Add new comment

د تورخم تلې پر فساد تورن مامورين څارنوالۍ ته معرفي کېږي

جلال اباد (پژواک، ۱۷ وری ۹۴): د ننګرهار ولايتي شورا د تورخم تلې کارکوونکي او د فوايد عامې وزارت څارونکی پلاوی پر اداري فساد تورن کړل او د هغوی د نيولو غوښتنه يې وکړه.
د ولايتي شورا رييس حاجي احمدعلي د وري په ۱۷مه په خبري کنفرانس کې وويل، څېړنې يې ښيي  چې په ياده تله کې هر ورځ سلګونه زره افغانۍ اداري فساد کېږي.
هغه زياته کړه: ((موږ څو ورځې مخکې د تورخم تلې د څار لپاره له ولايتي ادارې سره ګډ پلاوی لېږلی و، تر پلاوي مخکې د يادې تلې مامورينو په ۵ ورځو کې شاوخوا نهه سوه زره عوايد ترلاسه کړي وو، خو زموږ په څېړنو کې په پنځو ورځو کې شاوخوا اته ميليونه او پنځه سوه زره افغانۍ عوايد راټول شول، له دې ښکاري چې دا مامورين اداري فساد کوي.))
د ولايتي شورا رييس د دغه خبري کنفرانس په ترڅ کې چې د ولايتي شورا نورو غړو هم برخه لرله وويل: ((موږ د يادې تلې ۸ مامورين له څېړونو وروسته په فساد کې ښکېل وبلل او په رسمي مکتوب کې مو د هغوی د نيولو غوښتنه کړې او  څارنوالۍ ته يې معرفي کوو.))
نوموړي يادونه وکړه چې په دغه فساد کې د فوايد عامې وزارت هغه څلور مامورين هم شامل دي چې مياشت مخکې يې دلته د فساد د مخنيوي لپاره ور لېږلي وو.
د ولايتي شورا رييس وويل، هره مياشت په دې تله کې په ميليونو افغانۍ اداري فساد کېږي او حکومت بايد د دغه کار د ښه تنظيم او شفافيت لپاره صادقه کسان وګوماري.
بلخوا د ننګرهار د والي مرستيال محمدحنيف ګرديوال پژواک خبري اژانس ته وويل  چې د وري مياشتې په لومړيو ورځو  کې يې له يادې تلې د څار لپاره پلاوی ټاکلی و چې تر اوسه يې څېړنې روانې دي.
ګرديوال زياته کړه: ((ما په خپله دا پلاوی ټاکلی چې په کې د ولايتي شورا استازی، د امنيه قوماندانۍ، ولايت مقام او ملي امنيت استازي شامل دي، څېړنې ښيي چې د تورخم په تله کې ډېر اداري فساد کېږي.))
نوموړي وويل چې تر اوسه ورته د دغه فساد کره اندازه نه ده معلوم خو دوی د نظارت پر مهال په پنځو ورځو کې له دې تلې ميليونونه عايد ترلاسه کړي چې پخوا تر دې ډېر کم وو.
د والي مرستيال وايي: ((د تلې مامورينو که له زيات وزن لرونکو رشوت اخيستی وي او که يې همداسې پرېيښي وي دا درغلي ده، موږ به د دغو کسانو پر وړاندې جدي اقدام وکړو او څارنوالۍ ته به يې معرفي کړو.))
ګرديوال زياته کړه چې د ولايت مقام او د ننګرهار د فوايد عامې رياست د يادې تلې د ماموريت او تنظيم په مسئله کې د ده په وينا هېڅ ډول لاس نه لري، بلکې له وزارت يې چارې تنظميږي.
د فوايد عامې وزارت تر اوسه د ننګرهار د ولايتي ادارې د دې لوړپوړو چارواکو د خبرو په غبرګون رسنيو ته څه نه دي ويلي.
تر دې مخکې د وري مياشتې په لومړی نېټه د ننګرهار پخواني والي مولوي عطاء لله لودين د خپلې  استعفا ويلي وو چې د تورخم په تله کې د فساد د مخنيوي په ګډون يې په ننګرهار کې د اداري فساد مخنيوی نه شوای کولای.
هغه دا هم ويلي وو چې هر مياشت د تورخم په تله کې تر ۱۵۰ ميليونه افغانيو اداري فساد کېږي چې د ولايت مقام يې مخنيوی نه شي کولای.

 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.