شبرغان (پژواک، ١٥ تله ٩٤): د جوزجان د څارنوالۍ مشر ادعا کوي چې د ولايتي شورا د مشر او غړو د وسله والو له خوا وهل شوى او د دغه عمل په غبرګون کې د څارنوالۍ دروازه هم تړل شوې ده.
حفيظ الله خالقيار وايي چې تېره ورځ د شورا مشر د شورا له ځينو غړو او لسګونو وسله والو سره د ده دفتر ته ور ننوت، غوښتل يې چې خپلې ناحقه او غير قانوني غوښتنې عملي کړي.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې سياسي بنديانو ته د رخصتۍ د اجازې ورکړه او د ځينو جنايي بنديانو خوشي کول، چې وژنې يې کړې، د هغوى له غوښتنو څخه دي.
د خالقيار په خبره، ولايتي شورا څه موده وړاندې له څارنوالۍ څخه يو مجرم هم تښتولى و.