروي، له کلونو راهيسې له دې ستونزې سره لاس او ګرېوان دي، دولت تر اوسه نه دى توانېدلى، چې دې ستونزې ته د پاى ټکى کېږدي.))
 د جوزجان د مرکز شوراريع کلي اوسېدونکى عبدالغفور هم وايي:(( زموږ په کلي کې  دځمکتلې اوبه  تروې او ترخې دي، خلک يې په څښلو له نس ناستې سره مخ کېږي.))
هغه زياتوي، چې خلک د خپلې اړتيا وړ اوبه له شبرغان ښار نه راوړي، ٢١ کيلومتره واټن وهي او يوه بوشکه ورته په ٢٠ افغانۍ پرېوځي.
 د شبرغان ښار د رحمت اباد سيمې اوسېدونکى اوراض احمد وويل، چې دوى خپل کورونو ته اوبه د شبرغان ښار له جنګل باغ څخه راوړي، چې هره بوشکه ورته له ٢٠ څخه تر ٢٥ افغانيو پورې پرېوځي.
دهغه په خبره، جنګل باغ يواځينى ځاى دى، چې خوږې اوبه لري او  دوى ترې د ١٥ کيلومتره واټن په وهلو په ريکشا کې د کرايې په ورکولو اوبه راوړي.
 اوراض ګيلدي زياته کړه، چې ددوى په کلي کې ٣٠٠ کورنۍ شته، خو نيمايي د اوبو پېرلو توان  لري، خو له پاتې نورو سره يې توان نه شته  او  اړ دي، چې د ويالو او يا هم د سيمې له تروو اوبو څخه کار واخلي.
سيمه ييز چارواکي وايي، چې د جوزجان نفوس ٥٠٠ زره اټکل شوى، چې له درېيو برخو زيات يې د څښاک اوبو ته لاسرسى نه لري.