جلال اباد ( پژواک، ٧ لړم ٩٣ ) : د ننګرهار ولايتي شورا ته له برياليو ١٩ نوماندانو څخه يې ١١ تنه د چارواکو او وکيلانو د کورنيو غړي دي.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون په ټول هېواد کې د ولايتي شوراګانو وروستۍ پايلې د لړم په درېيمه اعلان کړې ، په دې کې د ننګرهار ولايتي شورا ته هم ١٩ کانديدان بريالي شوي دي.
د ننګرهار ولايت له برياليو ١٩ بريالي نوماندانو څخه يې اوه پخواني وکيلان دي او له ټولو ١٩ څخه يې ١١د وکيلانو، چارواکو او پخوانيو قوماندانانو د کورنيو غړي دي.