شبرغان (پژواک، ٢٠ تله ٩٢): د جوزجان امنيتي چارواکي ددغه ولايت امنيت وضعيت د تېر په پرتله ښه بولي او وايي، چې د ولسواليو لارې د ترافيکو پرمخ خلاصې شوي او کومه امنيتى ننګونه نه لري، خو په ځينو برخو کې له شته نا امنيو لا هم اندېښمن دي.
د جوزجان مرستيال والي انجنير عبدالرحمن وايي، چې وسله وال مخالفين کمزوري شوي او امنيتي ځواکونه  د مسلکي توب لور ته روان دي.
 دهغه په خبره، په درزاب او قوش تپه ولسواليو کې د سيمه ييزو پوليسو په رامنځته کېدو سره په امنيت کې ستر بدلون راغلى، خلک د امنيت احساس کوي او په  امنو سيمو کې ورته د کار زمينه مساعده شوې ده.
د والي مرستيال زياتوي، د ملي پيوستون پروګرام دويمه پړاو هم د سيمه ييزو شوراګانو له خوا د پروژوي پروپوزلونو په جوړولو سره په دغه ولسوالۍ کې پيل شوى دى.
 انجنيرعبدالرحمن وايي، چې له لسو ولسواليو څخه يواځې د در زاب او قوش تپه ولسوالۍ يو څه  ناارامې دي او په اتو نورو ولسواليو کې امنيت ټينګ شوى دى.
خو د درزاب ولسوالۍ يو اوسېدونکى بورى باى وايي، چې خلک د نا امنۍ او جګړې له امله د کورونو پرېښودلو ته اړ شوي دي او ځينې يې هم له هېواده بهر تللي.
 هغه وويل:((د دولت او خلکو تر منځ همغږي نه شته، دې کار د ټولنيز ژوند په ټولو برخو اغېز کړى.))
 خو د جوزجان امنيه قوماندان فقير جوزجاني وايي، چې په دوو وروستيو کلونو کې د جوزجان امنيت ښه شوى دى.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د قوش تپې او درزاب ولسوالۍ اکمالات دوه کاله وړاندې د هوا له لارې کېدل، خو اوس د امنيت په راتلو دځمکې له لارې کېږي.
 دا په داسې حال کې ده، چې دوه کاله وړاندې ددغې ولسوالۍ نوي سلنه برخه د وسله والو مخالفينو په ولکه کې وه.
د جوزجاني په خبره، په دې دوو ولسواليو کې سيمه ييز  پوليس فعال شوي او دولتي حاکميت هم د پخوا په پرتله پراخ شوى دى.
د امنيه قوماندان د ادعا له مخې، وسله وال  مخالفين اوسمهال ډېر کمزوري شوي، له امنيتي ځواکونو سره دمخامخ کېدو وړتيا نه لري او ډېر ځله په چريکي بريدونه بسنه کوي.
 د جوزجان امنيه قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدير سمونوال عبدالمالک ممنون هم وايي، چې د جنګي جرمونو کچه را ښکته شوې ده.
هغه وويل، چې ددې علت د پوليسو د فعاليت پراختيا او له امنيتي ځواکونو سره د خلکو همکاري ده.
 سره له دې چې امنيتي چارواکي د تېر په پرتله د امنيت ښه کېدو خبره کوي، خو ځينې خلک لا هم د نا امنۍ احساس کوي او وايي، چې دا ارامي له توپان نه وړاندې دکرارۍ په څېر ده.
 د جوزجان ولايتي شورا رييس مولوي عبدالحى حيات هم وايي، چې د ولسواليو لارې لا هم نا امنه دي، خلک او چارواکي په تګ راتګ کې ستونزه لري.
 د ولايتي شورا غړې فيروزه قريشي هم ددې ولايت امنيتي وضعيت داندېښې وړ بولي او زياتوي، چې پراختيايي کارونه او ورځنۍ چارې د امنيت له ټينګښت پرته پر مخ نه ځي.
نوموړى ټينګار کوي، چې امنيت د تېر په پرتله ښه شوى، د امنيتي او جنايي پېښو ګراف ښکته شوى، دخلکو او دولت ترمنځ همکاري رامنځته شوې، خو د امنيتي ځواکونو په اړه نيوکې هم شته .
مېرمن قريشې ادعا کوي، چې دا ډول سيمه ييز پوليس د شپې له وسله والو مخالفينو سره کار کوي او د ورځې بېرته امنيتي پوستو ته را ستنېږي.
د ولايتي شورا دغه غړى وايي:((دا هڅې بسنه نه کوي، د امنيت خوندي کولو په برخه کې دې زياتې هڅې وشي، اړينه ده، چې د دولت او خلکو ترمنځ اړيکې تر دې هم پياوړې شي.))
د ځينو ولسواليو اوسېدونکي هم له نا امنۍ او ورڅخه پيدا شوو خطرونو شکايت کوي او وايي، چې د نا امنيو ترڅنګ د کار نه شتون او وزګارتيا هم ددوى په ژوند اغېز کړى.
د منګجيک ولسوالۍ اوسېدونکي محمدګل  وويل، چې د سيمې اوسېدونکي لاهم ډاډمن نه دي او ډېرى يې د نا امنۍ له مله د شپې تر را رسېدو وړاندې کورونو ته ځي.
دى وايي، چې مرکز ته په نږدې ولسواليو او سيمو کې يو څه امنيت شته، خو زياتوي، چې دولتي  حاکميت له پنځو کيلومترو زيات نه دى او وسله وال مخالفين په ډېرى سيمو کې په ازاد ډول تګ راتګ کوي.
د شبرغان اوسېدونکى او دپوهنتون محصل محمد بخشي هم وايي، چې امنيتي وضعيت د تېر په پرتله ښه شوى، خو وايي، چې تر هغې کچې نه دى، چې خلک ورته تلپاتې هيله ولري.
هغه زياته کړه، چې په ښار کى ډېرې جنايي پېښې کېږي او کله کله پوليس ځواکونه هم په سرپل – شبرغان او شبرغان- اندخوى لارو کې تر وسله والو بريدونو لاندې راځي، دغه کار دخلکو په زړونو کې وېره شيندلې او تل دا پوښتنه کوي، چې امنيتي ځواکونه ولې ددغو پېښو په مخنيوي کې پاتې راځي؟
د جوزجان امنيه قوماندان وايي، چې د نښتې وړې پېښې په ټول افغانستان کې شته، خو دا په دې مانا نه ده، چې په جوزجان کې دې امنيت خراب وي.
د هغه په خبره ، د پوليسو دظرفيت لوړولو لپاره هڅې روانې دي او سيمه ييز پوليس هم د هرې ورځې په تېرېدو سره غښتلي کېږي او په امنيتي موضوعاتو خپل اغېز لري.
جوزجاني زياتوي:((موږ غواړو، چې خلکو ته امنيت خوندي کړو، څو په دې وتوانېږو، چې خلک مو د بشپړ امنيت په فضا کې ساه واخلي او اړوندې چارې تر سره کړي.))
امنيه قوماندان ټينګار وکړ، چې امنيتي ځواکونه د خلکو همکارۍ ته اړتيا لري او غواړي، چې د وسله والو مخالفينو د ويجاړوونکو چارو په ليدو دې پوليس ځواکونه خبر کړي.))