اعضای ولسی جرگه از آغاز دور تازۀ گفتگوهای صلح استقبال کردند

کابل (پژواک، ٢١ مرغومى ٩٤): د ولسي جرګې يو شمېر غړي، په پاکستان کې د چين او امريکا په منځګړيتوب د سولې خبرو اترو د نوي پړاو له پيل څخه د هرکلي ترڅنګ، په دغو خبرو اترو کې د ولسي جرګې استازو د ګډون غوښتنه وکړه.
د کندهار استازي لالي حميدزي نن د ولسي جرګې په عمومي ناسته کې وويل: "هېواد کې د سولې راوستلو لپاره ټينګه اراده رامنځته شوې، دغه اراده په پخواني حکومت کې نه وه، پخوا د خبرو اترو لپاره زمينه نه وه برابره، خو اوسمهال شته."
هغه زياته کړه، چې پخوا له پاکستان سره د سولې خبرې اترې کېدې، خو اوسمهال چين او امريکا کولى شي چې پر پاکستان فشار راوړي، څو دغه هېواد پر طالبانو باندې له خپل نفوذ څخه په ګټې طالبان د سولې خبرو اترو مېز ته راکش او له تاوتريخوالي څخه لاس اخيستو ته اړ کړي.
حميدزي زياته کړه: "د طالبانو د مشرتابه څو ټوټې کېدنه او پر پاکستان باندې د فشار راوړلو لپاره د امريکا او چين منځګړيتوب، موږ لپاره سولې ته د رسېدو لپاره يو زېرى دى."
د اروزګان استازې ريحانې ازاد هم وويل، چې افغان حکومت د سولې خبرو اترو په دې پړاو کې بايد داسې يوه اجنډا ترتيب کړي چې پايله يې کم تر کمه تر وري مياشتې پورې څرګنده شي.
د هغې په وينا، پر پاکستان د امريکا او چين فشار او د افغانستان له لوري د دغو خبرو اترو غوره مديريت، په هېواد کې سوله او ثبات ټينګولى شي.
د ريحانې په باور، افغانستان ته هغه مهال سوله راتلى شي، څو پاکستان په افغانستان کې له جګړې څخه لاس اخيستو ته اړ کړل شي او دغه هېواد د سولې له پروګرام سره ريښتونې همکارۍ وکړي.
پر دې سربېره د ولسي جرګې يادې غړې د سولې خبرو اترو لپاره د طالبانو د مشرتابه څو ټوټې کېدل هم ستونزه زېږونکى کار وباله او څرګنده يې کړه چې افغان حکومت بايد د سولې د ټينګښت لپاره جدي ګامونه پورته کړي.
ريحانې ازاد هم ټينګار وکړ چې د سولې خبرو اترو په څلور اړخيزه ناسته کې چې نن په پاکستان کې تر سره کېږي، بايد د ولسي جرګې استازي هم شتون ولري.
د هرات استازي احمد بهزاد هم وويل، چې سولې او ثبات ته د رسېدو بنسټ له پاکستان سره د اختلافونو او شخړو حل دى.
د هغه په وينا، ترڅو چې په پاکستان کې د ترهګرو د روزنې ځايونه له منځه ولاړ نه شي، جګړه به دوام پيدا کړي او د سولې ټينګښت به ډېر وخت ونيسي.
بهزاد زياته کړه: "افغان حکومت اړ دى، چې د سولې خبرو اترو په اړه د هر ګام پورته کولو سره افغانان او د دوى استازي په جريان کې واچوي او ان په دغو خبرو کې بايد د ولسي جرګې يو پلاوى شتون ولري."
د ولسي جرګې ياد غړي څرګنده کړه، چې افغانستان ورته مهال بايد له امريکا او چين وغواړي په هغو ډلو چې پرې نفوذ لري، ډېر فشار وارد کړي او ان د دوى پر وړاندې بايد ګډ عمليات تر سره شي.
ولسمشر اشرف غني په دې وروستيو کې ويلي، چې افغان دولت به په هغو طالبانو چې د سولې له لړۍ سره يو ځاى نه شي او جګړې ته دوام ورکړي، لا ډېر پوځي فشار به پرې راوړي او پر دې سربېره هوکړه شوې، چې افغان او پاکستان دولتونه به د دغو ډلو پر وړاندې د ګډې مبارزې او همغږۍ لپاره پر يوه ګډ ميکانيزم کار وکړي.

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.