Taliban commander allegedly involved in Jamal’s murder held

جلال اباد (پژواک، ٣٠ سلواغه ٩٣): د لغمان چارواکي وايي چې د ملي امنيت په ځانګړو عملياتو کې هغه کس نيول شوى چې د لوګر د پخواني والي ارسلا جمال په وژنه کې يې لاس درلود.
د لوګر پخوانى والي ارسلا جمال د ١٣٩٢ لمريز کال د تلې په ٢٥مه د لوى اختر په لومړۍ ورځ د لوګر د مرکز پل علم ښار په مرکزي جومات کې په يوه چاودنه کې ووژل شو.
هغه مهال سيمه ييزو چارواکو ويلي وو چې چاودېدونکي توکي په مايکروفون کې ځای پر ځای شوي وو، خو وروسته  د ملي امنيت عمومي رياست وويل چې د لوګر والي د قرانکريم په نسخو کې د ځاى پر ځاى شوو چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله وژل شوى دى.
وسله والو مخالفينو د هغه د وژنې مسووليت نه دى اخيستى  او هغه مهال د لوګر ځيني امنيتي کارکوونکي د ارسلا جمال په وژلو کې په لاس لرلو تورن شوي وو.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د سلواغې په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ملي امنيت رياست په ځانګړو عملياتو کې هغه مشهور وسله وال  قوماندان نيول شوى چې د لوګر پخواني والي ارسلا جمال په قتل کې يې لاس درلود.
هغه زياته کړه چې دغه عمليات د دغه ولايت د قرغيو ولسوالۍ په مربوطاتو کې ترسره شوي چې په ترڅ کې يې محمد دين د محمداسماعيل زوى چې په شهاب مشهور و، له دريو نورو شکمنو کسانو سره نيول شوى دى.
د ځواک په وينا، نيول شوي کسان اوس تر پوښتنو ګروېږنو لاندې دي.
ځواک وايي، قوماندان شهاب چې د مخالفو وسله والو د يوې لس کسيزې ډلې مشري هم کوي، د ترهګريزو فعاليتونو ترسره کولو تر څنګ د لوګر د پخواني والي ارسلا جمال د قتل په طرحه کې يې هم لوی لاس درلود.
د لغمان سرپرست والي ډاکتر فضل الله مجددي د لغمان د ملي امنيت رياست دغه بريالي عمليات ستايلي دي.
د والي وياند دغه راز وايي چې وسله والو مخالفينو نن سهار په دريو بجو د الينګار ولسوالۍ اړوند د چينچار پله په سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو پر پوستې ډله ييز بريد کړى و.
ځواک وايي چې په دغه برېد کې د رې بريدګر او درې پوليس ټپيان شوي دي.
د هغه په وينا، ټپي پوليس روغتون ته لېږدول شوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ ښودل شوى دى.
وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.