جلال اباد (پژواک، ۶ غويى ۹۴): ولسمشر غني د ننګرهار ولايتي ادارې ته په جلال اباد ښار کې د پوليسو د چاڼيزو عملياتو او د ټولو رياستونو د چارو د ارزونې امر کړی دی.
د ننګرهار امنيه قوماندان پاسوال فضل احمد شېرزاد د غويي په ۶مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ولسمشر ورته سپارښتنه کړې چې په جلال اباد ښار کې پلټنې سختې کړي او چاڼيز عمليات وکړي.
شېرزاد زياتوي چې ولسمشر ننګرهار ولايت ته په خپل سفر کې له امنيتي ادارو غوښتنه وکړه چې په ښار کې د غيرقانوني وسلو، د بې پلېټه موټرو او واسطو مخنيوى وکړي.