د غني خېلو او نازيانو خلکو د دوربابا ولسوال پرضد لاريون وکړ

جلال اباد (پژواک،۳ کب ۹۳): د ننګرهار د غني خېلو او نازيانو ولسواليو يو شمېر اوسېدونکو د لاريون په ترڅ کې د دوربابا ولسوال د قومي شخړو په رامنځ ته کولو تورن کړ او د شينوارو ولسواليو د ولسوالانو او ننګرهار د سرپرست والي د ګوښه کېدو غوښتنه يې وکړه.
په سلګونه تنه دا لاريون کوونکي، چې نن د کب په درېيمه د غني خېلو د مارکو په بازار کې راټول شوي وو، کابو د دوو ساعتونو لپاره يې د جلال اباد - تورخم لويه لاره د ترافيکو پر مخ تړلې وه او د ننګرهار د ولايتي ادارې پر ضد يې شعارونه ورکول.              
 د دې لاريون يوه رهبري کوونکي او د ولايتي شورا پخواني غړي مفتي معين شاه د ياد لاريون په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن د غني خېلو او نازيانو لسوالۍ سلګونه اوسېدونکو د دې ولسواليو د ولسوالانو او ننګرهار د سرپرست والي د ګوښه کېدو په موخه لاريون کړی دى.
معين شاه وويل: ((د دوربابا ولسوال همېشه ګل د نازيانو ولسوالۍ د ډاګ هديرې ځمکه غصب کړې او په دې مسئله کې يې قومي مشکلاتو ته لمن وهلې. موږ د دې ولسوال د لرې کولو غوښتنه کوو. د شينوار ولسواليو يو شمېر ولسوالان بې تعليمه دي، نو هغه دې هم ګوښه شي.))
دى وايي: ((کله چې موږ د قومي مشکلاتو په تړاو د ولايت له مقام سره خبره کوو، هغوی اقدام نه کوي؛ نو موږ هيله لرو چې ننګرهار له سرپرست والي څخه خلاص شو او نوی والي راته راولېږل شي.))
د نازيانو ولسوالۍ قومي مشر ملک سهيل د لاريون په څنډه کې پژواک اژانس ته وويل: ((د دوربابا ولسوال او د ننګرهار د ولايتي شورا غړی اصحاب ولي چې زوی يې دی، له دولتي امکاناتو نه په استفادې موده مخکې د نازيانو لسوالۍ د ډاګ هديره ځمکه چې د سُن خېلو ځمکې دي، خپلو قوميانو ته وېشلي دي.))
ده زياته کړه، چې ولايتي اداره د دوربابا د ولسوال د چارو پر وړاندې غلې ده، ځکه خو دوی په همدې غبرګون لاريون وکړ.
د لاريون کوونکو په استازيتوب چترال همت شينواري د لاريون پرېکړه ليک ولوست چې په کې راغلي، که حکومت د يادې مسئلې لپاره پلاوی را ونه لېږي، نو دوی به ورسره پرېکون وکړي.
په پرېکړه ليک کې راغلي، چې د دوربابا ولسوال څه موده مخکې د همدې ځمکې پر سره د دوی د قوم اته کسان  وژلي دي، نو حکومت يې بايد پوښتنه وکړي.
د نازيانو ولسوال عيسی عمر پژواک ته وويل، چې څه موده مخکې د نازيانو او دوربابا ولسواليو د اړوندو قومونو تر منځ د ځمکو پر سر شخړې رامنځ ته شوې، چې د سمه ييزو ادارو په غوښتنه د ولايت مقام يادې مسئلې لپاره پلاوی ور ولېږه.
نوموړي وويل: ((پلاوي له قومونو سره خبرې وکړې، خپل څېړنې يې بشپړې کړې او مرکز ته يې ولېږلې، خو تراوسه يې پايلې نه دي معلومې. د نازيانو او دوربابا تر منځ شته ځمکې چې اوس يې پر سر قومي جنجال دی، په اصل کې دولتي ځمکه ده.))
اخوا د ننګرهار د ولايتي  شورا غړي او د دوربابا د ولسوال زوی اصحاب ولي پژواک ته وويل: ((د دوربابا ولسوالۍ اړوند د ډاګ هديرې سيمه د دوربابا ولسوالۍ اړونده او دولتي ځمکه ده؛ د نازيان ځينې خلک يې غصبوي او زما پلار (ولسوال) يې مخنيوی کوي، نو دوی ځکه لاريون کړی دى.))
د ده په وينا، څه موده مخکې له مرکز څخه د دې مسئلې د هواري لپاره پلاوی راغلى و او هغوى ثابته کړه، چې د ډاګ هديرې ځمکې دولتي دي، نو ځکه خو د ولسوالۍ اداره دنده لري چې د هغې ساتنه وکړي.
اخوا د ننګرهار د والي وياند احمدضيا عبدالزي پژواک اژانس ته وويل، چې لاريون کوونکو تراوسه خپلې غوښتنې په رسمي ډول له دوی سره نه دي شريکې کړي.
د هغه په خبره، د ولايت مقام به په دې تړاو له خپلو ولسوالانو معلومات غواړي او بيا به د شته مسايلو په اړه  خبرې وکړي.

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.